افغان ځواکونو د طالبانو ۷ بهرني همکاران وژلي

0 1,299

تېره شپه ملي پولیسو د زابل په مربوطاتو کې د کابل کندهار په عمومي لار د طالبانو ۷ بهرني همکاران وژلي او پنځه نور یې سخت ژوبل کړي دي.

له زابل امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو طالبانو غوښتل چې د خلکو د وژنو لپاره د سړک غاړې ماینونه خښ کړي، چې د ملي پولیسو له لوري په نښه او له منځه یووړل شو.

د وژل شویو طالبانو جسدونه له پولیسو سره دي، چې د پاکستان د الجامعة الإسلامية مدرسې کارتونه یې هم په جیبونو کې پراته دي.

یاد طالبان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې له افغان طالبانو سره همکار پاتې شوي وو.

شاوخوا درې ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو یو زندان مات کړی و، چې د ۶ بهرنیو بم جوړونکو په ګډون یې ۲۲ طالبان پکې وژلي وو.
که څه هم له امریکا سره د سولې تر توافق وروسته طالبانو منلې وه، چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي؛ خو په دې وروستیو درې ورځو کې د طالبانو په ډلو کې د افغان ځواکونو له لوري، د شاوخوا ۲۰ بهرنیو طالبانو د وژلو خبر  دا په ډاګه کوي، چې لاهم یاده ډله له نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

باید یاده شي، چې پاکستان حکومت په افغانستان کې د جګړې لپاره په خپلو سیمو کې ځانګړې مدرسې لرې او هلته په کې د افغانستان د جګړې لپاره په زرګونه خلک روزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply