د  خوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه – لومړۍ برخه

رڼاګل اریوبزی

0 1,365

د خوشال خان عقیده:

عقیده د یوه دین او مذهب سره دانسان معنوي پیوستون او دهغه په رښتینوالې پوخ ایمان دی. عقیده دزړه له تله راپورته کیږي او په خوله اوژبه بیانیږي، نه په زورپه چا پورې تپل کیږي او نه په زور څوک ترې منکر کیږي. نوځکه څوک چې بې له کوم جبره، په بشپړه ازادۍ کې داسلام په مبین د ین یانې د لوی خدای په یوالې، دهغه په بې پایه قدرت او دحضرت محمد(ص) په رسالت عقیده لري او په خوله اوژبه يې بیانوي، هغه مسلمان دی او مسلمان ګڼل کیږي. که څه هم داسلام په پاک دین کې دعلم زده کړه په هر مسلمان فرض دی، خو په تأسف هرمسلمان عالم نه دی او ډیر زیات يې د ديني او عقلي علومو دزده کړې بې برخې پاتې وواودي. دخوشال په زمانه او دژوند په سیمه کې هغه چاته عالم ویل کیده چې په جوماتونو اومدرسو کې يې دیني زده کړې کړې وې او لږ ترلږه دملايې درجې ته رسیدلي ول. دخوشال خټک په نظرکې دا عالما ن یاملایان ټول یو شان نه وو. ځینو يې ځانونه عالمان ګڼل خوپه خپل مسلک کې يې لومړني مالو مات هم نه درلودل، ځنې نور په رښتیا عالمان وو خو په عمل کې دشیطان په لارروان وو او د دین او عقیدې نه يې د دنیاوي ګټې وسیله جوړه کړې وه.  خو ځنې داسې هم شته ووچې په رښتیا عالمان وواوهم دخپلې پوهې او عقیدې په رڼا کې دحق په لور روان وو. کوم علم يې چې در لود، هغه يې دخپل عمل لارښود و. خوشال خان د دوی دهمدې ځانګړتیاوو په بنسټ د هغوی په وړاندې خپل دریځ ټاکي او لیکي چې:

هرعا لـم چې رباني دی ، تـرې ځاریږم       نـفســا ني وتــه غلیــم غــونـدې ښکاریږم

چې په علــم وعــمل جوړ وي رباني دی      بــي عــمــله عــلــم، واړه شیــطا نــي دی

نیــم مــلا، بــلا د د ین ا و د ا یــمان دی       نیــم طبــیب خطره دتن دی، هم دځان دی

مــد عــي مــلا کــه ډ یــر علم حاصل کا       دی چـــې علــم په د نیـا، پـلوري باطل کا

 [ د خوشال خټک کلیات………. ۶۰۴ مخ]

خوشال خان په دې عقیده دی چې مسلمان یوازې دخپل خالق نه ډاریږي، ځان هر وخت او هر چيرې د حق په ویلو مکلف ګڼي اوهم د هرچا په وړاندې د حق ویلو جرأت لري. بډې نه اخلي، دبل چا مال ته  تمه او اسره نه کوي، د ذکات او سرسايې له پاره په ایاتونو او حدیثونو تجارت هم نه کوي. هغه عالم چې کامل ایمان لري، سرلوړي خوښوي او پاک وجدان لري، په څښټ او تعویز د ناروغانو در ملي نه کوي، د پیسو په تمه یا بدل کې دظالم تر څنګ نه دریږي اوحق نه تر پښو لاندې کوي. خوشال خټک لیکي چې:

کښیني شرع بـه کــوي په رشوتونو       ځــان قــاضــي کا، پــه غـلــط روا یتــونو

وهــرچـا تــه مســلې د سخــاوت کا       خپــلــه خــونــه ډ کــوي، د بــل غارت کا

په مسجید راځي پنځه وخته اذان که       چې ذکات، سرسایه نه وې مسجید وران کا

دمــیراث مـالـونـه خوري د ظالمانو       نــوم پــه ځــان بانــدې کښــیــږدي دعالمانو

په داهسې علـم برند کښینې ملاشي        وعــالــم تــه مــیـــراث خـــور د ا نـبـیا شي

 [ دخوشال خټک کلیات………. ۹۲۴-۹۲۵ مخونه]

د وخت د عالمانو او ملایانو په هکله خوشال خان دا ډول څرګندونې که له یوې خوا په رباني پوهانواو ملایانو ښې لګیدلې نوله بلې خوايې د ده په وړاندې د مدعي ملایانو کينې هم راپارولې، ورته کرار او لاس په زنه نه کښبیناستل او په خلاف يې حتی د کفر فتواګانې هم صادرولې. دی په سوات نامه کې د ملایانو ددې وروستې ډلې په نمایندګې د ملا میانور نوم اخلي اولیکي چې:

اوس به وایم له میانورله حقـیقـته       چــې لــه نــورونــه، د ی لا دی بــد خصلـته

را شه واوره په دا هومره قباهت       چــې پــه مــا بــانــدې يې سـاز کـړڅـه تهمت

رافضي يې په داهسې اعتقاد کړم       په درست سوات يې په تکفیرپه رفض یاد کړم

 [ دخوشال خټک کالیات………. ۹۲۵ مخ]

له دې تورونو څخه نه یوازې خوشال خان بلکې د پښتون په تاریځ کې ځنې نور لویان لکه بایزید روښان، فخر افغان خان غفارخان اوغازي او امان اله خان هم په امن کې نه وو. د دې له پاره چې له موضوع ونه وزو، دا نوردلته پریږدو او په دې ځای کې یوازې دخوشال خان دعقیدي سره یوڅه ځان اشنا کوو. زما په اند په دې هکله بله داسې سرچینه نشته چې د خوشال د خپلوڅر ګندونو نه دزیات باور وړوي، ځکه له یوې خواعقیده لکه څنګه چې ورته پاس اشاره وشوه، څوک په چا ور تپلی نه شي یانې هیڅوک دبل چا په خوله نه کافرکیږي اونه مسلمان کیږي بلکې دهرچا عقیده دهغه داقرار څخه راڅرګندیږي. له بلې خواخوشال خان هغه شخصیت و چې څه يې په زړه کې نه ساتل، څه يې چې په زړه و هغه يې په خوله و. دځان اوبل په وړاندې له حق نه تیریده او دحق په لار کې له هیچا هم نه ډاریده. که له یوې خوادخپل ننګ، دخپلو شعرونو، هنرونو اوخدمتونو یادونه او ستاینه کوې، نو له بلې خوا خپلې تیر وتنې، خپل عیبونه اوګنامونه هم نه پټوې او یو په یويې شمیري او دحق په وړاندې خپل زوی بهرام اوخپل دښمن اورنګ زیب په یوه ليکه کې دروې. داپه حق مین شخصیت خپله عقیده داسې بیانوي:

د خدای منت راباندې چې يې هست کړم له عد مه

بـل خـلقـت يــې نــه کــړم راپــیــدا شــوم له اد مه

پښــت پـه پښــت راغـــلی مســلمــان محــمدي یم

چـــا ر د چــا ریــا رو ســره وا ړه مــنـم ســـمـه

درست په دې پوهیږم چې څلور مذهــبه  حق دي

زه د حــنــفــي مــذ هــب د عــوا لــرم مـحـکــمه

مــیــنــه يې پــه زړه کې د علما وو راکـړه ډ یره

مــیــنــه يې د د ور د شــیـخــا نــو راکــړه کـمــه

نــه خــرابــا تــي نــه قــما ر باز نــه ریا کار یــم

نــه قــاضي مفــتي چې يې نـظر پـه څــو د رمـــه

 [ د خوشال خټک کلیات……… ۶۰۴ مخ]

خوشال خان نه یوازې صادق او په خپله عقیده ټینګ ولاړ مسلمان و بلکې د ین پوه، فقیه اوعارف هم و، په دی برخه کې يې کتابونه لیکلي دي او سربیره پر دې دکلیاتو ډیرې پاڼې يې په حمد اونعتونو ښکلې کړي دي چې ورڅخه دیوه حمد او یوه نعت څو پړوکې د بیلګي په توګه رانقلوم:

حمد

ای د هـر موجـود معـبــوده       جــود دهــرچـا ستــا له جوده

ته رحمان يې، ته رحیم يې       تــه دا نـا يـې، تـه حکیــم يې

تــه رؤف يـې تـه منان يې       ته معروف يې، تــه د یان يي

ته خالـق يې، ته غـفار يې       تــه را ز ق يـې، تـه ستار يي

بې هـمتا يې په قدرت کې       عرش دي لوی کړپه خلقت کې

 [ دخوشال خټک کلیات……….. ۷۵۷-۷۵۸ مخونه]

نعت

ای زما نبــي ســروره       اولوالعـــزمه پیـغامبره

نه دنـیــا وه نـه عالم و       نـه حیــوان و نه آدم و

چې ته خــتم انبـیـاوې       آد م زویه، ته بابا وې                                                             که ته نه وی آدم نه و       که ته نه وی عـالم نه و

هــم آخر هم مقدم يې       هم يې زویه هم آدم يې

[ د خوشال خټک کلیات …………۷۶۲ مخ]

دخوشال خان په عقیده رښتینئ مسلمان هغه څوک دی چې دپوخ یقین خاوند وي، تل دخدای ویره ورسره وي او د د ین په فکر کې وي. درښتیني مسلمان یوه مهمه ځانګړتیا داده چې خپل باردبل په اوږو نه باروي، له هيچا د هیڅ شي تمه نه کوي، له حرامو په کلکه ځان ساتي، دخپل ژوند دبسیا کولو له پاره په خپل ایمان، همت، مټواو کاراوزیار ډډه لګوي او دخپل خدای درضا له پاره دهغه دمخلوق سره مرسته کوي. خوشال خټک را ښيي چې:

 مـو مـین هغـه دی چـې جــوړیقــین لري       ویـره له خـد ا یـه اندوه د د ین لري

بار دهــرچا وړي خپل بار په چا نه ږدي       ښه ېې کردار وي ښه همنشین لري

 [ دخوشال خټک کلیات………….. ۴۹۹ مخ ]

او زیاتوي چې:

د ین چې خالي شي، له ښه یقیـنه       کفر بهتر دی تر هغه دینه

چــا دا خــبره څــه ښـه ویــلې ده       ما ته لینـده ده نا قصه مینه

 [ دخوشال خټک کلیات…………۴۱۵ مخ

هرصادق مسلمان باید په دې پوه شي اودا ومني چې دی یوانسان دی. دانسان یوه ځانګړتیا د هغه انساني نیمګړتیاده، او مانا يې دا ده چې د خپل عمل یا دکړووړو په بهیر کې تیروتنې ترې کیږي، د دې یاهغې لويې اویا کوچنې ګناه مرتکب کیږي، بي غلطې او بې عیبه انسان خو د دې نړۍ پرمخ نه پیدا کیږي. هغه څوک چې دا نه مني او په ځان کې هیڅ ډول عیب او ګناه نه ويني او له هرې غلطې او تیروتنې ځان پاک ګڼي یاعقلي بیماران دی اویا په هوسونو کې ډوب دفرعون په لورروان کم عقلاندي دي. د خپلو عیبونو اوګناهونو پټول او په بل کې د عیبونو او ګناهونو لټول د انسان عقلي اوعقیدوي رنځوري په ګوته کوي اوخوشال خټک په دې هکله لیکي چې:

صحبت چې نه وي له ښه احباب سره       عمر تیریږي له ډیر عذاب سره

هوښیار هیڅ چـېرې بې غلطې نه وي       خـطا تړلې ده اهـل صواب سره

کلیات[ د خوشال خټک کلیات………. ۴۲۱ مخ]

د ننګیالي بابا د شخصیت دلويوالې ځلانده نښه داده چې ځا ن لوی نه ګڼي او دایمان دپوخوالې نښه يې دا ده چې ریاکار نه دی. خپل ګناهونه او خپلې تیروتنې نه پټوي، تل يې یادوي او ورسره سم له یوې خوا د خپل پروردګارد قهر څخه ډار څرګندوي اوله بلې خوا دهغه لوی ذات په رحم هم کلکه عقیده لری اوله بخښنې څخه يې تمه نه قطع کوي او دا دوا کوي چې:

یــا قــا د ره ذ والجــلا لـه       لـــم  یــــز ل و لایـــزا لـــه

خپل ګناه شمــارم شرمیږم       ستــا لــه قهــره زه و یـریږم

که هرڅو مې ګناه ډیر دی       تر حساب تر شــمار تیر دی

ستـــا د ر حــم لــه بـارانه       کــه قـــطــره شــي را روانه

بیاچې ستا کرم رایاد کړم       پـه هزار رنګه زړه ښاد کړم

[ دخوشال خټک کلیات……….۷۶۰ او ۷۶۱ مخونه]

خوشال خان دخپل ژوند په وروستی میاشتو اوکلونواو له دنیا څخه دخدای په امانۍ په وخت کې دځوان نسل څخه په یوه دپیغام کې غوښتي دي چې نیکیو ته ملا وتړي، له بدو ځانونه وساتي او دیني فرض ادا کړي. د فرضو ادا کول، دخدای مخلوق ته دښیګڼو رسول او له بدو ځان ساتل په حقیقت کې دنفس پاکې ده او دنفس پاکې دهرې ځوانې اودهرځوان له پاره تر ټولو لویه نیکمرغي اونیکبختي ده، نو ځکه په ټینګار وايي چې:

ښکلي ځوانان دي که ښکلي جونه       پرې مي سلام دی موږه به ځونه

سخ دهغوی دی چې لمن پاک وي       قضاېې نه وي روژې لمــونـځونه

 [ دخوشال خټک کلیات………. ۴۲۰ مخ]

دا وه د خوشال خان عقیده چې د ده د ځینو لیکنو د څیړنې له مخې له نږدې ورسره اشنا شوو. ور پسې به د خپل وس  سره سم د ده د سیاسي او ټولنیز فکر یا سیاسي فلسفې په ځینو اړخونو یو څه بحث وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply