د سولې پروسه او د ترکیې ژمنه

نویداحمد څرک

0 690

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوشنبې په ورځ تلیفوني خبرې کړي او په خبرو کې د سولې تر څنګ د دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شو دی.

د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي باندې اندیښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې اوربند وکړي.

ترکیې په افغانستان کې هدفي وژنې او جګړه د سیمې د ثبات په زیان بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د خبرو له لارې دې جګړه پای ته ورسوي.

طیب اردوغان دغه راز افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او بنسټیزو برخو کې به د ترکيې مرستې دوام پيدا کړي او د لا پراختیا لپاره به یې کار وکړي.

افغان ولسمشر هم د سولې پروسه کې د ترکیې رول مهم بللی او له هغه هېواد یې غوښتي چې دې پروسه کې په بې طرفه ډول همکاري وکړي.

پریکړه شوې چې د ترکیې او افغانستان علماء دې نږدې راتلونکي کې یو ګډ کنفرانس جوړ کړي او دې کنفرانس کې دې اوسنۍ جګړه یو ځل بیا د اسلام له نظره تحلیل کړی.

دا کار د دې لپاره کیږي چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته لا هم طالبان او نورې ترهګرې ډلې د اسلام تر نامه لاندې افغانان قربانی کوي.

افغان ولسمشر د جنیوا کنفرانس کې د ترکیې د مرستو مننه کړې او دغه راز د هغې هوکړې هرکلی یې کړی چې د افغانستان او ترکیې سوداګرې به ورسره په کال کې ۵سوه میلیونه ډالرو ته لوړه شي.

ترکیه په دې باور ده چې د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او د جګړې پای کولی شي، ډير نورو هېوادونو سره سوداګري پراخه او دوه اړخیزه اقتصادي پراختیا رامنځ ته کړي.

په دې تړاو دواړو ولسمشرانو خبرې کړي چې د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه به د افغانستن، پاکستان او ترکیې ترمنځ ناسته برابریږي چې څنګه کیدلی شي اړیکې او همکارۍ پراخه شي.

تراوسه د دې درې اړخیزې ناستې نیټه نه ده ټاکل شوې خو د بهرنیو چارو وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې چمتووالی ونیسي.

ترکیه چې د افغانستان یوه ښه ملګری هېواد بلل کیږي او د اړیکو اوږده مخینه لري، په افغانستان کې یې بیلابیلو برخو کې رول مهم یادیږي او له همدې کبله ترې د همکاریو غوښتنه کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply