‘له افغانستانه چین ته صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی’

0 691

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له افغانستان څخه چین ته په صادراتو کې ۸۶سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چین د ګمرکونو د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰ کال کې چین ته د افغان صادارتو کچه ۵۴میلیونه ډالره وه چې نسبت ۲۰۱۹ کال ته ۸۶سلنه زیاتوالي ښيي.

د اعلامیې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان څخه چین ته د صادارتو کچه ۲۹میلیونه ډالره وه.

د سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې د تیر ۲۰۲۰ کال په جریان کې له افغانستان څخه بېلا بېل محصولات چین صادر شوي دي چې لویه برخه یې وچه مېوه، پنبه او قېمتي ډبرې دي.

په اعلامیه کې راغلي:”د ۲۰۲۰ کال په جریان کې بېلا بېل افغاني محصولات، لکه جلغوزي، پنبه (تخته) وچه مېوه(وچ زرد الو، ممیز، وچ انځر) قېمتي ډبرې (مرمر ډبره، سنګ تالک) او یو شمېر نور اموال شامل دي چین ته صادر شوي دي.”

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې مخکې هم ویلي و چې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټڼه سوداګریز توکي صادر کړي دي چې لویه برخه یې چین هیواد ته و.

افغان حکومت دا مهاله د چین په ګډون له ترکیې، هند، عربستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو سره د سوداګرۍ هوايي دهلېزونه پرانیستلي دي.

pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply