طالبان ملامت نه دي چې موقته اداره غواړي؛ ځکه مونږ له یو داسې ګاونډي سره مواجه یو، چې د نړۍ لپاره د سرطان پر دانې بدل شوی او طالب بیا ددوی په غیږ کې رالوی شوی، په همغه چرګۍ ناست دی او له همغه دسترخوان یې خوړلې.
هغوی د افغان جګړې لپاره ورته مالي او نظامي مرستې ورکوي، ځانونه یې په همغه خاوره کې خوندي، کورنۍ یې هلته ښه ارامه ده، زامن او لوڼې یې د پاکستان په معتبرو پوهنتونونو کې زدکړې کوي، د افغان ځواکونو د وژنو پرسر او له نشه يي توکو د قاچاق پیسې یواځې د څو طالبانو جیبونو ته ځي؛ نو حتمي ده ،چې دوی به په افغانستان کې د جګړې اوږدېدل غواړي او خپلې ګټې به خوندي کوي.
طالبانو خپل ځانونه د ولس په منځ کې لیدلي او په دې پوهیږي، چې له سولې وروسته بې حال د ګلبدین حکمتیار په څېر وي، چې په انتخاباتو کې ورته حتا تر ټولو نږدې ملګرو هم رایه ورنکړه.
طالب له ټوپکه پرته کوم بل هنر نلري، که دې ورڅخه ټوپک واخیست نه هنر لري او نه فن، یواځې یې وژلو، سرک ته بم کېښودل او… پرته څه نه دي یاد کړي.
دوی دومره بې منطقه خلک دي، چې حتا په دریو میاشتو کې افغان مذاکراتي پلاوي سره په خبرو کې د یو اسلامي نظام تعریف ونشوای کړای.
په هرحال؛ اوس چې دومره یوه بې شعوره ډله داسې یو چاته په لاس ورغلې، چې وجودیت یې د افغانستان د نشت په هدف وو، نو حتمي ده چې هر ډول یې چې زړه وي همغه چاره به پرې کوي.
پاکستان ددومره خدماتو په بدل کې چې طالب ته یې کوي، څه غواړي؟
پوښتنه واضح ده؛ پاکستان یو ځل بیا غواړي، چې کابل دې تېر تاریخ ته ورشي، کنډوکپر دي شې، د کابل د هورو پر زلفو دې یوځل بیا نور ټالونه ووهي، یو وار بیا دې د افغانانو مېرمنې ان د عربو وینځې شي، لسانس افغانان دي یو وار بیا په پاکستان کې کباړ ټول کړي او یا هم چپس او پکوړې پخې کړي، ۱۰۰ کال دې نورې هم د افغانستان اوبه پاکستان ته وړیا وبهیږي، ډیورنډ دې د خلکو هېر شي، کابل دې د پاکستان بله سوبه شي، بیا دې د بامیانو بت ټوټه ټوټه شي، د  افغانستان برم دې له منځه لاړشي، احمدشاهي تاریخ دې په دوړو کې پټ شي، افغانې مېرمنې د پنجابیو کالي د یوې مړې ډوډۍ په مقابل کې ووينځي… که له طالبه په استفادې د پاکستان ګټې درته نورې هم ولیکم دوه صفحې ډکوي.
پاکستان تر دې وړاندې هم خپل زور یو ځل ازمایلی دی، هلته یې ځینې شاعران روزلي وو/ دي، چې پخوا به یې هم ترانې جوړولې او اوس هم، د طالبانو وخت کې یې د بامیانو بت په هغه ترانه ونړاوه چې:

غربي نړۍ چې کله زمونږ توان ماتوي
بچیان د بت شکند به یې بتان ماتوي

هغه بت، چې سلطان محمودي غزنوي، ړنګ نکړ، احمدشا بابا وران نکړ، میرویس نیکه ورسره غرض ونکړ، مګر پنجاب هند ته د خپل زور ښودو لپاره په همدې ترانې دافغانستان یوه داسې پانګه ټوټه کړې چې ممکن مونږ ورڅخه نن په ملیاردونو ډالر لاسته راوړي وه.
اوس هماغه راپورته شول او پر پاکستان د امریکا د فشار له کبله یې د امریکا د نه وژلو تړون د ټولې نړۍ په مخکې وکړ.
پاکستان افغانان مطالعه کړي او پوهيږي، چې صرف د سر سړی ترې واخیستل شي نور پکې انارشي جوړول اسانه کار دی.
دوی غواړي، چې یو ځل بیا یو بل خپلو کې سره وولې، اقتصاد یې دومره حالت ته ورسیږي، چې ان د خپلو اولادونو خرڅولو ته مجبور شي.
دهمدې اهدافو لپاره یې د طالب په نوم یو سیټپ جوړ کړی او په افغانستان کې یې دخپلو ګټو لپاره انسټال کړی.
اوسنی نظام که هر ډول شي له طالب سل چنده ښه دی، حداقل یو د هر ډول ستونزو د مناسب حل یو ادرس دی.
اشرف غني که هرڅوک دی، هر ډول دی، مګر دهېواد د پرمختګ او رفا غم ورسره دی.
طالب یو یاغي باغي سړی دی، چې د نورو د ګټو ډول ته ګډيږي او یواځې د هغه شرمخ اطلاق پرې کېدا شي، چې د افغانانو وینو ته تږی وي؛ نو
څوک پخپل وطن کې د پردیو غلامان شو
څوک د لمر په جنګ کې په تیارو پسې روان شو
څوک د قام او ژبې په تبعیض قهرمانان شو
چا ږیره اوږده کړه د جنت ټیکداران شو
سرې وینې بهیږي د افغان له ټپي تنه
پاڅېږه وطنه!
پاڅېږه وطنه!