طالبانو ته پاکستان کې روغتونونه ځانکړي شوي

عبدالمنان توحیدیار

0 837

تازه د کویټې له روغتون یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښکاري، د افغانستان له جګړې لسګونه طالبان په یو وارډ کې بستر دي او پاکستان حکومت ورته ښه امکانات د درملنې لپاره برابر کړي دي.

دا کسان د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جګړه کې ټپیان شوي چې پاکستان کې یې درملنه کیږي.

دا د کویټې د روغتون ویډیو ده چې خپره شوې او یواځې د جنوبي ولایتونو ټپيان ورته وروړل کیږي.

د جنوب ختیځ او ختیځو ولایتونو طالب ټپيان بیا د پيښور جرنیالي روغتون ته وړل کیږي او هلته یو منزل د طالب ټپيانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی دی چې هره ورځ ورته ټپيان وروړل کیږي.

دا ټپيان څنګه او له کومو لارو انتقال کیږي؟

پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې او مخنیوي په پلمه ډيورنډ کرښه باندې اغزن تار تېر کړ او داسې يې وښوده چې پاکستان غواړي افغانستان او پاکستان ته د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

خو په دې اوږد اغزن تار یې هره سیمه کې یوه لار خوشې کړې، دا لارې داسې سیمو کې خوشې پريښودل شوې چې هلته د افغان سرحدي ځواکونو پوستې او مرکزونه نشته.

طالبان په اسانۍ له دې لارو څخه خپل ټپيان پاکستان او خیبر پښتونخوا ته انتقال کوي او هلته تر درملنې وروسته بیا پر همدې لارو افغانستان ته د جګړو لپاره راځي.

د پاکستان په رغتونونو کې د طالبانو د ټپیانو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او هغو وارډونو کې چې د طالبانو ټپيان تر درملنې لاندې وي، یواځې د پاکستان د پوځ او استخباراتو کسان اجازه لري چې تګ راتګ ورته کړي.

دې روغتونو او ځانګړو ځایونو ته عام ناروغان نه شي ورتللی، حتا که پاکستانی هم وی، ورته اجازه نشته چې د طالبانو د ټپيانو لپاره ځانګړو وارډونو ته داخل شي.

د طالبانو غلامي له همدې مالوم کړئ، څنګه د پاکستان حکومت چې خپلو خلکو ته روغتیایي خدمات نه شي وړاندې کولی، طالبانو ټپيانو ته ځانګړي وارډونه جوړوي او درملنه یې کوي.

خو ښکاره خبره ده چې طالبان د پاکستان ملیشې دي او په پاکستان یې دا حق جوړیږي چې درملنه یې وکړي.

طالب چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي، نو پاکستان خو لږ تر لږه روغتون کې یو وارډ ورکولی شي چې درملنه یې پکې وکړي.

که طالب جګړه بس کړي، هیڅ افغان نه ټپي کیږي،هیڅوک به پاکستان ته مجبور نه وي او هیڅ ضرورت به نه وي چې د طالبانو ټپيان په قاچاقي لارو باندې پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي، بلکې خپل وطن کې به یې د هر ډول ناروغیو درملنه کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply