بلوچستان؛ برید کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول

0 940

بلوچستان: د بلوچستان د ازادي غوښتونکو ډلې ویاند سرګرد ګهرام ویلي، چې د دوی جنګیالیو د پاکستان درې پوځیان وژلي دي.
نوموړي په رالېږلې خبر پاڼه کې ویلي، چې بلوچ جنګیالیو د کیچ ولسوالي په دشت سندان سیمه کې پر شپږ پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې درې یې وژلي او درې نور یې په تېښته بریالي شوي دي.
ګهرام زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځ خلاف به د دوی جګړه تر هغې دوام کوي، ترڅو یې خپلواکي نه وي ترلاسه کړې.
باید یاده شي، چې بلوچ جنګیالیو په دې وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان د حکومت خلاف د خپلې ازادي غوښتلو په موخه جګړه تېزه کړې، چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
یاده ډله وايي، چې که پاکستان د بلوچستان ازادي ونه مني؛ نو درانه تلفات به وویني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply