دوه نيم زره کلنى شعر

علامه عبدالحی حبیبی

0 1,685

لوي داريوش د ايران د مخامنشي کورنۍ يو مشهور پاچا دي، چي د ٥٢٢ ق،م څخه يې تر ٤٨٦ ق،م پوري سلطنت کړي دى. د ده په امر د بغستان (بيستون) پر غره يو ډبر ليک کيندل شوي دى او په څلورم ستون او ٤٣\٦٤ بند کي يې داسي يو اخلاقي حماسه ليکلې ده:

داريوش پاچا وايي: اور مزدا او نورو بغانو (خدايانو) ځکه زما مرسته وکړه، چي زه اړيکي وم، نه دروهونکي وم، نه ځوروونکي وم، نه زه، نه مي کورنۍ له رښتيا څخه واوښتو.

 نه مي مريي، نه مي بيوزلي وځوراوه. چا چي زما د کورنۍ مرسته وکړه، هغه مي ونازاوه او چا چي زما د کورنۍ وراني وغوښته هغه مي وځوبلاوه.

دوکتور معين د تهران پوهنتون استاد وايي چه په دې اخلاقي حماسه کي په خاص ډول يو درې مسريز شعر راغلي دي، داسي:

1. Nê a ri ka à hum

2. Nê drau ja na à hum

3. Nê zura ka ra à hum

دا درې مسرې داسي لوستلي کيږي:

١. نې اري که آ هم

٢. نې دروجه نه آ هم

٣. نې زوره که ره آ هم

د دې شعر هره مسرۍ شپږ هجاوي (سپڼ) لري او داسي دي لکه د پهلوي ژبي دياتکار زريران کتاب شپږ هجائي مسرۍ.

اوس به دغو مسريو ته ځير شو او بيلي بيلي هجاوي به ئې سره ونښلوه، وگوري دا خو پښتو دي چه داسي ويلې کيږي:

١. نې اړيکه اوم

٢. نې دروه جنه اوم

٣. نې ځور کړه اوم

کلمات

لاندي د هري کلمې شرح هم ولولي، چي ښه مو يقين شي، چي دا پښتو دى:

١. ني né په پښتو کي د (نه يې) مخفف دى، (نه) د انکار او نفي توري دی چي په اوستا کي noit او په سنسکريت کي ned او په پهلوي کي ne ؤ.

او (ئې) فاعلي او مفعولي غايب ضمير دى، نه يې دوې هجاوي لري، خو چي مخفف شي (نې) يوه هجا ده، دا مخففه انکاري او نافيه کلمه په اوسنۍ پښتو کي هم شته.

يوه لنډۍ ده:

ني درکوم نه يې پرېږدمه

د زړه له داغه مي سور گل گوره مينه!

وگوري دلته دواړه شکله راغلي دي. د لومړۍ مسرۍ (نې) او (نه يې) دواړه په يوه معنا دي؛ خو لومړۍ کلمه سپکه شوې ده (نې) په مهجوله (ې) ويله کيږي مسري خان گگياڼي وايي:

نه يې عذر نه حجت ويد يار امر ته تيار وي

(ديوان ص ١٥٤)

٢. اړيکه arika: دا کلمه ځينو پوهانو په زور د پارسي ژبي (اريغ) ته کش کړې ده. حال دا چي پخپله دغه کلمه هم په مختلفو خطي نسخو کي مشکوکه او (آزيغ) هم راغلې ده. دوى وايي، چه معنا يې عداوت او دښمني او نفرت ده، چی ازيغ هم را نقل شوې ده. په هر صورت که په پارسي کي اريغ هم ثابت شي چی شته؛ نو به هغه هم له دغي ريښې څخه را شين شوى وي؛ خو په پښتو کي کټ مټ دغه زړه کلمه اوس هم مستعمله ده او معنا يې هم مضر، مانع، پاي بند او مغرض او عدو او دښمن ده.

له دې کلمې سره نور داسي کلمات هم اوس په پښتو کي شته، چه له دغي ريښې څخه را وتلي دي؛ لکه اړ (گرفتار او محتاج) اړيکي (پاي بند او مانع او مضر) اړي، اړتيا (مشکلي او احتياج) د دې کلمې استعمال په پښتو ادب کي خورا زوړ دى، د ٤٠٠ هـ په شا او خوا کي چه لودي کورنۍ په ملتان که پاچاهي کوله، له دغي کورنۍ څخه يو شاعر شيخ رضي ويلي دي:

هغه گروه دي اوس آړه کړچي پلرودي رڼا وه

نصر لودي د ده په جواب کي وايي:

توراني دښن چي وايېزه له گروهه په آړه يم

آړه هم له دغي قديمي ريښې څخه دى چه معنا يې په نفرت او عداوت اړول دي، په پښتو وايي پلاني اوښتئي دى يعني په عداوت ملحد شوي او له دينه وتلي دى.

اما اړيکه په دې شعر کي شته، سلام قندهاري وائي:

کـلـه بـه ورسـيږي ستا د خولې اواز ما تهچـی اړيکه مي شو په مينه کي غماز ماته

دلته اړيکه کټ مټ د مخالف او دښمن او مانع به معنا دى.

٣. د دې پاړکي د درو مسريو مشترکه سجع (آهم) دي او اوس دا فعل په مختلفو لهجو (وه م، وه مه، اؤم، اؤه م) دى چي د پارسي (بودم) معنا لري.

په دې تلفظونو کي (وم، اؤم) يوه يوه هجا ده، مگر (وه مه يا اوه م) دوې دوې هجاوي لري، چه د زړې پاړسو له (آهم) سره نژدې دى، په ټولو لهجو کي واو زورکي لري او د زورکي ښکاره کونکي توري (هـ) ده؛ نو د (آهم) د منځ (هـ) به هم ښايي دغسي آواز ښکاره کاوه او اوس يې موږ څلرم حرکت يعني زورکى بولو. دغه کلمه په سنسکريت کي هم آهم او په گريک کي hom وه.

٤. په دوهمه مسرۍ کي (دروجنه) د پارسي مترجمانو په (دروغزن) ترجمه کړی دى خو په پښتو کي کټ مټ (دروجن، دروجنه) موجود دى.

(درو) يا (دروه) په پښتو فريب، مکر، حيلې ته وايي، جن يا جنه د نسبت کلمه ده، لکه: ماڼيجن، کرکجن، درواغجن.

په پښتو درواغ او دروه فرق لري او بيلي بيلي کلمې دي. درواغ يا دروغ له پارسي سره مشترک دى، مگر دروه او دروهل يا دروول د (فريفتن) معنا لري، دروهنه، دروهونکي، دروهلي هم له دغي ريښې څخه دي، نو د پارسي (دروغزن) د دې تاريخي کلمې حقيقي تعبير نه دى؛ بلکه (دروجن) د فريبنده او حيال او مدلس او قلب کار معاني لري. نصر لودي پخواني پښتون شاعر هم دا کلمه د ٤٠٠هـ په شاوخوا کي استعمالوي، وايي:

دا يي تور تاسي دروهويزه مؤمن ستاسي په تله يم

خوشحال خان وايي:

په خپل زوي او ورور باور نشته خوشحاله!غافل مه شه د جهان له مکره دروه

يو بل شاعر ويلي دي:

نه په درونه په دروغ نه په ريا شيکار د دين دى سر تر پايه په رشتيا

٥. په دريمه مسرۍ کي (زوره کره) راغلي دى، چی په پارسي يې معنا زورگر ده، په دغه کتيبه او ديرلسم بند کي دوه واره (زور) راغلي دى؛ خو درې تنه ژبپوهان لکه تولمن، ويسباخ، او بارتولومي د دغو دواړو په اشتقاق کي سره مختلف دي لکه گيگر چه په اوستايي څيړنو کي ليکلي دي، په اوستا کي زواري، او په سنسکريت کي جوس، او په زړه پارسي کي زوره، په پهلوي کي زور يا زوار، يا زورش، د زور او فشار او ظلم په معنا وه.

دوهمه نظريه دا ده: چي د اوستا زوره، د سنسکريت هوارس، د زړې پارسي او پهلوي زور، د فريب او نادرست په معنا د دې کلمې اصل دى.

نو باتولومي يې په دواړو ځايو کي معنا (نادرست، خطا کار، تزوير) ليکلې ده.

خو ويسباخ (زور، ستم، زور چلول) راوړې ده. تولمن يې په لومړي ځاي کي معني خطاکار او مزور، او په دوهم ځاي کي زور او فشار کښلې ده.

اوس به راشو پښتو ته: چي تر اوسه هم ځور او ځورول شته او معنی يې هغه ده، چه په نورو پخوانيو ژبو که وه. زور د لومړى توري په فتحه (آزار، زحمت) معنا ورکوي؛ خو ځور هم د اول حرف په زور (ستم او فشار) ته وايي.

عبدالقادر خان خټک دغه دوې کلمې په بيلو بيلو معناوه داسي راوړي دي:

نه به ستا د ښايست تل وي هسي دورنه به زړه وي د عاشق مدام به زور

چي دا دواړه بقا نه لري تيريږيبيهوده هومره ستم کړي هومره ځور

په اول بيت کي زور (زحمت او آزار) په دوم بيت کي ځور (ستم او ظلم) دى.

او دا دواړه کلمې له زور په اول پيښ بيلي دي، نو په اصلي زړه کتيبه کي هم ځور کړه (ستمگر، فشار دهنده، ظالم) ؤ، چي د هغه فعل ځورول دى.

اما د دې کلمې دوهم جزو (کره) دى، چی په پښتو اوس (کړه) وايو، کړل، کړنه، کړونکي، کړئ له دې ريښې څخه دى. دا کلمه هم پوهانو کړه ويلې ده، په دوو هجاو (که-ره) نو چي دا دوې هجاوي شي، د دې مسرۍ ټولي هجاوي به اوه شي. دلته دوکتور معين وايي:

چه ښايي د وزن د ضرورت لپاره د (که-ره) يوه هجا سپکه شوي، او په گرده مسرۍ کي شپږ هجاوي پاتي شوي وې؛ مگر دا مشکل د پښتو صحيح تلفظ په خپله حل کوي؛ ځکه چي په پښتو (کړل) او (کړه) د کاف به سکون او د ړې په زورکي تلفظ کيږي او يوه هجا ده، نه دوې. له دې جهته په پښتو صحيح تلفظ کي دا مسرۍ هم شپږ هجاوي ده او حاجت بل تاويل ته نه لري. په اوستا کي هم (کر) مصدر ؤ، چه د پښتو کړ، کړل، او د پارسي کردن ورسره نژدې دى، خو د پښتو (کړه) يعنی فعل کټ مټ هغه کلمه ده، چي په دې کتيبه کي راغلې ده. په پښتو اوس داسي وايو:

د خداي په کړه راضي اوسه!

له بدو کړو څخه توبه وکړه!

تقطيع او قافيه

د پښتو اشعارو لکه نور پخواني آريايي شعرونه د هجا په حساب وه، د ويدا او اوستا او نورو پخواني پهلوي کتابو اشعار، ټول هجائي وزن لري؛ خو د قافيې قيد ډير کم دى او مسجع پاړکي دي، چي د ځينو په پاي کي يوه قافيه تکراريږي او دغه قطعه شعر چه دري مسرۍ لري، د هري مسرۍ په پاي کي (آهم) راغلي دى. خو دا قافيې تکرار عيب نه ؤ او ځيني اوستايي اشعارو هم دغسي مکرري قافيې لري حتي چه د پارسي ژبي پخواني اشعار هم دغسي وه، مثلاً د ابن مفرع دغه درې مسريزه پاړکي، چه په الاغاني کي راغلي دى:

آبست و نبيذ است

عصارات زبيب است

سيمه رو سپيذ است

يا دا شعر چي د خراسان کوچنو به په کوڅو کي د ابو منذر راسد بن عبداللّٰه القسري پر ماته، په ملنډو وايه او طبري راوړي دى:

از ختلان آمذيهبروتباه آمذيهبيدل فراز آمذيه

د خواجه عبداللّٰه انصاري (متوفي٤٨١ هـ) دا کلمات همدغسي دي:

اگر بهوا پرى مگسى باشى

و اگر بر آب روى خسى باشى

دل بدست آر، تا کسى باشى

دغسي شعرونه د پښتو په عوامي اشعارو کي خورا ډير دي، په هره کلي کي يو شاعر وي، چي داسي شعرونه ارتجلاً وايي، لکه د سليم زمينداوري د شعر دا يوه ټوټه:

پر تا مين زه خوار و زار يمهدا د هجران په غمو بار يمه

په سر تور سر در پسې خوار يمهجانانه زه پر تا مين يمه

د دې شعر هجاوي په هره مسرۍ کي لس لس دي او قافيه يې کټ مټ لکه د هغو قديمو شعرونو په ډول غبرگه ده. او داسي مسجع جملات د پښتو په قديمو کتابو کي د سليمان ماکو تذکرة الاولياء (٦١٢ هـ)، د پير روښان خير البيان (٩٨٠هـ) او د اخوند درويزه په مخزن اسلام کي خورا ډير دي، بلکه پخوانو خپل نثري آثار هم په دغه ډول ليکله، چه شرح به يې په دې کتاب کي راشي.

له دې څيړني څخه به تاسی ته دا ښکاره شوې وي، چه د پښتو ژبي وجود تر اسلام دمخه او د دغي ژبي نزديوالي له نورو ژبو سره ثابت دي. البته زه د دې مدعي نه يم، چه پښتو عين زړه پاړسو وه، ليکن د دې څيړني څخه دا خو ضرور ښکاري، چی ښايي د پښتو ځيني ادبي قطعات به په دغو قديمو ژبو کي د قرابت له جهته ساری او جاری او گډ وه. يا دا چی زړه پښتو به له زړې پاړسو سره دونه نژدې وه، چه په لږ تغير به له پښتو څخه هغه زړه ژبه جوړيده.

که کوم وخت د دغو ژبو پخواني آثار په تحليلی ډول مطالعه شي، ښايي چه ډير نور داسي اسناد هم پيدا شي.

خو دا کار د آيندگانو دى، چی د علم او پوهي په رڼا کي د پښتو پلټني پسې اوږدې کاندي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply