ناټو: مونږ ژمن یو؛ افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې مرسته کوو

0 610

افغان مذاکره کوونکي پلاوي د ناټو دغړو هېوادونو له سفیرانو سره په اوربند او نورو مهمو مسائلو خبرې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېره ورځ ناوخته د افغان مرکچي پلاوي او د ناټو د غړو هېوادونو ځینو سفیرانو له لوري انلاین غونډه ترسره شوه، چې پکې د سولې پروسې پر اوسني وضیعت، د ناټو په همکاریو، د ښځو حقونو، بشري حقونو او ځينو نورو مهمو مسائلو خبرې وشوې

یاد وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو د افغان سولې پروسې د وضیعت په اړه خپلو کړو ژمنو ته په اشارې ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې همکاریو ته دوام ورکوي.

افغان مرکچي پلاوی په داسې حال کې د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره انلاین لیدنه تره سره کوي، چې طالبانو په ورستیو کې د دوحې د مذاکراتو پر ځای بهرني سفرونه ډېر کړي او د افغان مرکچي پلاوي نیوکه پرې دا ده، چې دوی د سولې خبرو لپاره پلمې لټوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply