بلوڅ بیلتونپالو ۴ پاکستاني سمندري ځواکونه وژلي

0 1,048

 بلوڅ بیلتونپالو تېر ماښام د ګوادر په ساحلي ښار جیون کې څلور پاکستاني سمندري ځواکونه وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.
د یادې ډلې ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې د برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې مونږ غواړو نړۍ ته دا پیغام ورکړو، چې پاکستان لاهم زمونږ په سیمو قبضه لري او مونږ له یاد هېواد څخه د خپلې ازادۍ په موخه د سر په بدل جنګیږو.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې پاکستان باید په دې پوه شي، چې بلوڅ عسکر که هر وخت او هر ځای وغواړي، پاکستاني سرتيري په نښه کولای شي.
د بلوڅ بېلتونپالې ډلې ویاند دا هم ويلي، چې پاکستان غواړي، د چین په مرسته د بلوچستان ساحلي سیمې استعمار او بلوڅ اوسیدونکي له یادو سیمو وباسي.

باید یاده شي، چې له اوږدې مودې راهیسي بلوڅ بېلتونپال د خپلې ازادۍ لپاره د پاکستان د پوځ خلاف جګړه کوي، چې ډېر وخت پاکستاني لوري ته درانه زیانونه هم اړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply