سمیت: امریکا لاسته راوړنې نه ضایع کوي؛ سرتیري پاتې کيږي

0 731

د امریکا د استازو جرګه کې، د وسله وال ځواک د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیت ویلي، امریکا به په افغانستان کې د خپل ماموریت موده وغځوي او په ټاکلې مودې به له یاد هېواد څخه ونه وځي.
نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې د یو باثباته دولت پلوې ده او د بایډن اداره هڅه کوي، چې د افغانستان روانې جګړې ته د خبرو له لارې حل پیدا کړي.

سمیت همداراز ټینګار کړی، چې امریکا هیڅ وخت نه غواړي، چې په افغانستان کې تېرې لاسته راوړنې ضایع کړي.
د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال ځواک د خدمتونو د کمېټې مشر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر او د دغه هیواد یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ویلي وو، چې افغانستان کې به یې د ځواکونو د پاتې کېدو موده وغځیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply