په ځنو اسلامي هیوادونو کې خونړۍ، اوږدې جګړې او

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

0 1,082

په ځنو اسلامي هیوادونو کې خونړۍ، اوږدې جګړې او د اسلامي همکاریو سازمان بېغوري

 په نړۍ کې داسلام د مبارک دین پیروان شاوخوا ۱،۸ ملیاردو ته رسیږي, چې د پیروانو د شمیر پر بنسټ په نړۍ کې له عیسویت وروسته دوهم غټ دین دی ، چې په دومره زیات شمیر پیروان لري. که بل ډول یې وشمیرو، نو د نړۍ په هرو څلورو تنو کې یو تن مسلمان دی، یا دا چې د اسلام د مبارک دین پیروان په نړۍ کې، په سلو کې له ۲۴ زیات دي.
که چېري د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو تر منځ رښتیني همکاري وی، نو اوس به په زیاتره اسلامي هیوادونو کې، بیوزلي، جګړي او نوری بدمرغۍ دومره زیاتې نه وی.
که څه هم اسلامي هیوادونه د اسلامي همکاریو سازمان په نوم یو سازمان هم لري، چې د ۵۷ غړو هېوادونو په لرلو سره، په نړۍ کې د ملګرو ملتونو له سازمان وروسته، دوهم غټ سازمان دی. خو پریکړي او فعالیتونه یې تراوسه دومره اغیزمن نه دي .
 د اسلامی هېوادونو سازمان چې په (۱۹۶۹) کې د سپتمبر په ۲۵، د مراکش هیواد د رباط د تاریخي غونډي د تصمیم او پریکړي پر بنسټ رامنځ ته شو، په حقیقت کي د ټولي اسلامي نړۍ ګډ غږ کڼل کیږي.
 د اسلامي کنفرانس لومړۍ غونډه د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په ۱۹۷۰ کې په جده کې ترسره شوه. نوموړی سازمان د خپلي کړنلاری له مخي دنده لري چې په اسلامی هیوادونو او ټوله نړۍ کې، د مسلمانانو ګټي خوندي کړي، د سولي، ثبات او ګډو مرستو لپاره لاره هواره کړي.
د اسلامي نړۍ ځنې هیوادونه لکه افغانستان، سوریه، عراق، لیبیا، یمن او همدا رنګه فلسطین له اوږدو جګړو، ناخوالو، بیوزلۍ او بدمرغیو سره مخ دی،  خو د اسلامي هېوادونو زیاتره دولتونه نه یوازی داچې بیوزلو او جکړه ځپلو هيوادونو ته د رښتینی مرستي لاس نه ورکوي، د خپلو هیوادونو پر وگړو هم رحم نه کوي. د وګړو فردي حقوقو او ازدادیو ته ان د اسلامي اصولو په رڼا کې هم پام نه کوي.
 یا داچې له بده مرغه په ځنو هيوادونو لکه سوریې او یمن کې د سني او شعیه په نومونو بیلابیلو متضادو اړخونو سره پوځي مرسته کوي او د جګړي د سختوالي لامل ګرځي .
 داسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان تر اوسه نه دی توانیدلی چې په نوموړیو هېوادونو کې د سولي د ټینګښت نوښت په لاس کې واخلي او کوم داسي ګام یې نه دی پورته کړي چې په نوموړو هېوادونو کې د سولي او ثبات سره مرسته وکړي.
 پریکړي یې اغیزمنتیا نه لري او تر اوسه یې خپله وړتیا، مسؤلیت او رسالت په سمه توګه نه دی ترسره کړي.
 دا ډیره دردوونکي ده چې پر جګړو سربیره، په ځنو نورو هېوادونو کې بیا لږه کي مسلمانان له ظلمونو او نارواوو سره مخ دي، خو د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له هغوی سره د مرستي لپاره هیڅ اغیزمن ګام، نه دی پورته کړي او کوم واحد دریځ یې نه دی نیولی .
 څو کاله دمخه مو په برما یا میانمار کې د مسلمانانو په وړاندي د حکومت او پوځ ظالمانه کړنې ولیدي، چې د مرګ او درد سربیره یې ګڼ شمیر مسلمانان له خپلو کلیو او بانډو تیښتی ته اړ کړل. هغه مهال په کار وه چې د اسلامي هېوادونو سازمان په یوه اواز ، نه یوازی دا چې دا ظالمانه او بشري ضد جنایت په کلکه غندلی وی، واحد دریځ یې نیولی وی، بلکه د میانمار له ظالم دولت سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکي هم غوڅې کړی وی.
 د دی بشري ضد جنایاتو په مقابل کې یې خپله اسلامي او انساني دنده ترسره کړی وی.
 زه باور لرم چې که اسلامي هيوادونه په داسي حالاتو کې غوڅی او یوموټي پریکړي وکړي او عملي یې کړي، د نړۍ په هیڅ کونج کې به څوک د مسلمان په نوم ونه ځوریږي او هیڅ زبرځواک به په اسلامي هیوادونو او مسلمانانو ظلم او تیری ونه کړي.
همدا اوس په چين کې ایغور مسلمانان له سختی ناروا، ظلونو او کړاوونو کړیږي. ګڼ شمیر یې په کمپونو کې د مغزونو له مینځلو، درنو جبري کارونو او نورو کړاوونو سره مخ دې، چې ان ځنی یې نسل وژنه او نسل ورکونه بولي، خو د اسلامی هیوادونو کنفرانس او دولتونه په دی هکله چوپه خوله دی.
په داسی حال کې چې ځني لویدیځ هیوادونه او رسنۍ لکه بی بی سی او نوری یې وخت په وخت راپورونه خپروي، پر ایغورو مسلمانانو د چین د حکومت له ظلمونو پرده پورته کوي او پر وړاندی یې د غبرګون ګواښونه کوي.
 نوموړي لویدیځ دولتونه، رسنۍ او ځنې بشرپال وګړي دا کړنې د بشریت سره د خواخوږۍ او بشري نړیوالو قوانینو د ملاتړ په نوم سرته رسوي. په داسی حال کې چې خپله اسلامي هیوادونه په دی هکله ښکاره، غوڅ او یو موټي دریځ نه لري.
 که چېري اسلامي هیوادونه چې پراخه خاوره، ستراتیژیک موقعیت، طبیعي منابع، اقتصادي او بشري ځواک لري، یو موټي او متحد شي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري یووالی رامنځ ته کړي، یو بل ته رښتینی لاس ورکړي، پر شعیه او سني، نورو مذهبي او فرقه یې اختلافاتو لاسبري شي، نو د مسلمانانو ډیری بدمرغۍ به پای ومومي.
 نه یوازی داچې خپلی ستونزي به هواری کړي بلکه بشریت او ټول انسانیت ته به یې خیر ورسیږي.
 خو که په اسلامي هېوادونو کې همدا بی اتفاقي، فاسد، ناکامه دولتونه او بی عدالتۍ دوام لري ، نو مسلمانان به تل په بیوزلۍ، احتیاج ، د ښکیلاکګرو او زبرځواکوپه منګولو کې په یو ډول نه یو ډول ښکیل او په مصیبت اخته وي.
 یوه بله خبره چې ډیره اړینه ده هغه په دی وروستیو کې د ترهه ګرۍ او بنسټپالنې سره د مبارزی په نوم، د ځنو دولتونو بل افراط او ناروا عملونه دي،چې ځنې ترسره کوي يې او په دې بهانه رښتینی اسلامي بنسټونه زیانمنوي او له ګواښ سره یې مخ کوی.
که له یوې خوا په کار ده چې د هر ډول ترهه ګرو او تروریستي کړنو سره په ګډه مبارزه وشي او مخه یې ونیول شي، نو له بلې خوا اړینه ده چې په دې بهانه څوک د اسلام او مسلمانانو د کمزوري کولو او بدنامولو هڅه هم ونه کړي.
 په یوه تلویزیونی کانال کې می وواریدل چې د سریلانکا هېواد د مسلمانانو پر ځنو لباسونو بندیز لګولی او ګڼ شمیر مدرسی یې هم تړلی دي. دا یو بل ډول افراط او په حقیقت کې د ترهه کرۍ سره د مبارزي له نامه ناوړه استفاده ده چې، اسلامي تعلیماتو، عقیدتي او کلتوري ارزښتونو ته زیان رسوي.
انسانان دنړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د نورو فردي ازادیو تر څنګ دخپلې عقیدې او دیني ارزښتونو د پالنې حق لري.
 په هيڅ هېواد کې څوک حق نه لري، چې وګړي د نژاد، جنس، دین، مذهب، قوم او ژبي له امله وځوروي او یا یې د دینی مراسمو مخنیوی وکړي.
 په اوسنی وخت کې داسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان ته په کار ده چې، د ترهه ګرۍ سره د معقولي او روا مبارزی ترڅنګ، ددی مبارزي څخه ناوړه استفادي ته هم پام وکړي. پرینږدي چې ځنې حکومتونه پر لږکیو مسلمانانو ظلم او تیری وکړي . نو که داسي څه کیږي باید په یوه غږ د داسي کړنو سپیناوی وغواړي.
 هیله لرم چې په ټوله نړۍ، اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې دا بدمرغه جګړي پای و مومي او دایمي سوله او ثبات ټینګ شي.
 همدارنګه اړینه ده چې، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، په جګړو کې د بوختو هېوادونو سره د سولي په ټینګښت کې بنسټیزه مرسته وکړي. د سني او شعیه اختلافونه او د ناوړه ګټو پر سر سیالیو مخه ونیسي.
وکولای شي چې د اروپا د اتحادیې په څېر ګډو سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو ته لاره هواره کړي.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۱۷- ۳- ۲۰۲۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply