د مولوی مجیب الرحمن انصاری د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو په اړه

0 806

د مولوی مجیب الرحمن انصاری د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو په اړه

د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه!

(الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) ﴿۶۷ توبه)

قدرمنو او متدینو هیوادوالو:

څرنګه چې الله تعالی هم په قرآن عظیم الشان کې د منافقینو په اړه اشاره کړی، او دغه کسان یې فاسد او د نورو ګمراه کوونکي بللي دي، نو اړینه ده چې مونږ هم د دوي د ناوړو اعمالو په اړه پوهاوی ولرو، تر څو د دغه ډول کسانو د عوام فریبانه خبرو تر اغیزو لاندې رانشو، دا چې زمونږ حکومت او ولس له یوې خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په درشل کې دي، خو له بده مرغه چې له بلې خوا مونږ د دې شاهدان یوو چې ګن شمیر ترهګری ډلي او بهرنۍ کړي په دې لټه کې چې د سولې بهیر له یو لړ خنډونو سره مخامخ کړي. چې زمونږ مظلوم او کړیدلی ولس له څلورو لسیزو او په ځانګړي توګه د دوو وروستیو لسیزو راهیسي  د دوي د ناوړو اهدافو او موخو لپاره قرباني ورکوي او د جګړي او ناامنیو په اور کې سوځي، داسې ډلي، ټپلي او کسان شته چې د خپلو ناوړو موخو لپاره  هره ورځ د دغې  ټپل شوي جګړي اور ته لمن وهي او د خپلو غیر مسوولانه اعمالو او ویناوو په ترڅ کې زمونږ د خکلو ذهنونه مغشوشوي او د خپلو منعوسو څیرو په بدلولو سره خلکو ته دوکه ورکوي، چې د دغو له جملې څخه یو هم مولوی مجیب الرحمن انصاری دی چې تل د نظام او ولس پر وړاندې پارونکي او غیر مسوولانه خبري کوي، چې یو ځل بیایې د خپلو خبرو ترڅ کې ویلي( هر هغه څوک که ملکي وي او که نظامی او حتی دیني علما چې د اوسني نظام ملاتړ کوي هغوي مجرمین دي او دهغوي عمل کبیره ګناه ده او یهود نصارا دي) چې دغه نااهله انسان په داسې حال کې زمونږ زړور او په هیواد او ولس میین امنیتي ځواکونه او مجاهد پروره ولس د خپلو جاهلانه او غیر مسوولانه خبرو هدف ګرځولي دي. چې دوي هره ورځ د خپل ولس او خاروې لپاره قرباني ورکوي، حال دا چې نوموړی نه یو مفتی دی او نه یو ریښتیني عالم، ځکه چې ریښتیني علما او فقهاوو خو د کفارو په دفاترو کې هم د کار کولو اجازه ورکوي، دا چې د افغانستان حکومت او نظام یو اسلامي حکومت او مشران یې مسلمانان دي، نو انصاری صاحب په کومو دلایلو باندې په دغه نظام کې د کارکولو ممانعت کوي.

دلته د خپلو قدرمنو لوستونکو لپاره د ځینو علماو او فقهاوو اقوال رانقلوو:

د علامه محمد صالح المنجد فتوی :

  لا حرج على المسلم من العمل موظفاً أو أجيراً لدى غير المسلم ،إذا كان العمل الذي يقوم به مباحاً شرعاً.

وقد عمل علي بن أبي طالب رضي الله عنه أجيراً لدى يهودي .

وفي ” الموسوعة الفقهية ” (19/ 45) : ” اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى جَوَازِ خِدْمَةِ الْكَافِرِ لِلْمُسْلِمِ ، وَاتَّفَقُوا كَذَلِكَ عَلَى جَوَازِ أَنْ يُؤَجِّرَ الْمُسْلِمُ نَفْسَهُ لِلْكَافِرِ فِي عَمَلٍ مُعَيَّنٍ فِي الذِّمَّةِ ، كَخِيَاطَةِ ثَوْبٍ ، وَبِنَاءِ دَارٍ ، وَزِرَاعَةِ أَرْضٍ وَغَيْرِ ذَلِكَ ” انتهى وفي “فتاوى اللجنة الدائمة” (14/ 479) : ” لا مانع من العمل في دولة غير مسلمة إذا كان العمل ليس معصية لله ، ولا يعين على معصية الله ” انتهى .

بلکې د تکفيريانو يو مشر ابو محمد المقدسی هم په خپلې يوی فتوی کې د کافر حکومت سره د کار کولو د جواز فتوی ورکړی ده. (الرسالة الثلاثينية في التحذير من الغلو في التكفير)

زمونږ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د انصاری او دی ته ورته خلکو دغه ډول غیر مسوولانه څرګندونې نورې د زغملو وړ ندي ځکه چې  زمونږ ملي امنيتي ځواکونه له خپل دين، له خپل هيواد، له خپل کور، له خپل اهل، له خپل عزت څخه په دفاع کښې جنګيږي، هغه کور چې ۹۹ سلنه وګړي يې مسلمانان دي، نو دوی د خپل هغه ولس په دفاع کښې جنګ کوي چې مطلق اکثریت يې مسلمانان دي، نو د نبي مُکَرَّم صلی الله علیه وسلم د ارشاد مطابق: (مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ).

څوک چې د خپل مال په دفاع کښې ووژل شي هغه شهيد دی، څوک چې د خپل دين په دفاع کښې ووژل شي هغه شهيد دی، څوک چې د خپل ځان په دفاع کښې ووژل شي هغه شهيد دی او څوک چې د خپل خاندان او اهل (وطن او وطنوالو) په دفاع کښې ووژل شي، نو هغه هم شهيد دی. (سنن الترمذي: ۱۴۲۱، سنن أبو داود: ۴۷۷۲)

همدا رنګه زمونږ ملي امنيتي ځواکونه د خپلو ديني مقدساتو، ملي شتمنیو، ځمکنۍ بشپړتیا او د هغه اساسی قانون په دفاع کې جنګیږي چې په کې قرآن او سنت د هیواد تر ټولو لوړ قانون ښودل شوی، زمونږ امنيتي ځواکونه د هغه نظام په دفاع کښې جنګیږي چې په سلګونه زره خلکو ته يې د کار زمينه مساعده کړې ده. زمونږ امنيتي ځواکونه د هغه نظام لپاره قرباني ورکوي چې د مجرمینو او جنایت کارانو د ځپلو لپاره عمليات کوي او د خپل توان مطابق ولس د هغوی له شره ژغوري، زمونږ امنيتي ځواکونه د هغو خوراجو، تکفيري ډلو او هيواد دښمنه بانډونو په مقابله کښې سرښندنې کوي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي دي: (شَرُّ قَتْلَى تَحْتَ أَدِيمِ السَّمَاءِ، خَيْرُ قَتِيلٍ مَنْ قَتَلُوهُ.)

دغه خوارج د اسمان لاندې تر ټولو بد او شرير وژل شوي دي او هغه څوک چې دغه خوارج يې ووژني هغه تر ټولو غوره وژل شوي دي. (سنن الترمذي: ۴۰۸۶)

نو مونږ دیني علما د خپل دیني مسوولیت له مخې د افغانستان د حکومت، امنیتي ځواکونو، کارکوونکو او حتی د دیني علماو پر وړاندې د مولوی مجیب الرحمن وروستیي غیر مسوولانه وینا د د دیني او ملي ارزښتونو خلاف عمل  بولو، نو له همدې امله په عدلیي او قضایی نهادونو غږ کوو چې د دغه ډول څرګندونو پر وړاندې چې د عامه ذهنتونو د خرابوالي او په ټولنه کې افراطیت او ناامني باعث ګرځي جدی اقدام وکړي او همدارنګه له ښاغلی انصاری څخه مو هم تمه دا ده که چیري خپلو دغو غیر مسوولانه خبرو لپاره په ریښتیا هم دلایل لري نو را دې شي د هیواد له علماو سره دې په دیني او علمي بحث کې ګډون وکړي تر څو ټولو هیوادوالو ته حقایق څرګند شي، حال دا چې دغه جناب په خپله د دغه حکومت تر چتر لاندې ژوند هم کوي.

په پای کې د هیواد له ټولو دیني عالمانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د دغه مجهولول هویت شخص د وروستیو ویناوو پر وړاندې چپ پاتي نشي

ومن الله الـــــتوفــــــیـــــق

د ۱۳۹۹ کال د کب(حوت) میاشتي(۳) د ۱۴۴۲ قمری کال د جمادی الاول میاشتي (۸) نیټه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply