پنټاګون: طالبانو د دوحې له تړون سرغړونه کړې؛ ځکه مو کندهار کې بمبار کړل

0 940

د کندهار په سپین بولدک او ژېړۍ ولسوالیو کې امریکايي ځواکونو د طالبانو یو شمېر سیمې بمبار کړي.
د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګټ وايي، طالبانو له یوې مودې راهیسې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسواليو کې جګړه زیاته کړې وه، چې دا په ښکاره ډول د دوحې له تړون سرغړونه وه.
لیګیټ ویلي، چې طالبانو د دوحې په تړون کې ورسره ژمنه کړې وه، چې د امریکا له متحدینو سره به کوم غرض نه لري؛ خو له یاد تړون سربېره بیا هم له افغان حکومت سره یې جګړې زیاتې کړي، چې دا چاره امریکا ته د زغملو نه ده.
بل لورته بیا طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امریکايي ځواکونو د دوی په ډلې بمبار کړی.
که څه هم طالبان دا چاره د دوحې له تړون سرغړونه بولي؛ خو د امریکايي ځواکونو ویاند وايي، چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې  به امریکايي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply