ولسمشر غني: طالبانو په ټول قوت سره د زیربناوو تخریب ته دوام ورکړی

0 619

د طالبانو له لوري جګړو د افغانستان زېربناوو ته له یو ملیارد ډالرو ډېر زیان اړولی او دا ډله لاهم لګیا ده، ترڅو د افغانستان نورې پروژې هم تخریب کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د حکومتداري او بشري سرچینو اوونۍ په پار جوړ شوي پروګرام کې وویل، چې طالبان دې د بمونو پر ځای د هېواد ابادي ته مخه کړي، ترڅو دا هېواد په شریکه جوړ کړو.
نوموړي همداشان زیاته کړه، چې د جمهوریت په وجودي فلسفه کې هر افغان د ګډون، نظر او مدیریت وړتیا لري او ازاد، خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان داسې پروګرام ته اړتیا لري، چې ټول افغانان په کې ځان وویني.
ولسمشر غني د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې دا هم وویل، چې له امریکا سره د افغانستان د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي او افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه د سر په بدل دفاع ته چمتو دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply