پنټاګون: د سرتېرو د شتون او وتلو په اړه مو فکر نه دی کړی

0 647

امریکا وايي، لا یې هم په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو او ډېرولو په اړه فکر نه دی کړی او د دوی د پوځیانو حضور به د افغانستان په وضیعت پورې تړلی وي.
د امریکا د دفاع وزیر جان کربي په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې پنټاګون لاهم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شتون په اړه ډېر فکر کولو ته نه دی وزګار شوی.
نوموړی ویلي، چې امریکا  به د افغانستان د وضیعت په اړه له ډاډه کېدوه وروسته د خپلو سرتېرو د حضور په تړاو تصمیم نیسي.
تر دې وړاندې بیا یو شمېر راپورنه داسې خپاره شوي وو، چې د امریکا نوی حکومت نه غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا د القاعده ډله قوي شي؛ نو په همدې موخه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو دندو ته دوام ورکوي.
امریکا بیا طالبان د دوحې په تړون کې هم پاتې بللې او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې له طالبانو سره د دوحې په تړون له سره کتنه وکړي.
پنټاګون یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د طالبانو ویاند سهیل شاهین له ایراني خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که امریکا په ټاکلې مودې ونه وځي؛ نو دوی به په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply