عباس ستانکزی: د اشرف غني حکومت د سولې اصلي خنډ دی

0 674

شېر محمد عباس ستانکزی، د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال د يوه پلاوي په سر کې مسکو ته سفر کړی دی. هغه ويلي چې «د سولې اصلي خنډ د اشرف غني اداره ده.»

د افغانستان د رسنيو له خوا د يوه خپاره کړي ويډيويي کليپ له مخې هغه ويلي چې «که اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم او د سولې او نوي حکومت له پاره… قرباني ورکړي، موږ يوه نوي حکومت ته حاضريږو. د همدې د پاره مذاکره کوو.»

ستانکزي همداراز په دغه خبري ناسته کې ادعا کړې ده چې د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی بشپړ صلاحيت نه لري. ستانکزي ويلي دي: «يوازنی بند (خنډ) د سولې په وړاندې اوسمهال د اشرف غني اداره ده.»
د هغه په خبره، د اشرف غني ټيم په ناټو او امريکا کې د قدرت د تداوم له پاره لابي ګري کوي. د افغانستان دولت تر اوسه په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی. د اشرف غني په مشرۍ حکومت تل د جمهوري نظام د ساتنې او د ټاکنو د لارې د قدرت پر لېږد ټينګار کوي چې هر ډول د موقت حکومت د تشکيل طرح يې تېر مهال ته بيا ستنېدل بللي دي.
د طالبانو غړي که څه هم تر مخه پر يوه «اسلامي نظام» ټينګار کړی، خو په دې صراحت يې د يوه نوي حکومت د راتللو او د ولسمشر اشرف غني د استعفا په هکله خبرې نه وې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ظاهراً د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې تر منځ مذاکرات پڅ پر مخ روان دي. د افغانستان د دولت استازو ويلي چې د يو څو ورځو راهيسې طالبان رسمي ناستو ته حاضر شوي نه دي.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply