ولسونه: افغان ځواکونو ته د هېواد د دفاع په خاطر خپله وینه ورکوو

0 1,002

د افغان ځواکونو درې ورځنی نندارتون د ۱۷۵ زره سي سي وینې په راټولولو سره پای ته ورسېد.
یاد نندارتون د تېرې سې شنبه ورځې څخه د دارالاماڼۍ کې پیل شوی و، چې په زرګونو خلکو او امنیتي سرتېرو په کې برخه لرله.
دا نندارتون، چې د افغان سرتېرو د تشویق په موخه جوړ شوی و، په کې بیلابیل ډوله وسلې او مهمات نندارې ته اېښودل شوی وو.
د کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین ویلي، چې  له دې نندارتون څخه یې موخه دا وه، ترڅو له یو لوري سرتیري وهڅیږي او له بله طرفه ولسونه نور هم د سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د نندارتون پر مهال ټولو ګډون والو امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي بلل او د جګړې په ډګر کې یې د ټپي شویو سرتېرو لپاره د وینې راټولولو کمپاین هم ترسره کړ، چې شاوخوا ۱۷۵ زره سي سي وینه یې راټوله کړه.
د نندارتون ګډونوالو له افغان ځواکونو سره د مینې په خاطر د وینې راټولولو کمپاین په خورا لیوالتیا سره تر سره کړ او زیاته یې کړه، چې افغان ځواکونه د هېواد د ارزښتونو ساتونکي دي؛ نو ځکه ورته د خپل بدن وینه ورکوي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې د کب نهمه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ هم په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply