د اسلامي امارت تعلیمي سیاست

لیکونکی. رڼاګل اریوبزی

1,322

د اسلام مبین د ین کې د علم مقام ا و ارزښت او په افغانستان کې

د اسلامي امارت تعلیمي سیاست

 

زموږ په هیواد کې تر اوسه پورې داسلام پاک دین کې دعلم مقام اورزښت په هکله د پام وړ علمي څیړنې او بحثونه نه دې شوې. هلته ملاصاحب دمنيي، هدايې او نورو نه سر نه راپورته کاوه، دکیمیا، ریاضي، فزیک اود داسې نورو علومو تکنالوژیکې لاسته راړنو ته يې دجادو په سترګه کتل، هلته بیا ځني هغه کسان چې ځانونه ورته دعصري علومو پو هان ښکاریدل په دې عقیده وو چې ددغه یا هغه ملا صاحب دغه یا هغه څرګندونه نه بلکې داسلام دین دعلم او ټولنیز پر مختګ مخالف دی. د دې موضوع څیړلو، له هغه را هسې چې طالبانو په افغانستان کې اسلامي امارت اعلان کړ، د نظري اوعقیدوي ارزښت تر څنګ سیاسي عملي ارزښت هم تر لاسه کړ. ځکه چې طالبانو په خپل لومړني امارت کې جونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ور نه کړه او په دې نوي امارت کې يې هم تعلیمې سیاست روښان نه دی. لومړی يې د جونو پر مخ د شپږم ټولګي نه پورټه دټولو ښوونځیو او هم د ټولو پوهنځیو دروازې وتړلې. بیا يې  دکندوزاو څه موده وروسته يې د کوم بل ولایت دلیسو دروازې دجونو په مخ خلاصې کړې. داسې ښکاري چې دوی، خدای دې نه کړي، د جونود زده کړوپه برخه کې یو څه ناحه بهرن نی سیاست چلوي او د دي سیاست په وړاندې ځان ته دبهرنیو غبرګون مالوموي. زما په فکرله دې انتظارونونه دا ښه ده چې تر هر څه نه وړاندې ځانونه داسلام په مقد س دین کې دعلم او زده کړو په مقام او ارزښت پوه کړو او ورسره سم عمل وکړو. زه يې په خپل وار دخوشال خټک په لاندې شعر پیل کوم.

 

زده کـول دعلم فرض دي       په میـړو په ښځو قرض دي

صد رحمت په هغه باندې       چـــې طلـــب دعـــلـم کاندي

پیــغــمــبر د ي فــرمایلي      ده تــر پــا کـــې خولې ایستلي

عــلــم واړه عــبا دت دی       څــو چــې کـیږي سعادت دی

[ دخوشال  کلیا ت  ۹۹۸ مخ]

خوشال خټک د حضر محمد مصطفی (ص) له قوله وايي چې دعلم زده کړه په هر مسلمان ( نا رینه اوښځینه ) فرض دی. دلته د علم په زده کړه کې جنسي قید اوشرط نشته. یانې په ښخه او نارینه یوشان دعلم زده کړه مطلق فرض ده. دا په دې مانا چې دعلم زده کول په حقیقت کې د فرض ادا کول دي او د فرض ادا کول د لوی پرورد ګار په دربارکې دعبادت کولو مانا لري. دعلم دزده کړې مخنیوی اویا ورسره مخالفت په ححقیقت کې دفرض داداکولوسره مخالفت او جهالت دی. د تاریخ په اوږد و کې جهالت دلته او هلته دعلم په وړاندې مقاومت اومخالفت کړی دی اوکوی يې، خو په پایله کې دعلم په وړاندې ماتیږې او وار په وار ورکیږي.  ځکه چې جهل د ګمراهۍ او تباهۍ لارده اوعلم د سرلوړۍ او نیکمرغۍ لار ده. حضرت محمد مصطفی(ص) فرما يي چې:« بې عمله علم بې ګټې او بې علمه عمل تباهي ده».[ عبدالهادي مالخیل: خوږې خبرې، دانش کتابخانه، پیښور،۱۳۷۶ لمریز کال ] بې علمه عمل یانې په جهل او نا پوهۍ کې ژوند کول د تباهۍ او بربادۍ کندوته د ځان اچولو په مانا دی. نوځکه  رسول(ص) د تباهۍ اوبربادۍ نه د خپل امت د ساتلو او په دین او د نیا کې دهغه دسوکالۍ او ابادۍ له پاره دعلم په زده کړه ټینګار کړی دی او هغه يې د د یني او دنیاوي ښیګڼو، ښادۍ او نیکمرغۍ سرچینه ګڼلی دی. په دې برخه کې خوشال خټک دخپل پیغمبر(ص) په پیروې لیکي :

 

 چـې په عـلــم څوک آباد وي       غم يې نشته تل به ښاد وي

خـدای په عـلــم پیـژانده شي       په دانـش ابلـیس رانـده شي

حق ناحق زده کړې په علم       در ښــکاره شي عدل، ظلم

په دنیا چې تور اوسپین دی       واړه علــم وتــه مبیــن دی

علــم دیــن دی هم د نیا دی       د بـا د شــاه هــم دګــدا دی

چې فـقــیر وي عـلم زده کا       خـدای يې لـویــه مـرتبه کا

[ دخوشال خان کلیات…….۷۷۶-۷۷۹ مخونه]

حقیقت دادی چې داسلام مبین دین دظلم اوظلمت یانې دزور واکۍ او نا پوهۍ سره دجهاد له پاره ظهور کړی دی اوجها لت يې د زورواکې بنسټ بللی دی. په هره اندازه چې ظلمت، ناپوهي اوجهالت ماتیږي، ورسره سم زورواکي، استبداد اد بې عدالتي هم ورکیږي، به بشري ټولنه کې د ورورۍ، برابرۍ، پرمختګ اوسوکالۍ له پاره لار خلاصیږي. علم مو نه یوازې په ټولنیز چاپیریال کې دښو او بدو، روا او ناروا، حلال او حرام ترمنځ توپیر یانې د يني او اخلاقي مسا یلو سره اشنا کوي بلکې د طبعیت اسرار اویا په طبعیت کې جاري قوانین اوله دې قوانینو څخه د بشر په ګټه د کار اخیستلو لارې چارې هم راښيي. نوځکه داسلام په مبین د ین کې دعلم په زده کړه د بل هر دین اویا فلسفي مکتب پرتله زیات ټینګار شوی دی.داسلام پیغمبر(ص) فرما يي چې: « دعلم زده کړه په هر مسلمان، نر او ښځه، باندې فرض ده».[پورتنی اثر] دانسان د ژوند ټا ټوبی یانې د دې د نیا ټولنیز اوطبعي اړخونه  ډیره متنوع اوپیچلې دي. د دې تنوع او پیچلتیا پیژند نه او د بشر په ګټه د هغوی څخه کار اخیستنه ساده کار نه دی، خو له بلې خوا لوی پروردګار انسان ته عقل ور کړی دی چي دودې، پرمختک او په دې توګه په پیچلو مسایلو باندې د پوهیدو وس لري او دعقل دودې او پر مختګ لاربیا په خپل وار دعلم زده کړه ده. علم دانسان عقل پیاوړی کوي او په پیچلو مسایلو باندې د پوهید لو او دهغوی د حل کولو وس ور کوې. نو ځکه داسلام مبین د ین په دې مکلف کړي ياستو چي په خپل ټول ژوند کې به دعلم له زده کړې څخه لاس نه اخلو. حضرت محمد مصطفی ( ص ) فرمایلي دي چې: « له مهد (زانګو ) نه تر لحد (قبر) پوری دعلم زده کړه وکړی.»[ پورتنی اثر ] یانې دعلم زده کړه دمسلمان په ژوند کې زماني قید او شرط نه لري، په دې مانا چې دانسان دعمر په کوم ټاکلي  پړاو پورې نه دی تړل شوی بلکې په هر مسلمان باندې د د ه په ټول عمر کې له زانګو تر ګور پورې فرض دی. په همدې توګه.

دعلم زده کړه په اسلام کې د مکا ني قید نه هم ازاده ده. حضرت نبي ( ص ) فرما يي چې: « علم زده کړی که په چین کې وي هم».[ پورتنی اثر] دا مبارک حدیثونه راښيي چې علم په اسلام کې دهر ډول قید اوشرط نه ازاد فرض او یو مطلق ضرورت دی. داسلام په پاک دین کې جنس دعلم دزده کړې مخه نشي نیولی ځکه په دواړو جنسونو یانې نر او ښځه فرض دي. دعلم زده کړه دزمان له قیده هم ازاده ده یانې دانسان دعمر په کوم ټاکلي  پړاو پورې نه دی تړل شوی بلکې په هر مسلمان باندې د د ه په ټول عمر کې له زانګو تر ګور پورې فرض دی. په همدې توګه دعلم زده کړه په کوم ځانګړی ځای پورې هم نه ده تړل شوی. هر مسلمان مکلف دی چې دپوهې تر لاسه کولو له پاره دامکان او ضرورت په صورت کې دخپل کور،کلي او حتی دخپل هیواد نه ووځي او دنړۍ نورو هیوادونوته سفرونه وکړي. په دې او نوروپاکو حد یثونو کې علم په دیني او دنیا وي علومو هم نه دی ویشل شوی بلکې د علم ټکی په عام مفهوم کارول شوی دی. دحضرت محمد مصطفی (ص) دژدند په وخت کې نه داسلام مبین دین چین ته رسیلی و او نه خلاصه، منیه او هدایه لیکل شوي وو، خوچنیايي پوهانو او دصنعت ماهرانود پخوا نیوزمانوراهسې په نړۍ کې شهرت درلود. لنډه دا چې علم، دیني او عقلي علم، داسلام د پیغمبر حضرت محمد ( ص ) په قول په هر مسلمان – نر اوښځه – هروخت او په هر ځای کې فرض او د دین او د نیا تر ټولو ښه توښه ده. حضرت ابوبکر ( ص ) فرمایلي دي: «هغوی چې داخرت له پاره دنیا پریږدي منلي نه دي، بلکې منلي خلک هغه دي چې د د نیا او اخرت د وا ړو حق پر ځای کوي.»[ پورتنی اثر]

په دې دنیا کې دعلم ارزښت په خپلو سترګو لیدلی شو. هغه هیوادونه چې ولس يې په معاصرو علومو. کسبونو او اومسلکونو سنبال دي، بسیا، سوکاله او بل ته له احتیاجه ازاد هم دي او هغه هیوادونه چې ولسونه يې د دې علومو د زده کړې نه بې برخې دې، د بسیا او سوکاله ژوند نه هم محروم دي. دا دعلم د نیاوي ګټې دي، خو مومين مسلمان چې تر ټو لو د مخه داخرت په فکرکې وي باید پوه شي چې دعلم زده کړه دآخرت له پاره کومې ګټې لري. په دي برخه کې داسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی ( ص ) خپل امت ته دا لار ښوونه کوي چې: « چاچې دعلم لار خپله کړه هغه دجنت لار ونیوله» او په بل مبارک حد یث کې راغلي دې چې « چا چې دعلم دزده کړې په لار کې ژوند له لاسه ور کړ هغه شهید دي ». خوشال ځټک چې دنورو ترڅنګ د د یني علم یو وتلی عالم تیرشوی دی، داسلام په مبین دین کې د علم په ارزښت او مقام تر بل هر چا ښه پوه شوي او هغه يې داسې ستایلی دي:

پــوهـــه واړه عـنــایت دی       غــوره لار د عـبــا د ت دی

غـــوره پـــوهـــه ده وماته       له طـاعـات لــه عـبـاد ا ته

[ د خوشال خان کلیات…….۷۷۶-۷۷۹ مخونه]

اوس نو په دې یو څه پوه شوو چې دعلم زده کړه داسلا مبین دین له مخې  په هر مسلمان فرض او د د ین او د نیا له پاره مطلق ضرورت دی. په دي پوهیږم چې د فرض نه انکار کفر دی اودعلم له زده کړې نه ډ ډ ه کول لویه ګناه ده او نن سبا خو باید تر ټولو د مخه دا په ډاګه کړو چې دزرګونو مسلمان ماشوما او ځوانانو په مخ د زده کړو یانې دعبادت کولو دروازې تړل په ډاګه داسلام د مقدس دین دبنسټیزو اصولو او دزرګونو مسلمانانو دهیلو او ارزو ګانو سره مخا مخ ټکر او له ګناهونو ډک عمل دی.

دا انسانان، چې په مخ يې اسلامې امارت د دوی د شته ښوونځیو او پوهنځیودروازې تړلې وې اویايې تر اوسه پورې تړلي دي په ژوند کې هبلې او امیدونه لري او غواړې چې د زده کړو له لارې دې هیلو او ار مانونو ته ځان ورسوې او له دوی سره په زرګونو میندي او پلرونه ، خویندې او وروڼه په دې هیلو او ارمانونو کې شریک دي. دوی هيچا ته زیان نه رسوي بلکې فرض ادا کوې او په د ین او د نیا کې خپل مشروع هدف ته د ځان رسولو هلې ځلې کوي.

داسلامې امارت محترم مشران تل ټینګار کوي چې موږ جونو او ښځو ته داسلام په چوکاټ کې دزده کړو او کار اجازه ور کوو، خو موږ دامارت درنو مشرانو پام دې واقعیت ته اړوو چې لوی پرورد ګار ( ج ) په مسلمانو جونو اوښځو دعلم زده کړه فرض کړې ده او پاس مو هڅه وکړه، تر څو ښکاره کړو چې، دا فرض د هر ډول قید او شرط نه ازاد دی. نو ځکه ، ای د اسلامي امارت محترمو مشرانو، جونه اوښځې داسلام مبین دین په چوکاټ د دې فرض د په ځای کولو له پاره د ستاسې او یا د بل چا اجازې ته هيڅ ضرورت نه لرې. په همدې توګه هیڅ مسلمان ته نه ښايې چې دعلم دزده کړې بهیر دخپلو غوښتنو تابع کړي. دعلم زده کړه په په ښځه او نارینه فرض ده او دمسلمان آمر ديني او د نیا وي وجیبه داده چې د زده کړو امکانات پراخ کړي او دهیوا د په ګوټ کوټ کې ځوان نسل زده کړوته وهڅوي، ځکه چې علم هم دین دی او هم دنیا ده، په دین کې سرلوړي دی او په دنیا کې ابا دي او سو کالي دي. لهدې امله دا لیکنه د خوشال خټک په لاند ني شعر پای ته رسوم.

                                    

کـه د نـفــس په نغـوته د رومې          تابه زر کاندي رســوا

چه ارواح پرې خوښي مومي           هـغه چار ګــڼه اعــلا

مــټ په علــم کــړه چې علــم          هـم اژدا د ه هـم عـصا

یــا پــه عـلـم کې لــذ ت د ی           یا په عشق کې د مولا

[ انتخابات خوشال…… ۱۰ مخ ]

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.