د بابړې خونړۍ پېښه څنګه او کله رامنځته شوه؟

677

راټولونکی: محمد مبین هڅاند
دعوت میډیا۲۴ ( شنبه/۲۲ زمري/۱۴۰۱): بابړې خونړۍ ورځ هر کال پښتانه د تورې ورځې په توګه لمانځي. د بابړې خونړۍ پېښه چې په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ ز کال د نوي زېږېدلي هېواد (پاکستان)، خیبر پښتونخوا ایالت د چارسدې په بابړه ډګر (میدان) کې هغه وخت رامنځته شوه، چې پښتنو د خپلو مشرانو باچا خان، ډاکټر خان، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور اؤ نورو خدایي خدمتګارو د نیولو په ضد په یوه پر امنه فضا کې سوله اییز لاریون نیت کړی و.

دغه لاریون لپاره د پاکستان حکومت چارسدې ته ټولې تللې لارې هم تړلې وې، مګر ډېر پښتانه له لرې او نږدې سیمو په پټو لارو چارسدې ته تللي وو.‌

دغو لاریون کوونو غوښتل، چې د غازي ګل بابا جومات او مقبرې ته نږدې غونډه وکړي خو کله چې سیمې ته ورسېدل، ویې لیدل چې د جومات پر شاوخوا او د مقبرې پر بام د پاکستان ملېشه او عسکر ولاړ دي. عکسرو پرته له دې چې خبرداری ورکړی، پر هغوي ډزې پېل کړې.

یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ډلې ډلې پښتانه د بابړې ډګر ته راغلل او د هغه وخت د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتنه کوله، چې د دوی نیول شوي مشران د بند څخه آزاد کړي نو د قیوم خان کشمیري په نامه د خیبرپښتونخوا د هغه وخت لوی وزیر په امر او قومنده د ملېشه ځواک، پولیسو او د پاکستان پوځ په لاریون والو ډزې پیل کړی او په نتیجه کې یې د ۶۰۰ نه زیات لاریون کوونکي چې ښځې هم په کې شاملې وې، شهیدانې کړې.

د یادې پېښې لومړۍ شهید ( سپین ملنګ ) په نوم یو کس و، چې د لښکر په سر کې روان و. دا پېښه په ۱۹۴۸ م کال د اګست په ۱۲ نېټه باندې رامنځته شوې وه، چې تر اوسه پورې هر کال پښتانه د تورې خونړۍ ورځ په نوم لمانځي.

د تاریخونو له مخې، دا ډزې تر هغې روانې وې چې له یرغلګرو امنیتي ځواکونو سره مرمۍ خلاصې شوې. د جګړې په پای کې د خیبر پښتون ټولو روغتونونو او ډاکټرانو ته امر شوی و چې ددې ټپیانو درملنه ونه کړي. په ورته وخت کې یې د هغو وسلو او مرمیو لګښت چې په د دې پښتنو په وژلو او ټپي کېدو شوی و، له هغوی واخېستی، که به څوک ناداره یا مسکین و، نو د هغوي ځمکه، کورونه او هټۍ به یې پلورلې او د خپلو ګولیو او وسلو بیه به یې پرې پرې کوله. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو هېواد کې دې د هغه هېواد وګړي ووژل شي، په ګولیو دې ووژل شي او بیا دې د وژل شویو کورنۍ دېته هم مجبوره کړای شي چې د ګولیو او په وژل شویو باندې مصرف شوې وسلو لګښت هم په غاړه واخلي.

د نن څخه ۷۴ کاله وړاندې د خیبر پښتونخوا د چارسدې په بابړه ډګر کې رامنځ ته شوې پېښه کې له ۶۰۰ څخه زیات پښتانه ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پرون ورځ چې د زمري د میاشتې له ۲۱ نېټې سره سمون خوري، د یادې ورځې په اړه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « په هغه ورځ چې د بابړې خونړۍ پېښه رامنځته شوه.د زخمیانو سره د مرستې لپاره ښځو له خپلو پوړنیو پټۍ جوړولې او هڅه یې کوله چې پاکستاني عسکر له ډزو منع کړي. یو شمېر ښځو د پاکستان عکسرو ته قران مجید پورته کړ او عذریې ورته کاوه یې چې ډزې بندې کړي خو د اسلامي ریاست عسکرو پر هغوي هم ډزې وکړې او زیات شمېر ښځې یې‌ شهیدانې او زخمیانې کړې.‌»

«‌په هغه ورځ پاکستاني‌ عسکرو د پښتنو پر ښځو او سړیو تر هغو ډزې وکړې چې مرمۍ یې خلاصې شوې.»

پشتین یادونه کړې ده، په پېښه کې د شهیدانو او زخمیانو دقیق شمېر ندی څرګند شوی ځکه د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې هره کورنۍ باید د یوه شهید پر سر یوه روپۍ او د یوه زخمي پر سر یوه نیمه روپۍ جریمه حکومت ته ورکړي ځکه د پاکستان حکومت ته یې تاوان رسولی دی.

منظور زیاته کړې، د سیمې غریبو خلکو د جرمانې له ویری خپل شهیدان د شپې خاورو ته وسپارل او زخمیان یې روغتونونو ته نه یوړل او په دې ډول پر یوه لویه انساني فاجعه چې د پاکستان حکومت یې مسول دی، د خاموشۍ څادرولوېد. خو داسې ګڼل کېږي چې په هغه ورځ ۶۰۰ پښتانه شهیدان شوي وو.‌ د زخمیانو شمېر لا هم ندی معلوم شوی.‌ له پښتنو سره د پاکستان د ریاست د ظلم انتها نه لري.

ریاست تر دې پېښې یوه ورځ وروسته، په سیمه کې د ۱۴ اګست د لمانځلو مېله پېل کړه اود ازادۍ د لمانځلو ډولونه یې ووهل.

د عوامي نيشنل ګوند عمومي مرستیال ميا افتخار حسېن وايي د بابړې د پېښې د يادولو سره وايي په پښتنو اوس هم وخت بدل نه دی “زمونږ اوس هم هغه کربلا ده که جديد دور دی نو جديده کربلا ده که زما شپږ نيم سوه کسان په بابړه کې ووژل شو نو په دې ترهګرۍ کې زمونږ زرګونه پښتانه ووژل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.