د خوشال سیاسی اوټولنیز نظریات-څلورمه برخه

رڼاګل اریوبزی

0 1,365

الف – له ټولواکۍ اوتلواکۍ نارضایتي؟

د مغولوپه دولتي دستګا کې د خوشال خان دنده نظامي او هم سیاسي وه. نظا مې په دې مانا چې دی د دوه زره کسیز لښکر مشر یا په عسکري ژبه قومندان و او سیاسي ځکه چې خوشال دخټک قبیلې خان او دمغولو په دربارکې يې دهغې نمایندګې کوله. ده دخټکواو دمغولو دشاهي دربار ترمنځ اړیکې ساتل او تنظیمول. د پښتنو د ځینوسیمو د ماليي راټولولو دنده هم ور په غاړه وه. د وخت دواکمن دود اوسیاسي شرایطو له مخي په دواړو دندو کې د خپل اولوالامر د امر او حکم تابع و. البته د بیلا بیلو موضوع ګانو په هکله به د سلا او مشهورې امکانات موجود وو، خو وروستې پریکړه دبادشاه مطلق حق و او هیڅوک يې په وړاندې نشو دریدلی، دا ځکه چې د خوشال خان زمانه د مطلقې باد شاهۍ زمانه وه. په مطلقه باد شاهۍ کې دباد شاه واک او ځواک ته حد نه ټاکل کيږي. په دولت کې د قواوو ترمنځ بیلتون (تفکیک) او خپلواکۍ وجود نه  لري. باد شاه د ټولو دولتي ارګانونو په سر کې ځای لري، ترهرڅه او هرچا لوړ، خپلواک او ټولواک دی. دخپل رعیت او حتی دهغو قوانینو په وړاندې هم مسئولیت نه لري چې پخپله يې جوړاوجاري کړي وي. باد شاهان د تاریخ په اوږدو کې د قومي مشرانو او روحانیونو او یا داشرافو او اعیانو له خوا ټاکل شوې دي خو بیرته له دندې نه دي ایستل شوې او د ژوند تر پایه پورې باد شاهان پاتې شوي دي. داسې هم پیښ شوې دي چې دلته یا هلته دبادشا کوم مخالف له ناراضو لښکر جوړکړي او د هغه په وړاندې راپورته شي اودا مقام په زورورڅخه نیسي.

رښتیا دا دی چې بادشاهي له سره میراثي هم وي، له پلارنه وزوی ته په میراث ور پاتې کیږي. په تیر بیا په ختییځ کې داسې هم پیښیږي چې بادشاه له خپلو بیلا بیلو میر منو نه ډیرزامن دنیا ته راو ړي. دمیراث په لیږدونه کې هغه وخت لانجې را منځ ته کیږي چې هره مور هڅه کوي چې ددې زوی د پلار ځای ناست شي، تاج په سر کړي او په تخت کښیني. په دې ډول دوروڼو ترمنځ دپلار په میراث سیالې پیل کیږي، وسله والې نښتې ترې جوړیږي، وینې تویئږي او په پای کې تاج او تخت دزورور ورور په برخه کیږي. اورنګزیب له همدې لارې باد شاه شو. په مطلقه باد شاهۍ کې دحق سرچینه د بادشاه اراده او پریکړه ده، خیر او شر، د سر او مال فنا او بقا د باد شاه په مهراویاقهرپورې اړه درلوده اودواړه په چټکې یو په بل اوښتل. خوشال خټک د شاهانو په سر کې دارواني لوبه تر کره کتنې لاندې نیولې او پایله يې راته په دې ډول بیان کړې ده:

 که په خپله د خپل ځان په بــد و نه يې       دمارانو په غار مه منډه لاسونه

د بــا د شــاه په مهـر مینه غره مه شه       زورور په لــږ ګناه وهي سرونه

باد شاهان چې چاته مخ په بدۍ کاندي       وسنـد ونو ته تړل نه شي بند ونه

[ منتخابات خوشال خټک…………..۸۲ مخ ]‎

د باد شاه مینه لنډ مهاله ده، تل نه پاتیږي او ډیر زر په غضب بدلیږي، بیانو په لږه ګناه هم دانسان سر پری کیږي او یا په دار ځوړول کیږي. خوشال خان په ټول دولت کې دا سې موسسه، کوم قانون یا وثیقه نه ویني چې دبادشاه دټولواکې اودا نساني حقوقو په وړاندې دهغه دبیباکې په مخکې خنډ شي. د بخښنې اوعدل غوښتنې بله مرجع هم نشته اودا چې دولس ټول برخلیک دباد شاه په نیت او ارادې پوري تړلی دی نوځکه دخوشال خټک په نظر:

با د شــاهــا نو لـره ترس د زړه با یـده دي       مـرو ت، غـور رسي، عــد ل واحسان

څوک به چـا لـره په د ا د ا و په فریاد ځي       چې په ظلم راضي من شول باد شاهان

[ د خوشال خټک کلیات………….۵۸۲-۵۸۳ مخونه ]

د منځنیو پیړیو دتورو تیارو په دې وروستۍ برخه کې دولسونو پراخې پرګنۍ په دې نه پوهیدلې چې  هر انسان، بیله دې چې دنده، قشر،طبقه او یايې نژاد اوعقیده په نظر کې ونیول شی دبنسټیزوانساني حقوقو خاوند دی، ازاد دنیا ته راغلی او باید ازاد پاتې شي، ځان او مال يې دتیري په وړاندې وساتل شي اوترڅو چې يې ګناه ثا بته نه وي بیګناه هم وګڼل شي. نه دا فکر اوعقیده وه او نه دګناه کار او بیګناه دمالومولو له پاره کومه بې پرې اوخپلواکه موسسه وه. واک، زور، اجرا، عقل او قضاوت دا ټول دبادشاه په وجود کې سره راټول شوې وو. دهرچا او هر شي برخلیک دهغه په خوی ،عادت او قهریا شفقت پورې تړلی وو، نو ځکه خوشال خان لیکي چې:

بادشاهان چې ســتمـنا ک شي       په خلــل د خلکو ژواک شي

بادشاهان چې بــې خبــر شي        کار د ملــک واړه ابتر شي

[دخوشال خان کلیات…۸۵۷ مخ]

که له یوې خوا دبادشاه ظلم، عیاشي، بې تمیزي او دملک له حاله بی خبري ولس اورعیت د ډول ډول رنځونو، ربړونو او ستونځو سره مخامخ کوي، نوله بلې خوادی هم په ولس کې ګرانښت او اعتبار له لاسه ور کوي اودا کارد ده (بادشاه) له پاره بدې پایلې له ځان سره لري. سربیره پردې پرله پسې بې عدالتي، ظلمونه، فسادونه، ستم اوبې تمیزي خوبیا د ځپل شوي ولس غوسه اوغضب هم راپاروي، ناآرامۍ رامنځ ته کیږي اودبادشاه په وړاندې پاڅون هم ځني جوړیږي، چې ځني وخت ځپل کیږي او کله کله بیا پکې مطلق ټولواک دتاج اوتخت، دزور اوزرو سره یو ځای، سرهم له لاسه ورکوي، نوځکه خوشال خټک لیکي چې:

بادشاهان چې بــې تمــیز شي       چې عزیز وي نا عزیز شي

بادشاهان چې ناحق جــن شې       اور يې پــورې په لمن شي

[دخوشال خټک کلیات……………….۸۵۷ مخ]

وینو چي خوشال خټک دانسان په وړاندې دزورزیاتي، په تیره بیاپه ولس باندې دشاهانو اوحاکمانودظلم اوستم سره سخت مخالف و. د ده سیاسي فکر په عدل، انصاف او د انسانانو تر منځ د حقوقي برابرۍ په بنسټ بناو. د مستبدې ټولواکۍ په شان تلواکۍ سره هم مخالف و. دده په نظر نه ښايي چې ټولواک دې تلواک هم وي یانې د ژوند تراخري سلګۍ پورې دې په واک کې پا تې شي. ځکه څومره چې دټولواک دواک موده اوږدیږي، په همغه اندازه ځان ترې ورکیږي، انساني اوصاف يې کمزوري کیږي اود فرعون په لار روانیږي. دخوشال په اند په تلواکۍ مین ټولواکان په خپل شخصیت باورنه لري، بې مقامه ځان ورته بې ارزښته او هیڅ ښکارې، خپل بخت، حیثیت، ارزښت اوعزت په تاج اوتخت پورې تړي اوله ډاره يې له لاسه نه ورکوي. خوشال خټک لیکي چې:

هر احمق چې په دنیا صاحب دجاه شي        بیا ترې ځان ایستلی نه شي جاه چا شي

په ویل د مــرســلا نو نــه ګروهیــږي       د فرعـون او د نمرود غوندې ګمراه شي

[ د خوشال خټک خان کلیات……………..۶۳۲مخ ]

زما د موندنو له مخې خوشال خان دشاهي نظام سره مخالفت نه دی ښودلی بلکې په نظام کې دننه دظلم، فساد، بې عدالتۍ، تلواکۍ او استبداد سره مخالف و، تردې چې دظلم او فساد نه د بیوزلو دساتنې په غرض په مستبدانواومفسدانود شراوشور جوړول هم روا ګڼي او لیکي چې:

ځنګل ته اور راوړه، حکم ته زورراوړه       لښکر څو ډیرلرې لا هومره نورراړه

دا د ودهــش کــړه غــریـبنـواز ا وســـه       چې مـفسدان دي پرې شروشور راوړه

[ د خوشال خټک کلیات…………۴۰۳ مخ ]

په هرصورت خوشال دشاهي نظام سیاسي جوړښت ته زیان نه رسوی، خو په نظام کې واک او اختیار په هغه چا لوروي چې عقل، ایمان، عدل او زړورتیا ولري اویا د دي صفتونو د خپلولو له پاره هلې ځلې کوې. دی ټولواکي د اصلاح وړبولي او په وړاندې يې په سیاسي عمل یانې په انقلاب لاس نه پورې کوې او پر ځای يې د افکارو د روښانولو او ښونیزه لار غوره کوي چې د همدې برخې په دوهم جز تر بحث لاندې نیول کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply