د ودان پر فعالیتونو د طالبانو بندیز

سیدعبدالله پاچا

0 723

طالبانو په جوزجان ولایت کې د ودان موسسې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی او اجازه نه ورکوي چې دا موسسه د جوزجان ځینو ولسوالیو کې فعالیت وکړي.

طالبانو د فیض اباد ولسوالۍ کې د ودان موسسې کارمندانو ته زنګ وهلی چې نور په دې ولسوالۍ کې د پوهنې برخه کې فعالیت و نه کړي.

تراوسه د دې لامل نه دی مالوم چې ولې طالبانو د ودان موسسې چې د پوهنې برخه کې همکاري او مرستې کوي، کار بند کړی دی.

خو یو څه چې ښکاره دي او طالبانو تکراري کړي، هغه دا دي چې:

طالبان هغو سیمو کې خپل نامشروع فرمایشونه لري چې دوی پکې فعالیت کوي، مثلا د موسسې مسوولینو ته وايي چې د دوی کسان په دندو کې ونیسي، حتا که په دې برخه کې تجربه او زده کړې هم نه لري.

ځینو سیمو کې طالبان باج غواړي او موسساتو ته هغه مهال د کار اجازه ورکوي چې طالبانو ځایي مشر ته خپله برخه ورکړي.

ځینو سیمو کې طالبان د موسسو د فعالیت برخه کې نور امتیازات غواړي او که یې ور نه کړي، بیا هم د فعالیت او کار اجازه نه ورکوي.

یو لامل دا هم کیدلی شي چې طالبان له پوهنې سره دښمني کوي او هر هغه څوک او بنسټ چې د پوهنې برخه کې کار کوي، طالبان یې د دې لپاره اجازه نه ورکوي، که خلک زده کړې وکړي، بیا هیڅکله جګړې ته نه سوق کیږي.

طالبان په دې باور لري، که د پوهنې وزارت نصاب ښوونځیو کې زده کوونکو ته وویل شي، بیا به هیڅکله طالبانو ته خپلو سیمو کې ځای ور نه کړي، ځکه زده کړه کې د وطن مینه او ژوند خلکو ته ښودل کیږي.

بل لامل دا هم کیدلی شي چې ځینو سیمو کې طالبان غواړي د دوی د تاوتریخوالي نصاب تطبیق کړي، د طالبانو نصاب کې پرته له تاوتریخوالي بل څه نه تدریس کیږي، د طالبانو نصاب کې یواځې دا ښودلی کیږي چې انسان پيدا د جګړو او شهادتونو لپاره دی او نور ژوند بې معنا دی.

نو ودان موسسه چې د سویډن هېواد په مالي مرسته باندې پوهنې وزارت سره همکار دی، بیلابیلو ولایتونو کې فعالیت کوي او د فعالیت ساحه یې هم ښوونځي دي چې قرطاسیه او نور امکانات د ښوونځیو لپاره برابروي.

طالب د افغان په لمن تور داغ دی، ځکه هېواد زرګونه کیلو میټره افغانستان ته راغلي چې دلته افغان بچی سم وروزل شي او راتلونکی یې روښانه شي، خو طالب راپورته کیږي، هغه هېواد ته وایي چې که زما برخه راکوې، زموږ اولادونو ته زده کړې ورکړه، او که برخه نه راکوې، اجازه نه ورکووم.

نو تاسو څه فکر کوئ، چې د نړیوالو فکر به زموږ په تړاو څه وي، ایا داسې به څوک وکړي لکه طالب یې چې کوي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply