پر سرینا هوټل برید له ۲۰ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0 968

 بلوچستان-کوېټه: د بلوچستان مرکز کوېټې ښار سرینا هوټل کې تېره شپه درنه چاودنه شوې چې په پایله کې یې څلور پاکستانې پوځیان وژل شوي او ۱۲نور  سخت ټپیان دي.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند “محمد خراساني” په رالېږلې خبرپاڼه کې د یاد برید مسولیت منلی دی.
خراسانی وایي، چې د کوېټې سرینا هوټل کې د پاکستان د پوځ د افسرانو مېله وه، چې د دوی د ډلې د انتحاري بریدګر ښکار شوه، چاودنه کې د هوټل ودانۍ اور اخیستی، او پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو له قوله په یاد برید کې څلور تنه وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او د یو شمېر نورو پاکستاني پوځیانو حالت اندېښمن دی.
رسنۍ زیاتوي، چې د تحریک طالبان پاکستان  موخه پاکستان کې د چین سفیر و چې له منځه یې یوسي.
که څه هم پاکستاني رسنیو د ۱۶ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی؛ خو ویل کیږي، چې په یاده پېښه کې د ځینو مهمو افسرانو په ګډون تر ۲۰ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply