ټوپکوالو ته د نوي نسل وصیت او نصیحت

آصف بهاند

0 808

څو څلویښت کاله شول چې زموږ په وطن کې د جگړې نغری او تنور تود دی، د وطني ټوپکوالو تر څنگ گڼشمېر سیمه ایز او نړیوالې استخباراتي کړۍ هم د خپلو موخو او گټو له پاره زموږ د وطن په یاد تنور او نغري کې پخلي کوي او د دې اور لمبې زموږ د خلکو په غوښو، هډوکو او وینو تازه ساتلې کېـږي.

پرته له شکه چې د جگړې دې اور زموږ خلک، په تېره نوی نسل داسې پوخ کړی دی لکه د خټو لوښي چې په کوره کې پخېـږي، خو دا پوخوالی به په دومره ستره قربانې و نه ارزي چې بیه یې میلیونونو ککریو ته ورسېـږي.

په هر صورت اوس خو هم جگړه شوې، هم افغانانو په میلیونونو سرونه بایللي دي، خو نوی نسل یې داسې رالوی شوی او پوخ شوی دی چې په زغرده او زړورتیا سره غږېږي، هغو ټوپکوالو ته چې د جگړې په پیل کې یې خلک د اسلام د دفاع په نامه غولول او ویل یې چې موږ له خپلې عقیدې دفاع کوو او هدف مو د یو اسلامي نظام جوړول دي او کله مو چې روسان مات کړل، بیا به د اسلام جنډه د کرملن پر مانۍ باندې رپوو او…

خو د همدغو رهبرانو تر لارښوونې لاندې افغانستان لوټه، لوټه شو، مگر کرملن هماغسې پر ځای ولاړ دی او همدا رهبران چې په زرگونو خلک یې د کمونست، شوروي پلوه او د شوروي ته د سفر په نامه وژلي وو، اوس خپله په ویاړ سره د مسکو سفر ته هوسېـږي، ورځي او له روسي مقاماتو سره له خندا ډکه خولگۍ ستړی مه شي او خبرې کوي.

د جگړې د کلتور دا سرلاري اوس هم غواړي په هماغه پخواني ستایل خلک وغولوي او بیا یې هم په ناسمو لارو برابر او د بربادۍ کندې ته ورپورې وهې، خو دوی دې په دې پوه شي چې دا نسل بل ډول فکر او لیدلوری لري، نه یوازې دا چې د خلکو او وطن د بربادۍ له پاره پل نه اوچتوي، بلکې جگړه مارو ته هم د لارښونې کوي او ورته وايي چې:

ــ انډیواله یا داسې وکړه، یا داسې،

یا دې ځان د وخت له غوښتنو سره جوړ کړه،

ــ یادې پر خپل ځای کرار کېنه چې ستا زمانه او تاریخ پای ته رسېدلی دی.

دا هم ټوپکوالو ته د نوي نسل د وصیت او نصیحت یوه بیلگه:

«ته بابا د راکټونو

د بې شمیره پاټکونو

سوداګر وې په دې ملک کې

د درنو، درنو، سرونو

نه شاهي ستا خوښیدله

نه دي خوښ بیا جمهوریت و

د پردو په اسپه سپور وي

سرو کار دي بغاوت و

د وطن په بربادۍ کې

چنګیزیان درته عاجز وو

دومره زهر وو ستا فطرت کې

چې ماران درته عاجز و

ستا په سترګو کې یو خوب دی

چې صاحب د ټول اختیار شې

ارګ دي لاندي تر قدم شي

ته د درست ملت سر دار شې

په زړه ذکر د قدرت کړې

په خوله وایې ایتونه

مداري رنګه بدلیـږي

ستا رنګونه او قولونه

محترمه! ځان خبر کړه

اوس بدله زمانه ده

ځلیدلې په دې خاوره

د پوهنې پلوشه ده

څوک رهبر څوک سودا ګر دی

خلک ښه په دې پوهیـږي

د پردي جرس زنګونه

دې کاروان کې نه ځایـږي

د لته اوس چې څه مطرح دي

هغه لوی افغانستان دی

له هر رنګ تبعض نه لري

په هر قوم جوړ ودان دی

که زما منې صاحبه

پیروان د زمانې شه

یا بیا حج وکړه حاجي شه

زیاتي تېر له دې کیسې شه»

(غضري)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply