مرور طالبان له منځه وړل کیږي

سیدعبدالله پاچا

0 779

تازه د لغمان لپاره د طالبانو تش په نوم والي مولوي عبدالهادي چې پيشه وال هم مشهور و، د پيښور په بخشي پل کې د نامالومو وسله والو ډزو وژل شوی دی.

د مولوي عبدالهادي د قتل په تړاو د هغه د نږدې ملګرو ویلي چې عبدالهادي وروستیو کې د طالبانو د کویټې شورا له اقدماتو ناراضه و چې د سولې خبرو په تړاو یې کړي و.

مولوي عبدالهادي تر دې وړاندې کاپيسا ولایت کې د نظامي کمېسیون مسوول و او زیاتو پيښو کې یې لاس درلوده.

د هغه جنجالونه له دې کبله و چې څنګه د سولې خبرو کې له امریکا سره اوربند کیدلی شي، خو له افغان لوري سره نه کیږي.

وروستیو کې هغه له همدې کبله مرور شوی و، له کویټې شورا سره یې جنجال ختلی و او نږدې ملګرو ته یې ویلي و چې هڅه کوي خپله کورنۍ له پاکستان څخه وباسي او خپل وطن ته لاړ شي، خو مخکې تر دې چې دا کار وکړي، له منځه یوړل شو.

د قطر طالبانو زیاتې پریکړې د ولایتي نظامي کمسیونونو له غبرګون سره مخ دي، او یوه ډله یې جوړه کړې چې ځینې طالب مشران له منځه یوسي.

د هدفي وژنو یوه ډله چې د حقاني شبکې څخه جوړه شوې او ای ایس ای یې کلک ملاتړ کوي، د کویټې شورا ځینو پریکړو سره مخالفت لري او هغه کسان په نښه کوي چې د پاکستان ګټو ته په خطر کې واقع کیږي.

دا ډله ډير کله طالب مشران په زهرو وژني او بیا لکه د عبدلحی مطمیین په څېر د کرونا او نورو ناروغیو نوم ورکوي.

مولوي عبدالهادي چې کویټې ته غوښتل شوی و، هلته یې له طالب مشرانو سره لیدلي و، خپل اعتراض یې وړاندې کړی و چې د سولې خبرو کې ترې نظر نه دی غوښتل شوی، له همدې کبله له منځه یوړل شو.

مولوي عبدالهادي په ختيځ کې د طالبانو یو له مهم مشرانو و چې بیرته د همدوی له لوري ووژل شو.

استخباراتو پروژې او جګړې همداسې وي چې کله د کومې ډلې پکار راځې، په سر دې ګرځوي، خو کله چې له کاره ولویدې او یا دې لاره بدله کړه، بیا په همغه ورځ له منځه ځې.

تاسو به په دې تړاو مستند فلمونه ، ناولونه او تاریخونه لوستي وي چې د پروژه یي جګړو کې زیات شمېر مشران بیرته د خپلو کسانو له لوري وژل کیږي.

د طالبانو منځ کې هم همداسې لړۍ پيل شوه او هر هغه څوک چې پاکستان یې د سولې د خبرو پرمهال او د سولې وروسته د ځان لپاره خطر ګڼي، د حقاني شبکې په واسطه یې له منځه وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply