ویل کیږي د عليپورغیر مسوولو وسله والو تېره شپه د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی.
دوی وایي د دې برید له امله نښته رامنځته شوې او امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي وایي دمګړی ولسوالي د عليپور وسله والو ته پرېښودل شوې ده.
بل لورته ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې، تېره شپه د علي پور وسله والو کسانو د بهسودو ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی او د ولسوالۍ ودانۍ یې نيولې ده.
بل لور ته امنیتي ځواکونه د علیپور د فاطمینو ملیشو پر ضد د هر دول عمل څخه منع شوي دی او دحکومت پلاوي علیپور ته په زاریو بوخت دی ګوندې د علیپور پّ زړه کې د رحم اوبه توی شي او د حکومت سره سوله وکړي
امنیت شورا وایي چې پلاوي یې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
عليپور تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له پخواني امنیتي مرستیال جنرال هزاره مردا علي مراد سره هم کتلي وو.
په ټولنیزو رسنیو کې انځورونه ښيي چې د عليپور وسله والو په ولسوالۍ کې ځینو ودانیو او تجهیزاتو ته اور ورته کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320