پر راتلونکي باور

نوید احمد څرک

0 703

په هغه څه چې ولسمشر غني باور لري او افغانان پرې باور ولري، راتلونکی له بهرنیانو پرته تضمین او روښانه دي.

ولسمشر په دې تړاو واضح څرګندونې د سهار شپږ نیمو بجو غونډه کې کړي دي.

موږ د هندوکش غر غوندې درېدلي یوو. لومړی د افغانستان کامل ملي حاکمیت اعاده کیږي او بل په امنیتي پریکړو کې د نړیوالو همکارانو نقش بیخي له منځه ځي، او په دې سره د ۲۲ اسلامي بنسټونو څخه فتوا ورکول شوه چې د طالبانو جګړه هیڅ مشروعیت نه لري.

تراوسه هیڅ اسلامي بنسټ نشته چې د طالب جګړې ته مشروع ووايي، نو په همدې خاطر واضح اسلامي مشروعیت لرو او نړیوالو ځواکونو ته مو وویل چې ووځئ.

دا یو بهترین فرصت دی چې راتلونکي کلونه افغانستان خپله بې طرفي په اساسي ډول تثبیت کړي او هیڅ بهرني ته پلمه پاتې نه وي، چې دلته ناسم رقابتونه وکړي، د یو خپلواک افغانستان مانا دا ده چې ټولو سره یو ډول مثبت روابط ولرو.

د سیمې هېوادونه باید افغانستان باندې یو تجدد نظر واچوي او روابط باندې له سره غور وکړي.

د پاکستان لپاره هم دا د تصمیم ورځې دي، که زموږ هېواد یې ناارامه کړ، دوی به هم ارام نه وي، که پاکستان ښه تصمیم نیسي نو د سولې او ثبات برخه کې د ټولو ګټه ده او په دې برخه کې نړۍ هم ورسره دریږي.

یوه څه باید واضح وي چې له امریکا او ناټو سره زموږ هوکړې پر ځای دي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز برخه کې مرستې به دوام کوي، موږ ته د امریکا ولسمشر او د ناټو سرمنشي ډاډ راکړی چې دې برخه کې تشویش و نه کړو.

راتلونکې شپږ میاشتې یو منظم حرکت او منسجم شوي پلان باندې بدلو، کارونو کې هیڅ وارخطايي نشته، نو ځکه تاسې ټول د اطمینان په فضا کې کار وکړئ.

خاصو قواوو، کمانډو او هوایي قطعاتو ته وګورئ. دې داستان ته یو وارې بیا وګورئ. شل کاله مخکې، نهه نوي فیصده اجراآت او عملیات د بین المللي قواوو لخوا کېدل. شپږ کاله مخکې چې زه ولسمشر شوم، لومړی برید په دانګام باندې وشو، یوه اونۍ په کار وه چی  لوی درستیز صاحب، د ملي امنیت مشاور، ټول، دانګام ته یو پلان جوړ کړي. اوس هره ورځ، له سلو تر پنځوسو عملیات ستاسې د خاصو قطعاتو او هوایي اتلانو لخوا کېږي.

لیدلوری مو هم واضح دی، ملي حاکمیت دی، جمهوریت دی، ولسواکي او یو اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی. که په دې چوکاټ کې طالبان راسره غږېږي او سوله کوي، په سر او سترګو. که خبره د ډار وي، سل وارې دې بیا فکر وکړي. تاسې خو په موږ باندې تور لګاوه، چې په بین المللي قواوو باندې درېدلي یاست، نران شئ له پاکستان څخه ووځئ. دا ګز او دا میدان!

که هلته پټېږئ، دا څه رقم تعلقات دي؟ پاکستان ته واضح وایم؛ انتخاب وکړئ، دغه دې د انتخاب وخت دی، که غواړې د دې خاورې دښمني واخلې، انتخاب وکړئ، که غواړې دې خاورې سره دوستي وکړئ او سلګونه کلونه دوست پاتې شو، دغه یې وخت دی. دا اوس په دې نه کېږي چې په خوله  یو شی وایئ او په عمل کې بل شی وکړئ.  موږ هر حالت ته آماده یوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply