پښتو چيري بيايو، کښته که پورته

پوهاند عبدالحی حبیبی

472

 دغه دوې پوښتني چي ښاغلي ويونكي وويني، ليري نه ده چي د دوي فكر ځانته راكش كړي او يو ګړى د دغو پوښتنو پر ځوابو هم غور وكړى.

  د لمړۍ پوښتني په ځواب كښي به ښايي چي ټول خلك دا راته ووايي چی: “پورته”

 ځكه چي او  له ښه مرغه ټول هموطنان د پښتو په ښېګڼو پسې دي، او لكه حكومت چي د پښتو لوړتوب غواړي، دغسي هم دملت افراد كه پښتو ژبي او پاړسو ژبي دي اوس دخپلي ملي ژبي ښې غواړي، او هركله ئې دغه زيار دى، چي دا ژبه په ښكليو ګېڼو آغليه سي او ښكلا ئې را زياته سي چي د ملت ټول عصري او علمي او ادبي ښېګڼي تامين كړي. رښتيا خو داده چي يوه ژبه تر هغو نه ژبه كيږي څو كتابونه ونه لري، علمي ذخاير ونه لري، مترقي ادب ونه لري، د هر راز علمي مضمون د اداء كولو دپاره بياني او ادبي استعداد ونه لري.

 دا ټوله لوازم چي يوه ژبه حقيقتاً ژبه كوي هري ژبي ته د ژبي والي دپاره په كار دي، او كه دغه استعداد يوه ژبه ونه لري، نو هغه ژبه ددې وړ نه وي چي د ژونديو او علمي ژبو په ډله كښي ودريږي ! پښتو ژبه كه اصلاً خپل استعداد لري كه ئې نه لري، كه دا ژبه له پخوا څخه غليچه او غښتلې ده كه نه ده، خو اوس ئې موږ غواړو اوقوي كوو ئې.

  نو چي مو مخي ته د ژبي د ارتقاء د پاره دغسي ګران مراحل سته، او ملاوي مو تړلي دي چي په زيار او مښود دغه منازل په پى كړو، خو دا طبيعي خبره ده چي د ټولو هيله داده چي پښتو لوړه ولاړه سي، نه كښته! جګه سي، نه ټيټه! نه رنځوره! كلكه او كروړه سي نه سسته پُسته !

 مګر دا خبره هم د څېړني او پوښتني وړ ده چي آيا ژبه څوك لوړي درجې ته رسوي؟ آيا څوك په دې لار كښي خدمت كوي؟ او څوك دي چي دوي د ژبي جوړوونكى يا ورانوونكى ګڼل كيږي؟

ددغو پوښتنو په ځواب كښي به هم ښايي خلك دا ووايي چي ژبه د ملت مال دى ملت ئې جوړوي، او ملت ئې ساتي او ملت ئې لوړوي.

 زه هم ددې خبري پر خوايم په رښتيا هم ژبه د ملت دپاره ده او هر اولس دخپلو احتياجاتو دپاره ځانته ژبه جوړوي، او هر څوني چي ئې اړتيا وي ډيريږي، هغوني خپلي ژبي ته هم ارت والى وركوي، نو ژبه د مدنيت او احتياجه سره يو ځاي پر مخ ځي او يوځاي ورسره مري.  مګر دملت په منځ كښي ځيني داسي طبقات سته چي دوي د ژبي سره   تر نورو ډېره او ټينګه اړه لري، او دغه طبقات هم ادباء ، شعراء، ليكونكى او خطباء دي چي دا ټول تر يوه عنوان لاند جم  كيږي، او دوي ته ژبوران وايو.

شاعر ژبور دى، ځكه چي دده شعر د ژبي غوره اساس دى، ليكونكى ژبور دى، ځكه چي دده ليك د ژبي د ناموس   ساتندوى دى، خطي  ژبور دى، ځكه د ده وينا عين ژبه ده !

ژبور ژبه جوړوي، ژبه سموي، ژبه لوړوي، هره ژبه چي ډير ژبوران ولري، هغه ژبه په رښتيا ژبه وي، او په ژبه والى، كښي د نورو سره سيالى كولاي سي.

ژبور او وګړي :

لكه لوړ چي مي وويل : ژبه د وګړيو مال ده، هر وخت وګړي ځانته يوه ژبه لري، د وګړيو ژوندون او حيات، عوايد او اړتياوي ژبي ته تطور وركوي، ژبه نوې كوي، ژبه ارتوي.

تر څوچي د وګړيو د ژوندانه سويه جګه نه سي او دژبي ارتوالي ته يو عمومي احتياج حس نه سي، په ژبه كښي نوي عناصر نه ګډيږي او نه ارتيږي.

 د مثال په ډول : څلويښت كاله دمخه مو طياره نه وه ليدلي، نو ددې شي دپاره ديوه نوم ضرورت نه و، چي يو الوتونكى شى مو وليد، اوعام سو نو ئې نامه ته اړ سوو، او وګړيو وغوښته چي نوم پر كښيږدي. نه پوهيږم چي طياره چا وبلله، او څنګه دا نوم عام سو، خو اوس د اروپايي ايروپلان دپاره طياره يو عمومي نوم دى. او دا نوم هم ضرورت او اړتيا ايجاد كړيدى. كه څه هم وروسته په پښتو كښي د طيارې سره الوتكه هم ضميمه سوه خو طيارې داسي غلبه كړې وه، چي الوتكه لا تر اوسه نه ده پر غالبه سوې. دا ولي؟ يو لغت او كلمه چي يو وار د وګړيو خولوته ورسېده او د تداول ډګر ته راغله هغه كلمه د وګړيو ذوق مني، بيا ئې ايستل او پرېښوول ډير ګران كار دى.

 له دې خبري څخه تاسي ته ښه ښكاره كيږي چي كه ژبور د ژبي روزونكى او لوړونكى دي، خو وګړي هم د ژبي څخه ليري نه دي، او ژبه د وګړيو دپاره ده.  هر وخت ژبه د وګړيو په لاس كښي ده، د خپلو احتياجاتو سره ئې برابروي نوي تعابير، نوي لغات او كلمات پكښي پيداكوي، او عاموي ئې.

 مګر دغه د وګړو ژبه جوړول، تل تر يوه علمي اساس يا ادبي او ذوقي اصولو نه وي لاندي، عوام خو عاميانه كار كوي، وګړي د وګړيو په څېر د خپلو اړتياوو د پوره كولو دپاره ژبه ارتوي، مګر دوي هيڅكله د ژبي د ښېګړي او لوړتيا په غم كښي نه دي، ډېر ځله ناوړه او غير نافع مواد هم ژبي ته راوړي.  ددې دپاره چي د وګړيو غير ذوقي او بې اساس تصرفات له ژبي څخه كم سي او ژبه د وګړيو مبتذل او غير اساسي ذوق ملعبه نه سي نو ژبي ته ژبور په كار دي.

هوكی! د ژبورو تل د ژبي واګي په لاس كښي وي، اونه ئې پرېږدي چي پر هره خوا ولاړه سي، او هغي خواته مخ كړي چي د ژبي ښه والى او ګټه نه وي پكښي.

په بل راز وايم، چي د ژبي بېړۍ هر كله د وګړيو او عوامو دجريان سره تلونكې ده، ددې جريان اصلي مقصد او هدف هم غالباً نه وي معلوم، خو فقط ځي او حركت كوي، مګر ژبور د ژبي د بېړۍ ماڼو او بېړۍ چلوونكى دى، چي د كښتۍ واګي ئې په لاس كښي وي، له حركته څخه ئې كار اخلي، او دا بېړۍ پر داسي خوا بيايي چي هلته مقصد اوغايه وي نه ئې پرېږدي چي د ژبي بېړی د طوفان ګرداب ته ولوېږي ياد خطر او ضرر په څپو كښي لاهو اوټوكرې ټوكرې سي . نو له دې مقدمې څخه دا انتيجه اخيستلاي سو، چي د ژبي دپاره هم د عوامو او وګړيو قوه لازمه ده هم د ژبورو او اديبانو او ليكونكو توجه ! كه له دغو دوو قوو څخه يوه نه وي د ژبي طبيعي سير او ارتقايي حركت دريږي، او د سقوط خواته مخه كوي.

د ژبورو دندي :

 لكه چي ومي ويل : ژبور د ژبي دبېړۍ ماڼو ګان او چلوونكي دي د ژبي په ارتقايي سير كښي خو وګړي او عوام دوني مسئوليت نه لري، لكه ژبوران چي ئې لري.

ژبور د ژبي د ښېګړو، د ژبي د ادبي لوړتيا، د ژبي د علمي ذخايرو مسئول دي، عوام خو په دې لار كښي فقط له حركي پلوه څه نه څه كولاي سي مګر د اساس د ټينګار او د بنسټ د ايښوولو او استحكام دپاره خو څه سي كولاي.

 ژبوران هركله دژبي د ارتقايي سير لاري سنجوي، وسايل تهيه كوي، اود وګړيو په لاس ئې وركوي، چي وګړي هغه وچلوي، او د ژبي دپاره د ژبورو په لارښوونه او هدايت حركت كوي.

نو ګويا د ژبي اصلي جوړونكي او بيا روزونكي او پالونكي همدغه ژبوران او ادباء او ليكونكي دی.  ژبور بايد د ژبي دپاره هسي اساس كښېږدي، او هسي ټينګه سټه ورته وضع كړي چي هغه د ژبي دپاره مفيده وي، او د ژبي اساسي عناصر په خوندي سي، او د ادبي او علمي ښېګړو ور تل پر ژبه را خلاص كړی . ژبور  بايد تل د وګړيو ذوق ته وګوري د عوامو محاوره او تكلم او اداء ئې تر نظر لاندي وي، سره ددې چي دعوا مو پر سويه او لار به نه ځي، خو بيا هم نه ښايي چي له هغو څخه غافل وي . مثلاً  : كه يو ژبور د پښتو نثر ليكي، بايد چي دى پخپل نثر كښي، د ملت عامه محاوره اوخبري اتري هيري نه كړي، خو بيا هم نه سي كولاي چي د عوامو د محاورو هر وچ او لانده راواخلي، بلكي دى به زيار كاږي چي ركاكت او دمحاورې ناوړه شيان له ليكه وباسي، مګر دا به ئې په زړه كښي وي، چي د محاورې تر عمومي سطح لوړ نه سي او پر بله خوا ولاړ نه سي.

 اوسني ژبوران او پښتو :

 دا خبري ټولي د مقدمې په ډول وې زما اصلي مقصد همدغه دى، چي اوس پيل په كوم. پښتو د ادب او ليك له پلوه كه څه هم خورا زړه ژبه ده خوبيا اوس هم نوې راته ايسي. او موږ لكه چي نوې شروع په كوو.

په دې حال كښي لكه پښتو چي نوې او د ځينو په خيال ابتدائي ده نو ئې ليكونكي او ژبوران هم لږ دي، خو بيا هم دغه اوسني ليكونكي ددې ژبي په جوړولو اولوړتيا كښي غښتلي لاسونه لري، او هم دغه ليكونكي دي چي اوس د ژبي د بېړۍ ماڼو ګان ګڼل كيږي او دغه ژبوران او ليكوال دي چي آينده پښت ته د هدايت ډيوې بلوي، او د ژبي د “نوي ژوندون” لاري ورښئي.

دلته بايد دا خبره هم وكړم چي ددې ليكونكي سعي او زيار مشكور او دستايني وړ دى، مګر بيا هم نه ښائي چي دوي او موږ خپل ټول كارونه ښه وبولو اود تنقيد او څېړني پلټني لار وتړو.

زما په فكر خوليكوال او اوسني پوهان اوژبوران د ژبي سره ښه هم كوي، مګر كله كله د ښو په ترځ كښي په غير ارادي څېر ژبي ته ځيني تاوانونه هم رسوي، دوي خو دژبي ماڼوګان دي مګر ډير ماڼوګان د ګټي او ښېګړي په خيال چي له آينده طوفانه او ګردابه بېريږي، بېړۍ ودروي. دغه درېدنه خو بالذات ګټه وره يا بده وي، مګر د ماڼو عقيده خو بالكل ښېګړه او ګټه ده.

ډير ځله داسي پېښيږي چي ماڼو پخپل اجتهاد كښي تېر وزي اوبېړۍ خطر ته نژدې كړي، بېړۍ هم ورانه او ځان هم په ګرداب كښي ورسره لاهو كړي.

 د اوسنيو پښتو ژبورانو په مخ كښي هم دغسي هولناك مراحل سته نو ځكه زه مجبور سوم چي دوي دې خپل نازك موقف ته متوجه كړم او دا پوښتنه ځني وكړم چي آيا ” ژبه چيري بايو؟ كښته كه پورته؟”

 ښاغلي ليكوال او ژبوران او ادباء دي ما وبخښي چي زه د دوي څخه د دې پوښتني جرأت كوم او دوي يوازي د ژبي لوړونكي نه بلكي كښته كوونكي هم ګڼم، ځكه چي زما د خبرو مخ ادباؤ او ليكوالو ته دى، نو بايد په ډير احتياط پردې ډګر پښه كښېږدم او د تاريخ په دنيا كښي خپل مطلب دوي ته روڼ كړم.

 ما وويل : چي يو ليكونكى او ژبور كولاي سي چي ژبي ته خدمت وكړي، مګر دا هم ورسره تړلې ده چي ژبي ته دي تاوان ورسوي، تروټه دې كړي.

د ژبي تاريخ ته وګورئ تر اوسه چي موږ ته ښكاره سوېده، دغه ژبه په خورا مشعشع او ځلانده ډول زر دوه سوه كاله دمخه ژوندۍ وه، اشعار او ادبيات ئې درلودل او هغه ادبيات هم دغسي مترقي او لوړ وه چي بايد تر دغو دمخه ژبي يو زر كاله پخوا هم ادبي مراحل طي كړي وي.

 نظم اوشعر به پرېږدو، نثر ته به راسو لومړى نثر چي د ژبي د لومړنيو وختو څخه زموږ په لاس كښي دى د سليمان ماكو تذكره ده چي تر(612 هـ) وروسته ليكل سوېده، ددې كتاب نثر خوږ، روان، سليس له خونده ډك دى. يعني خورا ډېر دمحاورې له اوسنۍ سطحي څخه ليري نه دى، څلور سوه كاله وروسته چي بيا دپښتو ادبي آثار او د نثر نښي را پاته دي، خيرالبيان او د اخوند درويزه مخزن الاسلام او نور دي، دغو ليكوالو د ليكني يو نوى سبك جوړ كړيدى. چي په هغه وخت كښي به ښايي د دوي په ذوق ډير خوږ ؤ، او د دوي به خوښ هم ؤ، مګر اوس چي ورته ګورو دا ليكونه نه نثر دي نه نظم او په اوسني ذوق بې خونده ښكاريږي، خو كه دغو ليكونكو له ځانه دغه نوى سبك نه واي را ايستلى، او لكه سليمان ماكو د ژبي د محاورې او وينا سره سم تللى واي، نو به دوي د ژبي هغه پخوانى سبك نه واي وران كړي، او آثار به ئې هم خواږه او تر ابده مقبول واي.

مګر داسي نه وسوه، هغه سبك چي خيرالبيان ئې بنسټ ايښي او بيا اخوند درويزه تعقيب كړ، كه څه هم تر ډيره وخته موجود ؤ، خو ګردو خلكو هغه ناوړه ليك خوښ نه كړ بلكه نيم قرن وروسته مرحوم خوشحال خان بيرته هغه زوړ سبك ژوندى كړ يعني د سليمان ماكو په ډول ئې د محاورې پر اساس نثر وكيښ، چي بيا نورو هم د ده په تعقيب دغسي نثر څه نه څه وپاله.

 مګر د خيرالبيان نيم منثور سبك پر دماغونو دوني اغېزه كړي وه چي خوشحال خان اوملګرو ئې ځان له اثره نه سواي ژغورلاي، څو چي په (1140هـ) مرحوم محمد هوتك خپله تذكره په داسي ډول وكښله، چي له هغو ناوړو اغېزو څخه ئې بالكل خپل ليك پاك كړ.

 نو د خيرالبيان د سبك ليكونكو كه له يوې خوا ژبي ته خدمت وكړ، او آثار ئې پكښي موجود كړل له بلي خوا ئې د ژبي طبيعي دنثر سبك څو سوه كاله وروسته كړ، كه خوشحال خان مرحوم ژر دى نقص ته نه واي ملتفت سوى ښايي چي تر اوسه به هغه ناوړه سبك پر ژبه غالب و، او د ژبي نثر به بالكل له موږه ورك و.

نود يو ژبور او ليكوال تېرواته او اجتهادي خطا ممكنه ده، چي څو پيړۍ پر ادب او ژبه اغېزه وكړي، او له طبيعي سيره دي راوګرزوي.

 له دې تاريخي مثاله زما مقصد دا وو چي اوسني ښاغلي ليكوال او ژبوران په خپل مهم موقف پوه سي، او دا ومني چي ددوي ليكونه آينده ګانو ته پاتيږي، او پرهغو باندي ښې يا بدي اغيزي كوي.

ځني معاصر ليكوال او ژبوران به وي چي د دوي ليك او تحرير ژبي ته ښې ګټي لري، د ژبي ادبي ناموس ورساتي، مګر داسي ليكوال به هم وي، چي د دوي ليكونه او تحريرات به د ژبي دپاره ډير مضر وي، يعني اساسي تاوانونه به ورته لري.

 مثلاً : هغه ليكوال چي دوي د ژبي د نثر ليك خاص د نورو ژبو د ترجمې تر اغېزه لاندي كوي، او د ژبي خپل خصوصي تعابير او ښېګړي هېروي، داسي ليكوال ژبه هم ورانوى او كښته ئې بيايي.

مګر هغه ښاغلي چي پخپل ليك كښي د ژبي عنصر ته ګوري او د نورو ژبو د ترجمې اثر ئې په ليك كښي نه ښكاريږي، او هر كله د محاورې اساسي سټو ته په ليكلو كښي تقويت وركوي داسي ليكوال ژبي ته لوړ خدمتونه كوي او دوي د ژبي د بېړۍ هغه پوهان او غښتلي اوګړندي ماڼوګان دي چي بېړۍ د محاورې په عمومي جريان كښي اچوي مګر هيڅكله ئې نه پرېږدي چي دا بېړۍ د خطر په ګرداب كښي ولوېږي، يا ئې هغه جريان د ضرر خواته بوزي.

 داسي ليكوال ژبه پورته بيايي او لوړوي ئې، او ددوي نومونه د ادب په تاريخ كښي تل ژوندي پاتيږي.  ښايي چي زموږ ښاغلي ليكوال او قلموال تل دې خواته ځير وي، اوهر كله دوي ژبه پورته بوزي نه كښته. زه د ښاغلو ليكوالو سره خبري كوم او لكه چي ماته څرګنده ده دا ډله ډېر حساس خلك دي او ډېر بيرېږم چي دا زما ليك پر دوي تريخ ونه لګيږي او له ليكه لاس وانه خلي.

خو زما مقصد دا نه دى چي دوي ميدان پرېږدي او مايوس سي يه … ښايي چي دوي ډير محتاط وي او هر كله پخپلو ليكلو كښي د ژبي اصلي عنصر يعني د عمومي محاورې او تعبير اساس ټينګ كړي، او په ليك كښي هيڅكله دپرديو ژبو د تعبير او اداء او انشاء تقليد ونه كړي.

يوه ژبه چي د ادب مراتب طى كوي او د ادبي ارتقاء پر پوړو خېژي، بايد ددې خپل عنصري خواص او مزايا ټينګ سي، او هغه د تعبير لاري او د وينا اصول او دبيان او څرګندولو سټي چي لري، په ليك كښي پوره وساتلي سي.

 كه يوه اديب او ليكونكى دغه خواص درلوده او قلم ئی د ژبي د ادبي ناموس په ژغورنه كښي ګړندى و، نو دا اديب او قلموال ژبه پورته كوي لوړوي ئې، اوس دي نو هر څوك خپل ليك ته ځير سي چي د ده قلم ژبه لوړوي؟ كه ئې كښته كوي … ؟ (۱)

(١) كابل مجله، ١٣٢٢ كال، ٦ مه ګڼه، ٣٠ _ ٣٤ مخونه.

www.dawatmedia24.com

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.