خو؛ ملاعمر دا هیله له ځان سره ګور ته یوړه، مړ شو؛ خو د ارګ دروازه یې ونه ليده، ملامنصور هم په همدې هیله پښې وغځولې او اوس ملاهیبت الله ملاتړلې.
طالبان فکر کوي، چې ډېر ژر به امیرالمونین(!) ملاهیبت الله ارګ فتح کړي، د ملکوتي حنجرې څښتن، د فصاحت او بلاغت الګو، د منطق او استدلال لوی څلی (!) ډاکټر محمد نعیم وردګ به په نړیوالو رسنیو راڅرګند شي، خپله بهرنۍ پالیسي به په دوه ټکو ( پلانه ده او ډینګه ده) کې تشریح کړي، هیواد کې به سراسري امن راشي، وضیعت به نارمل شي، یوشتمې پېړۍ کې به د امریکا لپاره یوه تاریخي ماتې په زرینو کرښو په اسلامي تاریخ کې ولیکل شي…
پوښتنه دا ده، چې د ۲۰۱۴ کیسې څه شوې؟
افغانستان ولې فتح نه شو؛ حال دا چې له همدې تېرو ۷ کالو راهیسي هرڅه افغان ځواکونو ته سپارل شوي؟
طالبان ولې حتا د یوې ولسوالي په نیولو بریالي نه شول؟
ولې یې په زخمیانو د پاکستان روغتونونه ډک شول؟
ولې یې په مړو د پاکستان هدېرې ډکې شوې؟
دا او نورې هغه پوښتنې دي، چې ځواب یې د افغان ځواکونو له مېړانې او شهامت پرته په بل څه استدلال نه کوي.
که امریکا پرون وتلې وای نن به یې دویمه وه؛ دلته منظم حکومت ده، پوځ ده، د خلکو مینه له وطن سره ده، لاهم د ملک په خزانه کې په میلیونونه افغانۍ شته، د پوځیانو په روحونو کې جذبې او شاجورونو کې مرمۍ پاتې.
دا نه کومه د عليپور ډله ده، نه د ذوالفقار، نه د قیصاري او نه هم کومه بله لوچکه لوفره ډله؛ بلکې دا هغه ځوانان دي، چې همدا اوس د ایران له جنګیالیو، پاکستان، روس، چین… سره جنګیږي.
طالب یوه کرایه شوې ډله ده او هیڅ وخت کرایه شوي خلک د خپل احساس له مخې نه شي جنګېدلای.
د نږدې درې نیم لکه ځواکونو په درلودولو سره نه طالب برلاسی کېدلای شي او نه کومه بله یاغي او شاقي ډله.
دلته ملت دی او ملت له سرتېرو قربان دی؛ مونږ، چې پر ځواکونو د باور خبره کوو؛ خو هاغه ورځ مو لېدلې، چې په غزني کې یې ان پاکستاني جنرال هم وغځول، د پاکستاني ملېشو په مړو خو یې کارغان ماړه کړل.
طالبانو د دوحې له تړون وروسته په مکمل ډول په همدې ځواکونه ګذارونه پیل کړل؛ خو نه یواځې دا، چې ونه توانېدل، بلکې هره ورځ په لسګونه طالبان د حورو په ارمان پسې لاړل.
خبره دا ده، چې نه مونږ په امریکا تکیه کړې، نه پرې تکیه یو، نه به شو، خپل پوځ د خپلو مټو زور دی.
او نور خو هسې هم؛ 
ملا غوندې محروم نه یوو د خپل خالق له داد