ګڼ شمېر

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 1,039

ګڼ شمېر

( دا څه دي او یاڅه ترې پوهېدنه لري؟)

زه له ډېر وخت څخه را په دېخوا ګورم، چې زموږ ډېر لیکوالان او ژبپوهان دا ،، …. ګڼ شمېر انسانان  …..،، یا یو بل څه خو ګڼ شمېر لیکي.

زه يواځې دومره پرې پوهېږم، چې د لیکونکي موخه به څه وي، خو زما موخه پهموخه کې نه ده، موخه د دې دوه ویونو ګډه کارونه کې ده، چې څه ترې پوهېږو.

ما ته خو دا ،، ګڼ شمېر،، څه نه وايي او یو بېځایه او بېموخې د ،، ګڼ،، او ،، شمېر،، سره یوځای کېدو کارونه ده.

زه خو په دې نه پوهېږم، چې ،، ګڼ شمېر،، به څه وي. زه په دې اند یم، چې دا لیکونکي یې هم په ترېپوهېدنه نه پوهېږي، چې څه به وي، خوخوند یې ورکړی او لیکي یې. په ډېره بخښنه، چې دا فکر هم راته راځي، چې دا  ازار یا زورېدل لوي څښتن زماپه برخه کړی، چې دما ورته پام را اوړي او دبل چا ان تر ژبپوهانو پورې یې ورته پام وي. داسې به نه وایم، چې موږ تراوسه نه پرې پوهېږوـ ډېره بخښنه راته وکړۍ، خو دا داسې لږ سکونډلدي، چې یا مې باوري کړۍ او یايې راسره ومنۍ).  دا  ازار  لکه چې یواځې ما ته شوی چې ،، په پښتو کې ناسم ورځني شوي ویونه،،  عنوان لاندې مې یو کتاب هم په ،، کتابتون.کوم،، کې شته.

موږ پوهېږو، چې د لیکونکو موخه به څه وي، خو داسې څه، چې  ترې نه شو پوهېدلی، چې موخه به یې دایا داوي، راوړنه ناسمه ده. د لیکونکي موخه ده، چې ،، ډېر کسان. دا ګڼ شمېر خو د ډېر په ترېپوهېدنه نه دي.

ګڼ کسان، چې سره تنګ نښتي ولاړ وي. ډېر ګڼ کسان هم ناسم دۍ، که موخه ترې  د ګڼ کسانو ډېروالی وي، خو که موخه ترې نور هم سره ونښلي،داسې ،،ډېر ګڼ،، او نه ډېر کسان، چې ګڼ وي.

همداسې ډېرشمېر هم نه شته، خو په شمېر ډېر ( یو څه چې وشمېرل شې او د هغې ګڼون یاتعداد جګ وي، نو کېده شي، چې دا تر اوسه ورسره بلد شمېره  ولیکو، خو دا هم باید په جګه ګڼه ( ځنې لیکونکي به ورته جګه شماره ووایي ( په دې هکله مې هم لیکنې شته او یوه بله لیکنه هم پرې لرم)).

خو په هره موخه چې وي، کارونه یې ناسمه او د هغې غوښتونې موخې لپاره بېموخې کارونه ده.

په ډېره خواشینۍ باید ووایم، چې په پښتو کې د سمون له امله دما اند دتاسو د ټولو  اندونو او لیکنو سره په مخامخوالي کې دۍ، چې زه بایدملامت وم. که ما تاسو ملامت کړۍ او ما ته زما د بې مسؤلیت کار ناسمونونه وښایۍ، نوماته بیا مناسبه جزاوټاکۍ پهداړو سترګو بهیې منم.

وړاندیز: د ناسمون له امله شهادتنامه راڅخه واخلی او که دا کار نه شو کېدی، نو هیله ده، چې د پښتو په ډاکترۍ مې ونازوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply