که اوبه غواړۍ یا به وړیا تیل یا پیسې راکوۍ

0 775

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له دې وروسته به ګاونډیانو په ځانګړي ډول ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او بدل کې به یې یا تېل ترې غواړي او یا هم پیسې.

ولسمشر ایران ته: که اوبه غواړۍ یا به وړیا تیل یا پیسې راکوۍ

ولسمشر غني یو ایران ته په خطاب وویل چې له هوکړې له مخې به تر ټاکل شوې اندازې اوبه ورپرېږدي خو تر هغه ډېرې به د پیسو په مقابل کې پر دغه هېواد پلورل کېږي.

دا بند چې د نیمروز په چاربورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی نن رسماً د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو

ولسمشر چې نن یې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پرانیست غونډې کې، په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې د دې بند د پاتې برخو چارې به هم ډېرې ژر بشپړې شي او ورسره به د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو زمینه برابره کړل شي.

هغه پر وسلوالو طالبانو هم غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او افغانستان جوړېدو ته اړتیا لري چې د دې کار لپاره د جګړو ختمېدل مهم دي.

ولسمشر د امریکا وروستۍ طرحې ته یو ځل بیا په اشارې سره زیاته کړه چې دا کاغذونه ډېر راغلي او لا به راځي خو دوی د افغانستان د جوړولو او باعزته سولې لپاره کار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply