سي ان ان: طالبان د وخت په ضایع کولو بوخت دي

0 814

امریکايي رسنۍ سي ان ان، په یو راپور کې ویلي ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي ځکه په دغه هېواد کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان خو د بایډن  اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي.

 سي ان ان د سیګار وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې که سرتېري بې وخته وځي او د سولې ډاډمنه هوکړه نه رامنځ ته کېږي نو ښايي په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځ ته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

سرچینه زیاتوي، طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي او دې ته په تمه دي چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي.

سرچینې همدا راز زیاته کړې، افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي جیمز ډابینز ویلي داسې ښکاري چې امریکا د افغانستان د شل کلنې جګړې په ختمولو کې له بېړې کار اخیستی دی.

د هغه په خبره د سرتېرو د ایستلو نېټې ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده خو امریکا دا تمه لري چې په دې موده کې دې طالبان او افغان حکومت سوله وکړي او د دوی سرتېرو ته دې د وتلو زمینه برابره کړل شي.
نوموړي زیاته کړې، د بایډن د ادارې په طرحه کې د موقت حکومت خبره شوې ده، چې تر اوسه نه طالبانو او نه هم حکومت دغه انتخاب ته مثبت ځواب ویلی دی.

هغه زیاتوي چې د بایډن اداره به له خپلې نوې طرحې سره یو ځای په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شي او دا مسئله ښایي په یوه یا دوو میاشتو کې حل نه شي.
هغه تمه ښودلې چې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانسونه ګټور وي او دلته پرېکړې د حقایقو پر بنسټ وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply