امریکا: د وړاندیز شوې طرحې د منلو یا نه منلو صلاحیت د افغانانو دی

0 820

امریکا وايي، په افغانستان کې د جګړې ختمول د افغانانو خپل صلاحیت او دوی نشي کولای په دغه برخه کې په چا خپل فکر تحمیل کړي.
رويټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ليکي، چې امریکا د افغان سولې لپاره یواځې طرحه لېږلې، چې ددې عملي کول او نه عملي کول د افغانانو صلاحیت ده.
د سرچينې په حواله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د کومې پرېکړې صلاحیت نه لري او دا واک یواځې له افغانانو سره دی، چې خپل راتلونکي خپله وټاکي.
رويټرز افغان سولې ته په کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نظر په داسې حال کې بیانوي، چې تازه ولسمشر غني ته د یاد وزارت له لوري یو لیک هم استول شوی، چې په کور دننه یې ګڼ غبرګونونه راپارولي.
تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په یوه غونډه کې یاد لیک ته په اشارې وویل، چې له امریکا سره د متقابلو ګټو په اساس مخ ته ځي او هیڅ وخت ورته د هېواد د ګټو پر سر معامله د منلو نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply