له خپله جهالته زحمتونه دي تیریږي

سید عبیدالله نادر

0 911

کال ۱۳۷۸پیښاور

له لاســه د دورانه ، کـــړاوونه دي تــــــیریږي

له هرې خــــــوا د جهل، توفــانونه دي تیریږي

انتظار کې شول بی صبره،مظلومان د دي وطن

په طمع د بهبود ، میاشـــــتي کلونه دي تیریږي

غمجنې کیـــسې اورو ، له هر کلي او کورو نه

په هره کورنۍ کې ،داســـــتانونه دي تـــیریږي

مهار دی شــــــلول شـــوي ،له لاســـه د کاروانه

دا ځکه په دې قـــوم باندی، غـــمونه دي تیریږي

له جهل و نادانۍ نه، په هر خوا کې خورو دغري

له خـــپله جهــالـــته ، زحمـــتونه دي تـــــیریږي

بیباکو ، بی دردانو په بازار کـــــوڅو رسوا کړو

د بیدردو بی احسـاسو ، ظلــمونه دي تـــــیریږي

ښکاره شي زاهـدان د مصلیحینو، په څـــیرو کې

د دهر د ســالوســــانو، وارونه دي ، تــــــیریږي

په حیرت او په وحشت ، ننداره کړو د حـــا لاتو

په مونږ باندی له غیبه ،ګــــــذارونه دي تیریږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply