پاکستان یې غوښتنې په ځای کوي؛ که جانیخېل یې وغولول؟

0 1,643

د پښتونخوا په جانیخېلو کې د څلورو ماشومانو د وژلو په غبرګون کې پیل شوی لاریون د پاکستان حکومت له لوري د لاریون کوونکو له غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد.
د جانيخیل قوم مشر عدنان ویلي، چې د پاکستان حکومت د دوی غوښتنې ومنلې او نور خپل لاریون پای ته رسوي او وژل شوي هلکان خاورو ته سپاري.
د جانیخېلو لاریون وروسته له هغې زور واخیست، چې د پاکستان حکومت یې په پښتونخوا کې غږ وانه ورېد او دوی د اسلام اباد په لور مخه کړه.
د خیبر پښتونخوا ویاند کامران بنګښ هم ویلي، چې د پاکستان حکومت د لاریون کوونکو ټولې غوښتنې ومنلې او جدي اقدامات به وکړي.
د جانیخېلو لاریون کوونکو له پاکستان حکومت څخه د وژل شویو هلکانو د قاتلینو اعدام، له یادې سیمې څخه د وسله والو وتل، د کورونو نه تلاشي کول او همداشان د نیول شویو کسانو بېرته راخوشې کولو غوښتنه کړې وه، چې د پاکستان حکومت، د پښتنو د یو بې ساري لاریون وروسته ومنله.
باید یاده شي، چې د جانخېلو له لاریون سره سم، په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه پیل شول، چې د پاکستان حکومت یې له سختو فشارونو سره مخ کړ.
د جانیخلو لاریون کوونکي په داسې حال کې د پاکستاني حکومت په وعدو باور کوي، چې لاهم د روا انور، نقیب مسعود، ارمان لوڼي او ځېنو نورو پښتنو د وژلو دوسیې د پاکستاني چارواکو د مېزونو شاته پرتې دي.
باید یاده شي، چې د پاکستان حکومت هر ځل له دغه ډول جنایت وروسته د پښتنو د لاریون د غلي کولو لپاره تش وعدې کوي او لایې هم په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو د ظلمونو د مخنیوي په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply