سندره مه وژنئ؛ ولسمشر غني ته فریاد

0 1,817

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې زرڅانګه، چې یو عمر یې د پښتو ژبې سندره په خپل غږ ژوندۍ ساتلې او د هیواد بدو ورځو کې یې وطنوال په خپلو ملي سندرو، په وطني مینه مست ساتلي؛ مګر په ښو ورځو کې د ټولو له یاد وتلې.
زر څانګه د ژوند له بدو ورځو تېرېږي د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالي اړوند دښته کې یې کیږدۍ درولې، راتلوونکي ته هیڅ ډول هیلې نه لري.
زر څانګې په خپل جادویي غږ د ټول افغان ملت هیلې ژوندۍ ساتلې؛ خو نن خپله د ژوند هغې مرحلې ته رسېدلې، چې هیڅ نه دي ور پاتې.
هغه وایي، چې ټول عمر مې په سندرو پیسې و نه ګټلې په ملي او نړیوالو سټیجونو مې د لوی افغانستان استازولي وکړه، خپل ملي کلتور مې نندارې ته وړاندې کړ او د نړیوالو غوږونه مې له غرنیو بدلو سره اشنا کړل، په خپل ژوند او هنر نه یم پښېمانه؛ خو د لمسایانو او کورنۍ بد ژوند مې ځوروي، ټول عمر خدمت د یو کور څښتنه نه کړم!
د لوی افغانستان له سپین‌ږیري ولسمشر غني هیله لرم، چې ځانګړې پاملرنه راته وکړي؛ که پېښور کې د اوسېدو یو کوچنی کور راته چمتو کړي دا به یې نه هېرېدونکې پېرزوینه وي.
ما ټول عمر د لوی افغانستان په استازولي سندره ویلې؛ نن مې د پردیو لاسنیوي ته مه پرېږدئ!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply