د شیخ ندامحمد ندیم د عقیدې اود تمدن تر منځ لانجې

لیکوال: رڼاګل اریوبزی

361

د طالبانوپه سرپرسته کابینه کې یوڅو داسې وزیران شته دي چې د نورو پرتله ډیرزر د یو چا پام ځانته جلبوې. په دوی کې شیخ ندا محمد ندا، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ترټولو جالب او د پام وړ وزیردی. دا سړی ځنې ځانګړتیاوې لري  چې په نوروکې په نظر نه راځي. لومړی داچې، د رسنیو د خپرونو له مخې، دی د خپل امیرهبت اله د خور خاوند او ورسره سم د هغه ډیر نږدې فکرې انډیوال او ورته تربل هرچا زیات وفادار دی، نوځکه د هغه دهرډول امرونو په اجراکولو کې لوی اتل اوغټ پهلوان دی. داسې ښکارې چې له جونود پوهنتونونو«پاکول» اوپه نیمه مدرسو باندې د پوهنځیو اړول د شیخ هبت اله غټ او پخوانی ارمان و او د هغه د ترسره کولو له پاره يې شیخ ندا محمد ندا ترټولومناسب شیخ وباله اوهغه يې د لوړو زده کړ وسرپرست وزیر وټاکه.

شیخ هبت اله په خپل اټکل کې نه و تیروتی، وزیر يې بیدرنګه دده په امراوخپل« افغاني غیرت» دخدای اودرسول امرته شا کړه او د جونوپرمخ يې د پوهنتونونو دروازې وتړلې. داخودعلم په ضد« جهاد » کې د شیخ نداعملي چټکتیا او پهلواني وه چې مو ولیدله. په دې برخه کې دلوړو زده کړووزیرپه توګه د هغه پوهنیزې هلې ځلې، خبرې او ویناګانې هم دهیرولو نه دي ځکه چې ورڅخه دده عقیده اوپوهنیزه توښه په هغه سویه راښکاره کیږي چې د بشرپه تاریخ کې نه لیدل کیږي او نه يې ساری پیدا کیږي. دبیلګي به توګه شیخ صاحب په یوه وینا کې وايې چې:« موږ ته تر ملي ګټو، پرمختګ او تمدن دین مهم دی.» داسې ښکارې چې دشیخ ندا محمد د عقیدې او پوهنیزې زیرمې له مخې دین هغه عقیده ده چې پکې ملي ګټې، پرمختګ او تمدون هیڅ ځای نه لري. یانې دا چې تمدن او پرمختګ د دین په چوکاټ کې نه ځائيږي اودین بیا په خپل وارد پرمختګ او تمدن سره نه جوړیږي، نوځکه د دین لاره جداده، د پرمختګ او تمدن لاره جدا ده. دملي ګټو بحث یو څه جنجالي بحث دی، تفصیل يې په دې لیکنه کې نه ځائيږي.

یوازې دومره وایوچې دملت یاد ملي دولت جوړیدل او په همدې ډول دملت کلیمه دبشري ټولنې طبعي ضرورتونه نه دی، بلکې تاریخي دي. دملت ټکي او دملت دجوړیدو تاریخي شرایط د۱۷ ۱و ۱۸م پیړۍ په بهیر کې رامنخ ته شول. له بلې خوا دملت ګټې یا ملي ګټې ثابتې په ځای ولاړې نه دي، بلکې دحالا تو دبدلون سره تغیرکوي چې سم تشخیص يې دیوه اسلامي نظام له چارواکودخدای ( ج ) او ملت په وړاندې صداقت اوپوره سیاسي تجروبه غواړي. داچې ننی مسلمان ملت په عین زمان کې دحضرت محمد ( ص ) امت هم دی، نو ځکه يې مشروع ګټې نه یوازې داسلام مبین دین سره تضاد نه لری، بلکې ددې دین له مخې حاکم نظام مکلف دی چې په کلکه دملت مشروعوګټوته درناوی او دهغوی ساتنه وکړي. داسلام دین اودملت مشروعې ګټې یوله بله نه سره جلا کیږي.

لکه چې وینو زموږ شیخ صاحب، ندامحمد ندا نه یوازې دملي ګټو بلکې دتمدن او پرمختګ سره هم دپام وړعقیدوي ستونځې لري اوهڅه کوي چې خپله دیني عقیده هم دتمدن نه پاکه وساتي، نوځکه بې ځایه نه راته ښکاري چي مطلب ته درسیدو له پاره دتمدن دمنځپانګې سره یوڅه اشناشو. وايي چې تمدن په بشري ټولنه کې دژونداقتصادي، ټولنیز،حقوقي اواخلاقي نسبي پرمختګ ته ویل کیږي چې دعلم او تخنیک دعملي کارونې په بنسټ جوړیږي او وده کوي. دتمدن متضاد اړخ وروسته پاتې کیدل دي، ظلمت، بربریت ظلم او وحشت دی. ترټولوزوړاو پخواني تمدن داوسني عراق اوسوريې په خاوره کې سرراپورته کړاو ور پسی دتارخ په اوږدوکې دنړۍ په بیلابیلو برخوکې نورتمدنونه را پیدا شول. داتمدونونه په خپلو کې ورت والی او توپیرونه هم لري دبیلا بیلوتمدونوترمنځ دورته والي لامل دهغوی پوهنیزبنسټ دی، ځکه چې انساني پوهه سیاسي اوجغرافیاوي بریدونه(سرحدونه) نه پیژني، زریا وروسته ورڅخه تیریږي، دنړۍ له یوه ګوټ نه بل ګوټ ته ځان رسوي دهرتمدن بنسټ اودهغوی ترمنځ نړیوال ورته والی جوړوي، خوله بلې خواهرتمدن خپلې تاریخي، عقیدوي، سیمه ایزې، کلتوري اوداسې نورې ریښې اوځانګړتیاوې او په دې توګه له یوه بل سره توپیرونه هم لرې. داسلام پاک دین دبشریت له پاره دبربریت، ظلم ، ظلمت او وحشت په ضد لوړاو پرمختللی تمدن له ځان سره راوړ.دې دین دژوندیوجونوپه ګورکول منع کړل، نوو پیدا شووجونو ته يې دهلکانواوښځو ته يې دسړیو په شان دژوند حق ورکړ. دغلامۍ نظام بنسټ يې وران کړاودرسول امت يې له بیلا بیلو لارو وهڅاوه چې خپل غلامان ازاد کړي. داسلام پیغمبرته تر ټولو نږدې کسان د دې لارې مخکښان وو. حضرت ابوبکرصدیق حضرت بیلال چې غلام اویو تور پوستی و، له ابوصفیان نه په پیسوراونیواوازاد يې کړاو ورپسې دخپلې وړتیا له امله په اسلامي نظام کې په لوړومقامونو وګمارل شو. حضرت عمر ( ض ) خلکوته داسې خطاب کړی دی چې:« ای خلکوولې مو دا انسانان دځان غلامان کړي دي، حال دا چې دوی دخپلو میندوازاد او خپلواکه زیږولي دي.»

په دې ډول داسلام پاک دین دانسانانوترمنځ ټول جنسي، نژادي او ټولنیز توپیرونه، محرومیتونه او امتیازونه له منځه یوړل اوبشریت يې دجنسي، نژادي اوټولنیزو قیدونونه ازاد کړ، دانسانانو ترمنځ دورورۍ اوحقوقي برابرۍ بنسټ جوړشو، دهرچا برخلیک دهغه په کړو وړو (عمل ) پورې وتړل اویا خپل عمل دلارې مل شو. داسلامې تمدن یوه بله برخه په دې مبارک دین کې دعلم ارزښت دي. اسلام نه یوازې مسلمانان د پوهې زده کړې ته هڅولي دي بلکې علم يې په هرمسلمان ( نراوښځې )، د دوی په ټول عمرکې او په هرځای کې چې وي، فرض کړی دی، یانې دا چې په اسلام کې دعلم زده کړه دهر ډول جنسي، زماني اومکاني قید اوشرط نه ازاد او مطلق ضرورت ګڼل شوی دی ځکه چې علم دنوروترڅنګ په ټولنیز ژوند کې دسوکالۍ او پرمختګ څراغ اوخوځوونکی ځواک دی. په دې توګه داسلام مبین دین دظلم، وحشت، ظلمت اوبربریت نه دانسانیت د ازادولو له پاره نوی پرمختللی او پرمختلونکی تمدن له ځان سره راوړچې د بشریت په تاریخ کې د « اسلامي تمدن » په نامه یادیږي. داسلامي تمدن منځپانګه معرفت دی یانې د جهل نابودې ده، عدالت یاحقوقي برابري ده یانې دظلم نا بودي ده، صداقت یا د حق بیانول دي یانې زړورتیاده او د ډارجرړې ایستل دي. دا هرڅه د تدبیر، زغم، صبراوحوصلې په بدرګه دعمل په وسیله ترلاسه کیږي. داسلام په پاک دین کې د یوازې لوی او واحد پروردګار پرستش اوبندګي فرض دی، بشریت يې دبوتانو، فرعونیانو اونورو ډول ډول زورواکانو دفرستش او بنده ګۍ نه ازاد کړل، دعلم او معرفت ډیوه يې بله کړه او دهغې په نور يې دظلمت له تورو تیارونه دراوتو لارروښانه کړه، ټول غیرانساني یانې، جنسي، نژادي، میراثي، ټولنیزاوطبقاتې امتیازونه لغوشول اوپه ځای يې دانسان عمل، کړه وړه، هلې ځلې، کاراوزیاردشخصیت دترلاسه کولو معیار وګرځیده اوکسبګر ته د خدای ( ج ) د دوست په سترګه وکتل شول. په اسلامي چاپیریال کې ظلم، تعصب او کینه مخ په ځوال، عدالت، مینه او محبت مخ په غوړیدوشول.

په دې ډول په اسلامي ټولنه کې دانسان حق او کرامت د درناوي وړ وګرځیده، داستعداد، قابلیت اومهارت ودې او پرمختګ ته زمینه برابره شوه. داسلامي ټولنې په غیږ کې دعلومو، فنونواو کسبونو په بیلابیلوڅانګوکې د نړۍ وتلي پوهان او کسبګران وروزل شول، لوی لوی پوهنیزاوڅيړنیز مرکزونه جوړ شول. په اسلامي سیمه کې طب، نجوم، ریاضې، کیمیا، فزیک، جغرافیې، فلسفې، ادبیاتو او نوروعلوموبې سارې پرمختګونه وکړل. اروپايې پوهان په ګډه داحقیقت مني چې داروپا رنسانس داسلامي تمدن په علمي اوتخنیکي بنسټ بنا شو، بیله اسلامي علومواروپايي رنسانس امکان نه درلود. غربي هیوادونوداسلامي تمدن لاسته راوړنې خپلې کړې، وده يې ورکړه او په نووکشفیات اواغتراعاتو يې لاس پورې کړچې په مرسته يې څه ناڅه ټوله اسلامي اوغیر اسلامي نړۍ ترخپل نظامي، سیاسي اواقتصادي ولکې لاندې راوسته. له دې سره سم په اسلامي نړۍ کې هغو ځواکونوزور واخیست چې د اسلام پاک دین ته يې نوردپر مختللي او پرمختلونکي تمدن په سترګه نه کتل، د دین دمنځپانګې نه يې دتمدن دایستلو هلې ځلې پیل کړې، داسلام په سینه کې غوړیدلي ساینس او تخنیک ته يې شاکړه، داسلام اواسلامي امت دترقۍ او پرمختګ لاريې ډب کړه،اسلامي جهان يې دنا پوهۍ، غریبۍ، بېوزلۍ او بې وسۍ په لور روان کړ، د نړۍ دپرمختګ له کاروان نه يې وروسته پاتې کړچې په پایله کې يې ډیرو ځوریدواولاخوریږو.

له نیکه مرغه چې نن سبادډیرواسلامي هیوادونو سیاسي مشران اودیني عالمان په پخوانیو تیروتنو پوه شوي دي اوهڅه کوي چې له یوې خوا د اسلام په پاک دین کې دعلم مقام اوداسلام په غیږ کې دروزل شوي تمدن نړیوال ارزښت وڅیړي اوښکاره کړي چې داسلام دین اوتمدن یو له بله نه سره بیلیږي او دې دین تربل هردین اویا سیاسي اوفلسفي مکتب لوړ انساني تمدن له ځان سره راوړی اوپاللی دی. په خواشینۍ باید ووایم چې تراوسه پورې لا دلته اوهلته دندا محمد ندیم په شان شیخان پیداکیږي چي چې په دې واقعیت باندې نه پوهیږې دتمدن سره پریکړه د دین سره پریکړه ده. او وايې چې دین تر تمدن ورته مهم دی، یانې دین مني خو دتمدن سره لانجه لري اویا په بل بیان دین مني خو احکام يې ردوي. پاس مو هڅه وکړه ترڅو ښکاره کړو چې د تمدن ضد حالت بربریت، وحشت اوظلمت دی چې داسلا مبین دین يې په ضد رانازل شوی دی او په ځای يې پرمختللی انساني اواسلامي تمدن ایجاد کړی دي. ددې تمدن په ضد جګړه کې شیخ صاحب ندا محمد تراوسه پوري یوازې په دوو برخوکې بری تر لاسه کړی دی.

لومړی بری يې په پوهنتونو کې دجونو دزده کړومخنیوی دی، خو دابری يې یوموقتي بری دی چې داسلام ، ولس او دزمانې دغوښتنو سره نه جوړیږي، شیخ به یا داغوښتنې مني اویابه دلوی پروردګار او افغان ولس دقهر سره مخامخ کیږي اودوهم بری يې له سره شخصي او دایمي بری دی او هغه هم دادی چې خپل سرته يې دتمدن دنښو اونښانو دورننوتو لاره داسې ډب کړې ده چې له سره ور ننوتلی نه شې، په مغز کې يې ځای نیولی نه شي. داشیخ همداسې شیخ پاتې کیږي او یو متمدین انسان ترې جوړیدلی نه شي. دی په خپل حال نیکمرغه اوخوشال ښکاري، خاورې دهغه ولس په سر دي چې په یو ویشتمه میلادي پیړۍ کې يې دلوړو زده کړو وزیردتمدن له نښواودلومړنیو زده کړونه بې برخې دی. دلوړو زده کړو وزیرلا نه ویني چې تمدن يې ټول چاپیریال نیولی اوله بدن نه يې هم راتاو شوی دی. وزیرصاحب! دا ستا دسپرلۍ موټر، داستا دکار دفتر، سره له ټول سامان اوفرنیچر، دا ټول دیوه تمدن محصول، دهغه نښې او برخې دي. په ایمان راته ووایه چې ایا ته ترې تیریدلی شي، دلته اوهلته په پښو اویا په اوښ تګ او راتګ کولی شې؟. دا ستا استوګنځی، دهغه ټول سامان، دیګ، کاسه اوتالی هم دتمدن محصول ، دهغه نښې اوبرخې دي. ایا ته ترې ځان خلاصولی شې، د دکاسې اوتالي په ځای په اخورکې ډوډی خوړلی شې؟ داخو لا پریږده، داستا جامې، په سرلونګۍ په پښو څپلۍ، داستا واسکټ اوستا څادر، داکمیس او دا پرتوګ هم دتمدن محصول، نښې اوبرخې دي. که له دې نورو تیرشې، نوله کمیس او پرتوګ هم تیریدلی شې اودخلکو په دې ګڼه کوڼه کې لوڅ، بې کمیسه اوبې پرتوګه ګرځیدلی شې؟

شیخ صاحب! دا لیکنه په همدې پوښتنه بس کوم، زه درنه ځم او تاپریږدم چې د  ځواب په هکله یوڅه سوچ وکړې.که روغتیا راسره ملتیا وکړه بیرته راځم. تا د خبرو نورګلونه هم کرلي دي، په هر یوه، یوڅه لیکم.

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.