د افغان ځواکونو عملیات؛ غزني کې له طالبانو ګڼې سیمې پاکې شوي

0 675

افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو پر سیمو چاڼیز عملیات پیل کړي، چې تر دا مهاله یې ګڼ شمېر سیمې ورڅخه پاکې کړي.
د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاد ویلي، چې اوس مهال افغان ځواکونه د یاد ولایت په ارزو، شهباز، شالېز ناني، بکاولو او ځینې نورو سیمو کې پر عملیاتو بوخت دي، چې یادې سیمې یې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي او لاهم عملیات دوام لري.
جمعه زاد ویلي، چې افغان ځواکونه ښايي د یادو سیمو سربېره دغزني ولایت په نورو هغو سیمو کې هم عملیات ترسره کړي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو پر سیمو عملیات پیل شوي، چې ډېرې سیمې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply