خلیلزاد: طالبان که د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي منزوي به شي

0 574

که طالبان افغانستان کې د جګړې له لارې قدرت ته رسېدل غواړي؛ نو د نړیوالو همکارانو په مرسته به منزوي شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا سنا مجلس سره د خبرو پر مهال ویلي، چې طالبان دې د دوی پر سرتېرو له برید کولو لاس واخلي که نه سخت ځواب سره به مخ شي.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې باید د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او له القاعدې ډلې سره دې خپلې اړیکې پرې کړي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې طالبان دې د افغان سولې خبرې له ننګونو سره نه مخ کوي، بلکې د خبرو  لارې دې یاده پروسه مخته یوسي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به افغان حکومت سره خپلې همکاري وغځوي.
باید یاده شي چې تر دې وړاندې د پنتاګون ویاند جان کربي او د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر هم په خپلو خبرو کې طالبانو ته ګواښ کړی وو، چې له جګرې لاس واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply