د اوبو مدیریت کې یو بل ګام

عبدالمنان توحیدیار

0 740

افغان حکومت او د هند لومړي وزیر د سه شنبې په ورځ د شاه توت بند هوکړه لاسلیک کړه چې په اساس به یې اوبه مدیریت او د کابل ښار ته پاکې اوبه ورسوي.

تیره اوونۍ په نیمروز کې د کمال خان بند چارې بشپړې شوې چې د ابو ذخیره کول پکې پيل شول.

شاهتوت، شاه و عروس او د پنجشېر سیند کابل ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو یوازینۍ سرچینې ګڼل کېږي.

دا چې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د مصرف او ریچارچ ترمنځ یو شدید منفي بیلانس موجود دی او سږنۍ وچکالي به دا ستونزه نوره هم ژوره کړي، نو د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو باندې د فشار کمولو یوازینی بدیل په لومړي سر کې همدا د شاه توت للندر بند دی او په دوهم قدم کې د شاه و عروس او بیا د پنجشېر سیند دی.

شاهتوت یو ذخیروي بند دی چې کابل ښار ته د څښاک پاکو اوبو د برابرولو ترڅنګ به زرګونه هکتاره ځمکه هم خړوبه او د منطقې ایکو سیستم به بدل کړي.

 دا د افغانستان د لویو بندونو په ډله کې راځي چې تقریبا د پام وړ مقدار پیسې هم پرې مصرفېږي چې نهايي لګښت یې ۳۰۱ میلیونه ډالر اټکل شوی، دابند د هند په بلا عوضه مرسته جوړېږي.

د کمال خان په بشپړېدو او عنقریب د کجکي د دوهم فاز په بشپړېدو سره د هلمند سیندیزې حوزې اوبه کاملا مهار شوې. د شاهتوت له جوړېدو او د شاه و عروس له بشپړېدو سره به د کابل سیندیزې حوزې د اوبو د مدیریت او مهارولو پروسه چټکه شي.

د کونړ سیند د برېښنا بندونو لپاره یو عظیم پوتنشیل لري چې هلته اوس د استرالیايي فورتسکیو کمپنۍ له خوا د امکان ارزونې مطالعات روان دي او ښايي د ساګۍ، سورتاق او نور مهم بندونه استرالیان جوړ کړي.

د آمو پر سیند پر یوه تاریخي کانال به څو ورځې وروسته کار پیل شي. دا د خوش تپې په نامه د  ۲۹۸ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو لګونې کانال دی چې له آمو څخه به په کلني ډول ۱۰ میلیارده متره مکعبه اوبه را اخلي او په جوزجان، کندوز او بلخ کې به ۵۹۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

دا د منطقې په کچه یوه ستره پروژه ده او که د منځنۍ اسیا هېوادونو له مقاومت سره مخ نه شي، نو په افغانستان کې به یو ستر کرنیز انقلاب وپنځوي.

دا کانال د ملي پراختیا شرکت له خوا جوړېږي او له کانال سره هممهاله یو کمپلکس هم جوړېږي چې د ځمکو له کښت څخه نیولې د مېوو او سبزیجاتو تر پروسس پورې مسایل په ځان کې رانغاړي.

سربېره پر دې ټاکل شوې چې په راتلونکي لمریز کال کې په ټول هېواد کې پر ۵۰ منځنيو بندونو باندې کار پیل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply