زړه مې وران دی

نعمان دوست

0 926
ملګرو!
څو شیبې مې د کابل د نن ورځې دې تصویر ته وکتل، زړه یې راډک کړ او دلته مې تش کړ:
————————-
دا زما د ښار تصویر دی، زړه مې وران دی
هر ښاري یې ګډ په ویر دی، زړه مې وران دی
له دې ښاره بوی د وریتو غوښو خیژي
د لمبو منځ کې راګیر دی، زړه مې وران دی
مور ورګوري او په زوی یې اور بلیږي
خدایه! دا لا څه تقدیر دی، زړه مې وران دی
له پرې شویو ککریو ځمکه ډکه
همدې منځ کې مو مسیر دی، زړه مې وران دی
وخ، غرڅه له منډو ولویده چپه شوه
په منځ ملا کې یې ښخ تیر دی، زړه مې وران دی
دیوان راشي پر سرو ګلو پښې کیږدي
د دې خوب مې بد تعبیر دی، زړه مې وران دی
تروږمۍ ده، تندرونه دي، باران دی
د کوټې مې مات شاتیر دی، زړه مې وران دی
څه په شوق یې د دیدن په تمه راغلم
دروازې ته پروت زنځیر دی، زړه مې وران دی
څه ړنګ بنګ او زنګیدلی په لار درومي
( نعمان) ډېر کړی شوګیر دی، زړه مې وران دی
ن. دوست
د سلواغې ۸ مه، ۱۳۹۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply