ښځه

الحاج استاد عمر پاڅون

0 949

 د ښځو د نړیوالې ورځ په ویاړ

ښځه لور، ښځه خور، ښځه مور ده

مينه او محبت يى پر مونږ پور ده

ښځه معلمه، ښځه نرسه او ښځه ډاکټره

دا غلطه ده (چى په کور ده يا په ګور ده)

ښځه کور ودانى او ملګرى د ژوندون ده

ښځه ابادى او ښادى د ټول کور ده

چى ښځه نه وي  وران يى کورګى دى

خالى دسترخوان، کټوه او خالى شکور ده

ښځه د خپلوۍ يوه درنه رشته ده

ښځه خاله ده ښځه عمه ده ښځه ترور ده

کور په ښځه پيل شى بنياد شى او اباد شى

ښځه ماني،  وراندار ، تندار او ښځه ننګور ده

ښځه زانګو کى د ننګياليو اتلانو ځنګوونکى ده

ښځه د نابغوو، مخترعينو کاشيفينو زيږوونکى ده

ښځه ابادي، ښادى او ودانى د دى دنيا ده

چى ښځه نه وى نړۍ شاړه بيديا ده او صحرا ده

ښځه ګرانه او مهربانه په هر چا ده

ښځه د پاڅون د سترګو تور د زړه ټکور ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply