افغان روڼآندي په جلاوطنۍ کې: فلسفي او اراپوهنیز بحث

لیکوال: سید بهاالدین مجروح - ژباړن: هجرت الله اختیار

1,444

په کابل کې د ۱۹۷۸ز کال د اپرېل د میاشتې د کیڼ اړخو نظامي کودتا او له ۱۹۷۹ز کال راهیسې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل افغانستان په تاریخ کې د تر ټولو سترو پېښو پر درشل ودروه. سلګونه زره افغانان یا ووژل شول او یا هم معلول شول، او یا هم زندانونو ته واچول شول او هماغسې نادرکه شول. ماشومان په فزیکي او رواني لحاظ سخت متاثره شول. په زرګونو کلي له خاور سره خاورې شول،‌ خو هېواد لا هم د فزیکي او کولتوري ورانۍ په حال کې دی. په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مداخلې یو تر ټولو بد اړخ دا دی چې په نړۍ کې د تر ټولو لوی شمېر مهاجرینو او مهاجرتونو لامل شو. یوازې په دوو ګاونډیو (پاکستان او ایران) هېوادونو کې تر پینځو میلیونو مهاجرین مېشت شوي دي او کابو یو نیم میلیون د هېواد په داخل کې بېځایه شوي دي. همدارنګه زرګونه نور په نورو هېوادونو کې خپاره شوي دي. پر دې بنسټ ویلای شو چې د شپاړس میلیونو له ډلې څخه کابو نیمايي نفوس یا نورو هېوادونو ته مهاجر شوي دي ‌او یا هم د هېواد په داخل کې بېځایه شوي دي.‌ ماشومان، ښځې، زاړه، او ټول قومي – ژبنیز ګروپونه په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. د مهاجرینو اوضاع وخت ناوخت د بېلابېلو پوهانو، څېړونکو او بشري مرستندویانو له خوا په دقیق ډول لوستل شوې او ارزول شوې ده. پر دې ټولو سربېره یو زیات شمېر لوستي افغانان هم مهاجر شوي دي. دا مقاله به یوازې پر همدغې برخې بحث وکړي. یانې زموږ د ملي بحران پر معنوي اړخ باندې به بحث وکړي. په دې مقاله کې هڅه شوې ده چې درېوو بنسټیزو پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي. لومړی دا چې افغان روڼآندي څوک دي؟ دویم دا چې د کمونېزم تر واکمنۍ لاندې د دوی وضعیت څه ډول و او درېیم دا چې اوس یې په جلاوطنۍ کې برخلیک څه دی؟

روڼآندی څوک دی؟

داسې ښکاري چې د (روڼآندۍ) فکر دې د لویدیز کولتور زېږنده وي، په ځانګړې توګه (روڼآندي Intellectual) یوه فرانسوۍ اصطلاح ښکاري. خو آیا موږ کولای شو چې دغه اصطلاح په نالویدیزو ټولنو کې هم وکاروو؟ که جدي خبره وکړو، نو ځواب (نه) دی. خو بیا هم هغه ډول شخص چې دغه تصور یې تشریح کوي، او یا هم هغه څه چې موږ یې غواړو تشریح یې کړو، شونې ده چې په نورو ټولنو کې دې هم وموندل شي. دا هم شونې ده چې (روڼآندی) به د نالویدیزو ټولنو د خپلو بومي شرایطو زېږنده وي او یا به هم د لویدیز د اغېزو پایله.

د (روڼآندي) یو ممکن تعریف چې موږ یې دلته کول غواړو، د لویدیزوالو په غوږونو به شاید ډېر علمي (اکاډمیک) ونه لګېږي، خو بیا هم موږ هیله لرو چې محتوا به انتقال کړای شي.

یو روڼآندی یو نوی بتپرست دی او بتان یې هم یو لړ مجردې نظریې دي لکه دلیل، پرمختګ او بدلون. نه دا چې د اپلاتون د معنوي تصوراتو په مفهوم چې د فزیکي نړۍ واقعیتونو ته د سیوري په سترګه ګوري. نوې روڼآندي خپله د لید زاویه د هیګل مطلقو نظریو په لور اړوي چې ټول طبیعي او کولتوري جهان په بر کې نیسي.

که عمومي خبره وکړو، روڼآندی داسې یو ژوی دی چې د خوځښت لپاره د خپلو پښو پر ځای له خپل سر کارولو سره علاقه لري او داسې ښکاري چې دا ژوی به وزرونه هم وکړي چې ورته به دا توانایي هم ورکړي چې له خپلو ټولنیزو-کولتوري حدودو څخه پورته پورته داسې والوځي چې خپل ځان او خپل شاوخوا په یوه ډېره پراخه محتوا کې وګوري. یانې روڼآندی د وزر لرونکي حلزون یو ډول دی. له انسان سره په پرتله چې په یوې مستحکم جوړښت لرونکې ټولنې کې اوسي، په داسې ټولنه کې چې د هر ګروپ او هر فرد رویې په کې د دود او دستور په واسطه تنظیمېږي او په کې هره پوښتنه په ثابت شوي ټولنیز عقل کې ځواب پیدا کوي. د ژوندانه په اړه د روڼآندو دیدګاوې سره توپیر لري او د ژوند هره برخه د روڼآندو لپاره قابل د پوښتنې ده، یانې په پټو سترګو هېڅ هم ورته د منلو وړ نه دي.‌ لکه چې په افغانستان کې یو مشهور متل دی چې وايي: کله چې د مېږي بدبختي پیل شي، نو وزرونه وکړي. په یوه ټولنه کې چې بنسټیز ارزښت په کې ورته والی وي، نو روڼآندی به هڅه کوي چې دی مختلف اوسي. یوه متحده ټولنه هم خپل ټوپیرونه لري: یو دیني (مذهبي)، معنوي رهبر او یو قومي مشر له نورو خلکو سره توپیر لري، خو دغه توپیرونه هم د ورته والي‌ په داخل کې دي. دغسې مختلف خلک همیشه شتون لري، دوی د پېژندنې او منلو وړ دي. خو روڼآندی له نورو څخه په بل ډول مختلف دی. هغه د یو فرد په توګه بیرون ودرېږي، هغه د خپلې روڼآندۍ په مانا غواړي د ځان په اړه فکر وکړي، ځان وپېژني او خپله نړۍ وپېژني. په همدې خاطر هغه د ورته والي له پولو څخه خپل قدمونه اړوي، نوهغه پردی کېږي او اړ کېږي چې جلاوطني انتخاب کړي.

موږ اړ یو چې خپل وړاندې کړي تعریف ته یو مخالف عنصر هم ور اضافه کړو. په افغانستان کې پاړسيژبي روڼآندي ته (روشنفکر) وايي. مانا هغه چې فکر یې روښانه وي، مانا روڼآندی هغه څراغ دی چې خپله شاوخوا او له هغې هم آخوا ټوله رڼا کوي. خو زموږ په هېواد کې موږ یو مهال د تېلو څراغ کاروه چې نږدې شاوخوا ته به یې د سیوري یوه دایره هم د رڼا تر څنګ خپروله. په دې اړه یوه مشهوره وینا ده چې (تر څراغ لاندې تیاره وي). دا خبره به هم شونې ده لږ و ډېره د روڼآندي په تشریح کې پر ځای وي. که څه هم له روڼآندي دا تمه کېږي چې رڼا یې پراخه ساحې احتوا کړي، خو بیا هم هغه خپله په تیارو کې پاتې وي. هغه له خپل ځان سره هم په ټکر کې وي، خو بیا هم روڼآندی یو مهم انسان او یوه کولتوري پدیده ده چې بایده دي پام ورته وشي.

افغان روڼآندي: زاړه او نوي

پخواني روڼآندي او کولتوري ریښې یې:

په اسلامي‌ تمدن کې، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې پاړسي- دري ویل کېږي، دوه بېلابېل پوهنېز دودونه جوړ شوي دي: دیني زده کړې اود سواد (نادیني) زده کړې.

دیني زده کړې چې په مدرسو کې تدریسېږي، په ټوله مانا پر اسلامي موضوعاتو لکه د قرآن کریم لوستلو، د پیغمبر علیه السلام سیرت لوستلو، او فقه یا د شریعت قانون لوستلو تمرکز کوي. هغوی چې په مدرسو کې به یې د زده کړو مخینه درلوده، د دندې په پیدا کولو کې به یې کومه ستونزه هم نه درلوده. دوی به ملایان، مبلغین او ښوونکي ګومارل کېدل (زیاترو به یې ځانونو ته خپلې خپلې مدرسې پرانیستې) ځینې به یې حتا قاضیان هم ګومارل کېدل. دوی به قدرمن خلک و، واک به هم له دوی سره و، زیاتره به یې جدي او سختیګره و او زغم او تحمل به یې نه درلود.

د سواد زده کړې او یا هم د دنیوي زده کړو ډګر کې به یو زیات شمېر مضامین لوستل کېدل. د عربي پر ځای به پاړسي ژبه تدریسېده. د عربي ژبې زده کړه به ګڼو دیني او نادیني متونو ته د لاسرسي او پرې د پوهېدا لپاره کارول کېده، کټ مټ لکه په منځنيو پېړیو کې چې به په لوېدیځ کې لاتیني ژبه کارول کېده. د سواد زده کړو ډګر کې به د پاړسي ژبې نثر و شعر په پراخه توګه لوستل کېده، د لیکلو مهارتونه به زده کوونکو ته ښودل کېدل (چې خپله به دا د خطاطۍ د پرمختګ باعث کېده). په دې ډګر کې به نور مهم مضامین چې تدریسېدل، عبارت وو له: فلسفې، منطق، طبیعي علوم، طب او نورو څخه. د دنیوي علومو د سواد زده کړې دود د مدرسو له دیني زده کړو دود سره اوږه په اوږه وړاندې روان و، کله کله به دوی یو د بل پر خلاف هم ودرېدل. د اسلام لومړنۍ ښوونې د دواړو مکتبونو لپاره مشترکې وې. په همدې خاطر به هغه استاد تر نورو غوره ګڼل کېده چې په دواړو ډګرونو کې به یې زده کړې تر سره کړې وې. یو ښوونکی/ استاد به سهار وختي په مدرسه کې ناست و او تر شاوخوا به یې کتابونه انبار وو، شاګردان/ طالبان به یو په بل پسې ورته راتلل، د یو په لاس کې به دیني کتاب و، د بل په لاس کې به د پخوانۍ شاعرۍ کتاب، یو بل سره به بیا د فلسفې کتاب او بل به هم شاید د طبي علومو لوستلو ته راغلی و،‌ دوی هر یو به له استاد څخه خپل ورځنی درس اخیست.

په زیاترو برخو کې مدرسو د سواد زده کړې دنیوي ډګر تر سختو نیوکو لاندې نیوه، په ځانګړې توګه د دنیوي زده کړو ډګر به د آزادانه فکر کولو، د یونان د علومو د لوستلو، د فلسفې د لوستلو او د ماواروالطبیعت د لوستلو له امله تر نیوکو لاندې راته. د دنیوي زده کړو د سوادزده کړې ډګر له دې امله هم د مدرسو تر نیوکو لاندې و چې دوی غوښتل د دودونو قدرت د استدلال پر قدرت بدل کړي. په ټوله کې د دنیوي زده کړو په دود کې نااسلامي کوم څه نه و. د فیلسوفانو اصلي اراده دا وه چې دیني تفکر ته پراختیا ورکړي او همداسې یې د علومو نورو څانګو ته پراخه کړي چې د دین او پیغمبري زده کړو لپاره عقلاني بنسټونه رامنځته کړي. خو دیني پوهانو به د دیني متونو عقلاني توضیح و تشریح خطرناکه ګڼله او اوس یې هم خطرناکه ګڼي،‌ نو پر همدې بنسټ به فیلسوفان په دوامداره توګه د ایډیالوژیک تکفیر د ګړنګ پر غاړه ولاړ وو.

که څه هم په اسلامي تمدن کې د فلسفې، ساینس، تاریخ، ادبیاتو او نورو علومو په برخه کې ستره ونډه هغو پوهانو ادا کړې ده چې د دنیوي زده کړو یا هم د سوادزده کړو له دود سره تړلي وو. دوی زموږ د کړي تعریف پر بنسټ روڼآندي وو، همدوی وو چې د خپلو ټولنیزو-کولتوري محدودیتونو څخه یې پښې واړولې. په داسې حال کې چې د مدرسو پلیونو یوازې د پخوانیو دودونو تکرارولو ته پاملرنه کوله او علم به یې د وضعه شویو اصولو محدودو ته را کوچنی کاوه، د سوادزده کړې دود پلیونو به نوښتونه کول، په خپل کولتور کې به یې نوي عناصر رامنځته کول، او د علم د آسمان نویو لوریو ته به یې هم خپل فکر او هم د خپلو زده کوونکو فکر پراخوه.

د عیسوي کالیزې د منځنیو پېړیو دور د اسلامي کولتور او تمدن په تاریخ کې تر ټولو روښانه دور و. د دې لپاره چې دا ټکی ښه واضحه شي، موږ دمخه یو تعریف کړی دی چې څوک روڼآندی دی،‌ د هماغه تعریف پر بنسټ دلته موږ د منځنیو پېړیو د اسلامي مفکرینو یو څو بېلګې رااخلو:

د ابوریحان البیروني (له ۱۰- ۱۱ پېړۍ پورې) په څېر پوهان د منځنیو پېړیو تر ټولو غوره بېلګې دي. نوموړی هم ستورپېژندونکی و او هم په ټولنیزو علومو کې یو عالم. هغه د آسماني سیارو په اړه علم کې خپله ونډه درلودلې ده، خو په عین حال کې یې په علمي ډول د هندوستان نااسلامي کولتورونه او ادیان هم لوستي دي. هغه له محدودیتونو څخه د پښې اړولو په پار دوه ستر قدمونه اخیستي دي. د هغه هممهالي اِبن سینا (له ۹۷۳څخه تر ۱۰۳۷کال پورې) یو داسې فیلسوف و چې د روح په اړه یې یوه نوې څېړنه ترسره کړه او د پیغمبرۍ په اړه یې معقول اټکلونه رامنځته کړل. که څه هم ځینې مسایل لکه د انسان روح، له مرګ وروسته ژوند، الهي وحې او نور په ټینګه یوازې دیني مسایل ګڼل کېدل. هغه مهال او اوس هم موسیقي د عامو خلکو له خوا د ساعتتېرۍ او تفریح وسیله ګڼل کېده/ کېږي، خو د دیني مسوولینو له خوا ورته د ګناه په سترګه کتل کېدل/ کېږي، خو فیلسوف الفارابي بیا دا دود مات کړی و او د (د موسیقۍ علم) تر سرلیک لاندې یو کتاب لیکلی و.

د اته لسمې او نولسمې پېړیو په دوران کې دا دواړه زده کړه ییز مکتبونه سقوط شول. که څه هم دواړو یو د بل په مخالف لوري د خپل خپل پرمختګ په لور ګامونه اخیستل. دیني مکتبونو خپلې ساحې په متعصبانه ډول رامحدودې کړې، په دې مکتبونو کې به د دین د اصلي‌ متونو پر ځای د لویو دیني مفکرینو او پوهانو دویم او درېیم لاس شرحې او تبصرې لوستل کېدې.‌ هغه تبصرې چې نورې له کاره لوېدلې، جامدې شوې وې، او هر نوي څه به یې ردول. د دنیوي زده کړو مکتب به خپلې ساحې پراخولې،‌ تر دې پورې چې د لویدیځ اثراتو ته یې د غېږ په خلاصولو سره خپل هویت له لاسه ورکړ. کله چې دې دواړو مکتبونو سقوط وکړ، نو ځای یې په نویو تعلیمي بنسټونو کې د روزل شویو تعلیمیافته روڼآندو یو نوي ډول ته پرېښود،‌ لکه څرنګه چې لوېدیځ امپریالېزم د بومي سیاسي بنسټونو د ودې مخه ونیوله او لویدیځه فلسفه، فکر او عمل یې وهڅوه (Dupree, N.H., 1985).

پخواني روڼآندي او لویدیځ

په ظاهري ډول کلاسیک روڼآندی کټ مټ د دیني عالم په څېر ښکارېده، پګړۍ به یې په سروله، ږیره به یې درلوده، سپینې دودیزې جامې به یې اغوستې، خپل دیني رسومات به یې په کلکه ترسره کول او تر دې چې تبلیغ به یې هم کاوه. خو دی به د کتابونو شوقي هم و او خپل شخصي کتابتون به یې درلود چې د بېلابېلو مسلکونو کتابونه به یې په کې ساتل. زیاتره کتابونه به په لاس لیکل شوي پاړسي او عربي متنونه وو. د هغه به زیاتره وخت پر مطالعې، لیکلو او یا هم خپلو شاګردانو ته په تدریس تېرېده. کله کله به د دې په خاطر چې د ژوند کولو لپاره یو څه عاید تر لاسه کړي، نو د یونان له طبي تجربو څخه به یې هم ګټنه کوله. دی به معمولاً د ځمکه والو د یوې شتمنې کورنۍ غړی و چې په علمي او د سوادزده کړې فعالیتونو کې به د خپل ځان او یا هم د خپلې روڼآندۍ د ډاډمنتیا لپاره بوخت و.

په افغانستان کې د شلمې پېړۍ په پیل کې ډېر څه بدل شول. کلاسیک روڼآندي له لویدیځ څخه د نویو افکارو په تر لاسه کولو کې لومړني وو. په داسې حال کې چې دیني مسوولینو به لویدیځ افکار ردول او وروسته یې بیا ورسره په کلکه مخالفت وکړ.‌ روڼآندو به په لېوالتیا سره د لویدیځ افکار او کتابونه په پاړسي، عربي او ترکي ژبو کې لوستل. ځینو خو یې حتا انګلیسي او نورې اروپايي ژبې هم زده کړې وې. په دې ډول د روڼآندۍ د پېړیو اوږد راکد حالت پای ته ورسېد چې په حقیقت کې د کلاسیک روڼآندو د پای ته رسېدا پیل و. کلاسیک روڼآندي هغو میږیانو ته ورته وو چې وزرونه یې کړي وي.

شاعرانو، لیکوالو او نورو ادبي پوهانو خپل ولایتونه پرېښودل او پلازمېنې کابل ته راغلل. دوی د سواد زده کړې رسمي ټولنې غړي شول او یا یې هم په حکومتي ادارو کې دندې واخیستې. دوی به خپلې ږېرې کلولې، او لویدیځ ساخت جامې (دریشي) به یې اغوستې. خو دوی به بیا هم د لویدیځ د فرهنګ درست تقلیدوونکي نه وو. که څه هم دا مسئله له دوی څخه وروسته نسل په اړه چې په لویدیځو پرمختللو پوهنتونونو کې یې درس لوستی و،‌ ښه صدق کوي.‌ دوی مستحکم دودیز شالید (بګراونډ) درلود او په ټولنه او د ټولنې په کولتور کې یې ژورې رېښې درلودې. د شلمې پېړۍ د پیل روڼآندو نوې نظریې په نوښتګرانه ډول سره وړاندې کړې او په رښتیا یې اصلي اثار وپنځول. برجسته شاعران، لیکوالان، تاریخپوهان، سیاسي او ټولنیز مفکرین – چې زیاتره یې خپله ګومارل شوي استادان و- راښکاره شول، د بېلګې په توګه: محمود طرزی،‌ عبدالهادي داوي، محی الدین انیس، غلام محمد غبار، عبدالحی حبیبي، ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، عبدالروف بینوا، سید شمس الدین مجروح، خلیل الله خلیلیي،‌عبدالرحمن پژواک، او ډېر نور. د همدوی په هڅو د شلمې پېړۍ لومړۍ نیمايي د هنر او ادبیاتو په برخه کې د سوچه رِنسانس دور ګڼل کېږي.

د اوسنۍ زمانې کلاسیک روڼآندي لومړی په ژوره توګه د لویدیځ د علمي او ټیکنالوژیک پرمختګ تر اثر لاندې وو او بل د نویو ادبیاتو له محتوا لکه ډرامه،‌ ناول، او … څخه هم اغېزمن وو، په ځانګړې توګه په نوې طریقه د تاریخ د مطالعې اثر پرې ډېر محسوس و. دغه مهال تاریخ د ملتجوړونې یو اړخ و. له دې څخه پخوا به د هېواد تاریخ همداسې شا ته روان و تر هغې چې د اسلام پیل ته به ورسېد، خو اوسنیو روڼآندو ته دا فرصت په لاس ورغی چې له دغو محدودیتونو پښې واړوي او په ډېر ویاړ سره د خپل هېواد تاریخ له اسلام څخه دمخه یوناني او بودايي دور ته او یا یې له هغه څخه پخوا ته ورسوي. هغه نوې نظریې چې د دې مهال روڼآندي ورته ډېر لېوال وو عبارت دي له: ولسواکۍ، پرمختګ، فردي آزادۍ، ټولنیز او سیاسي اصلاحات، ملت او نور. د دې مهال روڼآندي ژورنالیستان او لیکوالان شول او تر دې چې د مشروطه شاهي نظام د رامنځته کولو لپاره یې د خوځښت رهبري هم پر غاړه واخیسته. د آزادۍ لپاره مبارزه کې اوسنيو روڼآندو د خپل ژوند ګڼ کلونه په بند کې هم تېر کړل (Dupree, L., 1980).

پخواني روڼآندي او پرې د مارکسېزم اغېزې

له آزادۍ او ملي خپلواکۍ سره تړلی، د روڼآندۍ معاصر ډول له هماغه پیله د لویدیځ د استعماري ځواکونو پر خلاف و، خو دغه روڼآندی مارکسیست نه شو، او دا هم د هغه د معنوي مخینې او دودیز کولتور له امله.‌  د روڼآندي لپاره ستونزمنه وه چې مارکسیزم د هغه له بېدینه او مادیاتي بنسټونو سره هضم کړي. که څه هم، هغه به چې خپله راکده ټولنه لیدله چې له نالوستو خلکو څخه یې دیني او سیاسي مشران ناوړه استفاده کوي، نو هیله یې درلوده چې ژر تر ژره دغه حالت ته بدلون ورکړي او د یو نوي‌ افسانوي انقلاب اتل شي (Dupree, L., 1979).

شوروي اتحاد دغو روڼآندو ته ځانګړې پاملرنه وکړه، په داسې حال کې چې په لویدیځ کې دوی دومره مشهور نه وو، خو روسیانو یې افکار وژباړل او خپاره یې کړل. د بېلګې په توګه د عبدالروف بېنوا شاعري د مسکو د ختیځ پېژندنې انستیتیوت د یوې څېړنیزې پروژې موضوع وه، په همدې انسټیټیوټ کې د ګل پاچا الفت او نورو شاعرانو او لیکوالو آثار په دلچسپۍ سره لوستل کېدل. تر دې پورې چې په پاړسي ژبه زما کوچنی کتاب (آژدهای خودي) (چاپ کابل ۱۹۷۲) هم د شوري اکاډمۍ په یوه مجله کې تحلیل شوی و.

د پخواني‌ نسل زیات روڼآندي لکه محمود طرزی، غلام محی الدین انیس، میر غلام محمد غبار، ګل پاچا الفت او نور د کیڼ‌ اړخو له انقلاب څخه دمخه وفات شول. یو شمېر نور چې تر دغه مهاله ژوندي‌ وو، جلاوطنه شول. یوازې عبدالروف بېنوا، د پښتو ژبې تکړه شاعر، پاتې شو او هغه هم په لیبیا کې د حکومت د سفارت وړاندیز ومانه. نور روڼآندي چې جلاوطنه شول، په جلاوطنۍ کې له مقاومت سره فعاله پاتې شول. په دغو جلاوطنه روڼآندو کې پوهاند خلیلي، عبدالرحمن پژواک، سید شمس الدین مجروح او یو څو نور شامل وو. د پاړسي ژبې د معاصرې شاعرۍ لوی شاعر خلیلي د مقاومت تر ټولو ډېر پنځوونکی او لیکوونکی لیکوال و شاعر شو. د پاکستان په اسلام آباد کې د جلاوطنۍ پر مهال د هغه له مړینې یوه اوونۍ دمخه، د ۱۹۸۷ز کال د می پر ۳مه، د اتیا کلونو په عمر هم هغه پر لیکلو بوخت و او د افغانستان له هرې برخې څخه به یې د مقاومت قومندانان خوا ته وراتلل. هغه به د هېواد په داخل کې هم خلکو ته خپل پیغامونه استول. په جلا وطنۍ کې د هغه لیکل شوي او کمپوز شوي شعرونه لا هم د افغان مقاومت تر ټولو غوره ترانې دي.

نوي روڼآندي: تر خطر لاندې نسل

نوي‌ روڼآندي د هغو نویو ښوونځیو زېږنده ده چې د لویدیځ د ښوونیز سیسټم سره سم جوړ شوي دي. په افغانستان کې لومړنی ماډرن ښوونځی د حبیبیه لیسې په نوم د شاه حبیب الله (۱۹۰۱- ۱۹۱۹ز کلونه) په وخت کې پرانیستل شو. په دې ښوونځي کې به انګلیسي ژبه د نورو نویو مضامینو تر څنګ د هندي استادانو له خوا تدریسېده. د هغه زوی شاه امان الله (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹ز کال پورې) چې د افغانستان د بهرنیو اړیکو خپلواکي یې په ۱۹۱۹ز کال کې د افغان – انګلیس درېیمې جګړې پر مهال تر لاسه کړه، هم هیله درلوده چې خپل هېواد د اروپايي هېوادونو په څېر متمدن کړي. نوموړي نورې لېسې هم تاسیس کړې، لکه: امانیه لېسه چې جرمني ژبه به پکې د جرمني‌ ښوونکو په واسطه تدریسېده. له ۱۹۳۳ز کال څخه وروسته د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو شمېر زیات شو. له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته دمخه او بیا په ځانګړې توګه له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته یو زیات شمېر افغانان فرانسې، جرمني، متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شول.

په افغانستان کې نوی ښوونیز سیسټم په اطرافي کولتور کې ريښې او بنسټونه نه لري. دغه ښوونیز سیسټم په اطرافو کې د دیني ښوونیزو بنسټونو او یا هم د سوادزده کړې ښوونځيو دوام نه ګڼل کېږي. په همدې خاطر له هماغه پیله یو پراخه واټن د افغانستان اوسنی حالت له پخواني حالت څخه بېل کړ. دودپالانو نه دومره وړتیا درلوده او نه یې هم اراده درلوده چې له یو دقیق حل سره رامخې ته شي او نه هم د مدرسو والاوو (پخواني روڼآندي) دې ته اماده وو چې له ستونزه سره مخ شي. نوي عصري ښوونځي په نویو عصري ودانیو کې د نویو ښوونکو له خوا پیل شول. دغو نویو ښوونکیو پخواني دودیز تدریسي میتودونه له پامه وغورځول.

یو فرد به چې په دغه نوي سیسټم کې زده کړې وکړې،‌ نو بیا به یې دا فرصت هم درلود چې یو څو کلونه بېرون ولاړ شي تر څو خپلې زده کړې د لویدیځ د لوړو زده کړو په بنسټونو کې بشپړې کړي. دغه شخص به چې بېرته راوګرځېد، نو یوه نااشنا پدیده به ترې جوړه شوې وه، دی به نه په بشپړه توګه لویدیځوال و او نه به هم یو سوچه ختیځوال. نوموړي به په خپل فرهنګ کې هم خپلې ریښې ایستلې وې او سره له دې چې په یو مسلک کې به یې لږ و ډېر زده کړې کړې وې، خو نه به و توانېدلی چې د لویدیځ فرهنګ سره ځان عیار کړي. په همدې خاطر به هغه د خپلې ټولنې او خپل ځان لپاره پردی شو. نوموړی به په ژوره توګه یو تقسیم شوی شخصیت شو او بیا به یې په دوامداره توګه د خپلو داخلي ټکرونو له امله خپل ځان خوړ. په دغسې حالت کې به هر نورمال فرد له یو داخلي اروايي ځور سره مخ کېده او د شعور او تحت الشعور له ټکر سره به یې ژوند کاوه. تر کومه پورې چې زموږ د نویو افغان روڼآندو مسئله ده، نو دې ستونزې پراخه کولتوري او ټولنیز اړخونه هم درلودل. دوی به خپل د ختیځ مشروط تحت الشعور پر هر څه پورته ګاڼه او بیا به یې په لویدیځ کې روزل شوی شعور د هغه تابع ګاڼه. دوی به د خپلې خودۍ په ګردجنه محوطه او د خپل ځان د ډېر لوړ ګڼلو په تصور کې بندیان وو. دوی به چې کله له لویدیځې زاویې خپلې ټولنې او کولتور ته کتل، نو په اړه به یې یو ډول بدبینه کېدل، په داسې حال کې چې د خپلې ټولنې او کولتور په اړه به یې معلومات محدود وو. د دوی انفرادي عمل به په ندرت سره د هغوی له وینا سره همغږی وو. د بېلګې په توګه یو روڼآندي به په اصولو کې د پښتنولۍ د غچ اخیستنې دود ردوه او دا به یې یو بدوي عمل ګاڼه، خو کله به چې د ده خپله کورنۍ په دغسې یوه قضیه کې دخیله شوه، نو نوموړي به هم د قبیلې د نورو غړیو په څېر عمل کاوه او هڅه به یې کوله چې له خپل عزت او حیثیت څخه دفاع وکړي. هغه به له نارینه وو سره د ښځو د مساوي حقونو موضوع ته کار کاوه، خو د خپلې کورنۍ آزاده ښځه یې نه شوه زغملی.

همدارنګه دغو روڼآندو ونه شول کولای چې په ټولنیز لحاظ یو متجانس ګروپ رامنځته کړي. له انفرادي غوښتنې څخه وراخوا دوی پر بېلابېلو کرښو په خپلو منځو کې سره وېشل شوي وو. د بېلګې په توګه په جرمني کې روزل شوي روڼآندي به له هغوی څخه چې په فرانسه او یا هم انګلستان او متحده ایالاتو کې یې زده کړې کړې وې، بېل وو. هغوی چې په فرانسه کې یې زده کړې کړې وې، تر نورو به یې ځانونه لوړ ګڼل. پر دې سربېره د دوی ترمنځ د قومي – ژبني کرښو پر بنسټ یو ډېر ستر درز رامنځته شو. پاړسي ژبو، چې زیاتره یې تاجکان و او په کابل او شمالي ولایتونو کې اوسېدل، به ځانونه ډېر متمدن ګڼل او پښتنو ته به یې د نامتمدنو او د دوی کولتور او ژبې ته به یې د بومي کولتور او ژبې په سترګه کتل. پښتنو به د خپلې ژبې لپاره مبارزه کوله چې داسې وښيي دا ژبه د هېواد یوازینۍ ملي ژبه ده او پاړسي به یې ردوله، د پاړسي ژبو کولتور به یې هم ردوه او په ایران او نورو بهرنیو هېوادونو پورې به یې تړلی ګاڼه.

خو د عامو خلکو لپاره به ټول روڼآندي یو ډول وو. کلیوالو به روڼآندي خپل نه ګڼل، په کلیوالي سیمه کې به یو روڼآندی بېګانه ګڼل کېده. زیاتره به یې ورته د یو حکومتي کارمند او ښاري فرد په سترګه کتل. روڼآندي‌ به هم له کلیوالو سره په یوه ژبه خبرې نه کولې او نه به یې د هغوی غوندې سلوک کاوه. په همدې خاطر به هغه له عامو خلکو څخه په فزیکي لحاظ د خپل خوي او لویدیځوالې جامې په خاطر بېل ګڼل کېده او په اخلاقي لحاظ به هغه د خپلو هغو انفرادي ارزښتونو له امله چې د قضاوت معیار به یې و،‌ او د خپل نړۍ لید پر اساس له نورو متفاوت ګڼل کېده. هغه به له دې امله هم له کلیوالو متفاوت ګڼل کېده چې کلیوالو به خپل هویت ساتلی و او د اطرافو اوسېدونکو په توګه به یې ځانونه په خپلو ټولنو کې ښه مدغم کړي وو. په داسې حال کې چې روڼآندو به خپل کولتور او خپل ټولنیز حیثیت له لاسه ورکړی وو. همدغې کمزورتیا به هغه د مارکسیستي ایډیالوژیک یرغل تر خطر لاندې راووست.

عام خلک په حقه وو چې روڼآندی حکومتي کارمند وګڼي او د خپلې ټولنې د غړي په سترګه ورته ونه ګوري. لکه څرنګه چې هغه مهال ډېر خصوصي کولتوري بنسټونه نه وو، نو روڼآندي به خپله هم دا توانايي نه درلوده چې کوم کولتوري بنسټ رامنځته کړي، نو په همدې خاطر به هغه د حکومت په استخدام تکیه و. په حکومت کې ګومارنه یوازېنه لار وه چې هغه پرې یو څه قدرت تر لاسه کړي. خو په حکومت کې ګومارل کېدل به هم هغه ته پر یوې کمزورۍ او محدودیت بدل شول. په همدې خاطر هغه به نه شول کولای چې ځان د حکومت د بیروکراسۍ له غړیتوب نه وژغوري، ځکه چې هغه به په اداره کې له پرمختګ سره هم علاقه درلوده او د همدې لپاره به یې کار هم کاوه.

په ټوله کې ویلای شو چې لویدیځ ښوونیز سیسټم د خلکو سترګې د پرمختللیو هېوادونو ټولنیزو، سیاسي، او اقتصادي شرایطو په اړه پرانیستې او په عین حال کې یې دوی ته وښودله چې یو جدي خلا دوی له پرمختللې نړۍ څخه بېل کړي دي. که څه هم دیني علما چې له ځانه یې د دین او عقیدې کلک حفاظتي قشر درلود، بیا هم تر دغه اثر لاندې راغلل او احساس یې کړ. ځینو یې هڅه وکړه چې د پرمختګ لپاره د دیني استدلال موندنې په پار د قرآن کریم متن ته مراجعه وکړي، خو ځینې نورو همدغه د قرآن کریم ایتونه د پرمختګ په مخالف استدلال کارول. که هر څومره به مډرن تعلیمیافته پوړ د ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو لپاره او په هېواد کې د انساني مناسبو شرایطو د تحقق لپاره له زور څخه کار اخیست، خو په مقابل کې به یې دیني عناصرو استحکام پیدا کوه. د دې پر ځای چې دوی له ستونزو سره ځان مخ کړي، دوی به ستونزې غافلګیره کولې او بیا به یې له نظره غورځولې، او یا به یې هم ردولې او نوي دودونه خو به یې خامخا ردول. د شلمې پېړۍ تر مخه وختونو پخواني روڼآندي او دیني عالمان به زیاتره سره په ټکر کې وو، خو بیا به یې هم ترمنځ یو ماناداره بحث موجود و. خو معاصرو روڼآندو، له دیني عالمانو سره هېڅ مشترګه ژبه نه درلوده. دوی به یو بل نه کرکه درلوده، دیني عالمانو به روڼآندو ته کفار او د خدای او دین دښمنان ویل او روڼآندو به دوی ته تیاره فکره، مرتجع یا وروسته پاتې او د هېواد د ټولې بدمرغۍ او وروسته پاتېوالي د عاملانو په سترګه کتل. دغو دښمنانه اړیکو د روڼآندو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې، په ځانګړې توګه کله چې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال دیني عالمانو د مقاومت ډګرونه ونیول. روڼآندي که له یوې خوا له خپل یو دښمن (کمونیست) څخه وتښتېدل، نو له بلې خوا په جلاوطنۍ کې دوی له خپلو نورو ځواکمنو مخالفانو (دیني مشرانو سره چې د جګړې قوماندې یې په لاسو کې وې) سره مخ شول.

دغو روڼآندو او تعلیمیافته ګروپ چې په لویدیزو پوهنتونونو کې یې د وخت، تاریخ او چټکو بدلونونو په اړه نوې نظریې لوستې وې، د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې بې حوصلې شول. په دغو هېوادونو کې د استعمار د پاتې شونو په توګه لا هم شاهي یا دیکتاتوري نظامونه ولاړ وو او لا ولاړ دي، نو ظلم او په لویه کچه بدمرغي په عامو خلکو حاکمه وه. په همدې خاطر روڼآندو باور نه درلود چې د اصلاحاتو په لور له تدریجي کار و زحمت څخه به څه حاصل شي، په هره پېښه کې به د کار پروسه د دوی لپاره ډېره بطي وه (دوی د ګړندي بدلون او کار غوښتونکي وو).‌ دوی هیله درلوده چې په خپل ژوند کې د پراخه بدلونونو شاهدان اوسي. په همدې خاطر د دوی په اند د انقلاب او بدلون افسانه باید په جادويي بڼه عملي شوې وای چې د دوی ټول خوبونه یې رښتیا کړي وای. د دوی په ګومان انقلاب د ټولو بدیو او ستونزو د حل لپاره یوازینی جادویي حل و. په همدې خاطر د دوی د یو لږ شمېر لپاره مارکسیستي او لیننیستي افکارو ځانونه په په زړه پورې ډول رامخې ته کړل. د دوی په ګومان دا په رښتیا هم په ساینسي او عقلي جامه کې یو جادو و چې وشو، یو عقلاني خوب و چې په بریالیتوب پورې تړلی و. په ځانګړې توګه چې دوی به د مارکس تیوریکي همغږي او د لینن عملي لارې چې څنګه قدرت د خوبونو د یوې ځمکې جوړولو په پار تر لاسه کړي،‌ لوستلې.

نوي روڼآندي او مارکسیزم

په تعلیمي لحاظ معاصر روڼآندي په څلورو بېلابېلو علمي‌ بنسټونو کې روزل شوي وو: (۱) د افغانستان په داخل کې (کابل پوهنتون، لېسو او په تخنیکي انستیتیوتونو کې)؛ (۲) په عربي هېوادونو کې، په ځانګړې توګه په مصر کې چې زیاتره یې هلته د اخوان المسلمین د اسلامي انقلاب له افکارو څخه اغېزمن شوي وو؛ (۳) په لویدیځ کې (په فرانسه، لویدیځ جرمني، انګلستان او متحده ایالاتو کې)؛ او (۴) په ختیځ بلاک کې (شوروي اتحاد، پولینډ، ختیځ جرمني، بلغاریا کې). مارکسیست پلوي روڼآندي زیاتره له لویدیځ څخه راغلي وو او د مارکسیزم ضد روڼآندي په ختیځ کې روزل شوي وو. دا رښتیا وو چې لویدیځ په ځانګړې توګه متحده ایالاتو په بې فکرۍ کمونیستان روزلي وو او شوروي اتحاد هم دغسې د کمونیزم ضد. نور محمد تره کی او په ځانګړې توګه حفیظ الله امین (له ۱۹۷۸ – ۱۹۷۹ز کال پورې) چې د کین اړخو د دولت لومړني مشران وو، لومړی یې په برېتانوي هند کې او دویم یې په متحده ایالاتو کې روزل شوی و. نور محمد تره کي همدارنګه په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د فرهنګي آتشې په توګه دنده هم ترسره کړې وه. په شوروي اتحاد کې یوازې د افغانستان نظامي منسوبین روزل کېدل او دوی به زیاتره د شوروي اتحاد له ټولنې څخه لرې هم ساتل کېدل، دوی به د شوروي اتحاد پلوه سختدریځه افغان افسران کېدل. خو زیاتره افسران به له افغانستان سره وفاداره پاتې کېدل او ډېر په شوروي اتحاد کې روزل شوي افسران د مقاومت اغېزناک قومندانان هم شول. یو شمېر هغوی چې په غیرنظامي څانګو لکه انجینري، طب او نورو برخو کې یې په شوروي اتحاد کې زده کړې کړې وې او هلته تر کمونیستي سیسټم لاندې څو کلونه پاتې ول او دا فرصت یې هم درلود چې د شوروي اتحاد له عامو خلکو سره یو ځای ژوند وکړي، دوی نه کمونیستان شول او نه هم د شوروي اتحاد پلویان. بلکې کله چې دوی بېرته افغانستان ته راغلل، نو د شوروي اتحاد د سیسټم د ساتنې کوربانه شول او د شوروي اتحاد په پلوۍ یې د افغانستان کمونیستي ګوند رامنځته کړ. په همدې خاطر د ۱۹۷۹ز کال په دسمبر کې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یو زیات شمېر په شوروي اتحاد کې روزل شویو روڼآندو له افغانستان څخه پښې سپکې کړې.

په شوروي اتحاد کې دا ستونزمنه نه وه چې په ملکي برخو کې دې یو څوک درس ووایي او ازموینه دې ورکړي او ډیپلومونه دې تر لاسه کړي. دغه ډیپلومونه چې د شوروي اتحاد چارواکو به هم تایید کړي وو، د لویدیځ له ماسټریو او دوکتوراوو سره معادل ګڼل کېدل. خو په عملي لحاظ د دوی تعلیمي سویه د لویدیځو هېوادونو د لسانس له تعلیمي سویې څخه هم کښته وه. په همدې خاطر په کابل کې د شوروي اتحاد په پوهنتونونو کې روزل شویو روڼآندو د لویدیځ ‌په پوهنتونونو کې د روزل شویو روڼآندو په پرتله ځانونه په ټیټو موقفونو کې موندل، حتا ځینې خو یې د افغانستان په داخل کې له روزل شویو څخه هم په کښته موقف کې وو. دا ځکه چې دوی به د موقف په خاطر په شوروي اتحاد او د افغان کمونیست ګوند په ملاتړ پورې تړلي وو. په ۱۹۷۸ز کال کې د کمونیستي کودتا څخه وروسته کله چې په لویدیځ کې روزل شوي له دندو څخه ګوښه شول، یا هم بندیان او اعدام شول او یا یې هم د فرار او جلاوطنۍ لار ونیوله، نو په شوروي اتحاد کې روزل شویو د هغوی ځایونه ونیول، بلکې زیاترو یې شوروي ښوونکو ته د ترجمانۍ منصبونه تر لاسه کړل. دغه مهال هغو تر ټولو فعالو کمونیستانو یوه کوچنۍ ډله راجوړه کړه، په دې ډله کې هغه محلي خلک هم شامل وو چې همدلته یې زده کړې کړې وې او هېڅکله بهر ته نه وو تللي.  دوی د لویدیځې نړۍ په اړه د شوروي اتحاد هغه تبلیغاتي تصویر رښتیا ګاڼه چې مخ په زوال یې ښوده، خو په عین حال کې یې د شوروي‌ اتحاد په اړه یو ایډیالوژیکي تصویر هم په خپل ذهن کې جوړ کړی و چې د (سوسیالیستي جنت) په نوم یې نوماوه.

په سیاسي لحاظ د (۱۹۶۴ – ۱۹۷۳) کلونو په دوران کې د کابل پوهنتون او یو شمېر نورو پوهنتونونو استادان ډېر فعال شول. په دغه دوره کې د آزادۍ یو نسبي ډیموکراټیک اتوموسفیر پر افغانستان خپور و، خو دغه مهال دوه افراطي سیاسي خوځښتونه رامنځته شول: (۱) د مارکسیستانو ګوند (چې له خلکو او پرچم څانګو څخه جوړ و او زیاتره په کې د شعله جاوید او د شوروي اتحاد پلویان راټول وو)، (۲) د مسلمانانو ځوانانو خوځښت. دواړو ځوځښتونو لږ تر لږه په خپلو کې درې مشترکې نقطې درلودې: دواړو په مساویانه ډول د انقلابيتوب دعوه درلوده، دواړه خپل ایډیالوژیک او سیاسي هڅونې له افغانستان څخه بېرون نه تر لاسه کولې، او د دواړو خوځښتونو فعالیتونه تر پوهنتونونو پورې محدود وو او په اطرافي خلکو باندې یې هېڅ ډول اغېز نه درلود. د خلک او پرچم ډله د شورويانو له خوا رامنځته شوې وه او تنظیمېدله (Arnold, 1983) او د مسلمانو ځوانانو خوځښت د افغان روڼآندو له خوا تاسیس او رهبري کېده. دغو روڼآندو په مصر کې زده کړې کړې وې او د اخوان المسلمین تر ژورې اغېزې لاندې وو. د دې دواړو افراطي ډلو ترمنځ اکثریت خلک په ناخوداګاه ډول ناسیاسي، اصلاح طلبه او ملتپاله وو. دغه خلک د دواړو افراطي ډلو له خوا په لویو لاریونونو او د لاریونونو د مخنیوي په برخه کې کارول کېدل.

د ۱۹۷۳ز کال له کودتا څخه وروسته کله چې سردار محمد داود خان شاهي‌ نظام ړنګ کړ او د حکومت د کلیدي‌ پرچمي غړیو سره یو ځای یې د جمهوریت دعوه وکړه، نو د مسلمانو ځوانانو خوځښت د پوهنتون په داخل کې د مبارزې ډګر وبایله. د دوی یو شمېر مشران ونیول شول او اعدام شول. یو شمېر فعالان یې لکه برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، رسول سیاف (عبدالرب رسول سیاف) پاکستان ته وتښتېدل او هلته یې د بنسټپاله مقاومت د سازمانونو بنسټ کېښود. سردار داود خان واردمخه ځان یو قوي دیکتاتور ثابت کړی و،‌ هغه مهال چې دی له ۱۹۵۳ز کال څځه تر ۱۹۶۳ز کال پورې لومړی وزیر و. کله چې هغه د دویم ځل لپاره واک ته راغی، که څه هم نور نه و سختګیر شوی، خو د لومړي دور واکمنۍ په څېر یې دیکتاتورانه اقدامات پیل کړل. هغه یو شمېر مشهور لېبرال سیاستوال بندیان او اعدام کړل،‌ لکه محمد هاشم میوندوال[1]. د هغه سیاسي ملګرو انتخابي پارلمان او د مطبوعاتو آزادي معطل کړل او پر سیاسي ګوندونو یې بندیز ولګوه. سره له دې چې سردار محمد داود خان پر آزادۍ او ولسواکه بنسټونو فشار راوړی و، خو بیا یې هم د جمهوریت اعلان د پرمختګ لپاره یو انقلابي اټکل و. روڼآندو د سردار محمد داود خان تر شاوخوا د راپورته کېدونکي ناورین درک نه شو کولای، واقعیت دا و چې تر څراغ لاندې تیاره وه.

روڼآندي د انقلاب پر واقعیت هغه مهال پوه شول کله چې شوروي پلوه مارکسیست ګوند د ۱۹۷۸ز کال په اپرېل کې د نظامي کودتا له لارې قدرت ونیوه. له کودتا څخه یوه میاشت وروسته، د ترور یو رژیم خپله بڼه راښکاره کړه. تعلمیافته خلک یې زندانونو ته واچول، شکنجه یې کړل او اعدامول به یې. زیاترو به له خپلو کورنیو سره له وطنه د تېښتې لار نیوله. د بېلګې په توګه د ۱۹۷۸ز کال له کودتا څخه دمخه د کابل پوهنتون د فلسفې او ټولنیزو علومو په ډیپارټمنټ کې څوارلس غړیو تدریس کاوه چې درې یې دوکتوران، شپږ یې ماستران او پینځه یې لسانس وو. د دې استادانو له ډلې څخه له لویدیځ جرمني څخه د یو دوکتور په شمول شپږ استادان زندان ته واستول شول او هماغسې غیب شول. اتو نورو هېواد پرېښود (د دوی له جملې څخه څلور یې لا هم په پېښور کې جلاوطنه دي). د کابل طب پوهنځي کابو اتیا استادان او د استادانو مرستیالان درلودل چې له ډلې څخه یې اته اعدام شول او پینځه څلوېښت یې مهاجر شول، یوازې پینځه یې په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره پاتې شول. په ټوله کې د کابل پوهنتون له اته سوو بااستعداده استادانو څخه چې د ۱۹۷۸ز کال له کودتا څخه دمخه هلته موجود وو، پینځه اویا یې ونیول شول او ووژل شول. پینځه سوه او پنځوس یې لویدیځو هېوادونو (متحده ایالاتو، لویدیځ جرمني،‌ فرانسې او نورو) ته مهاجر شول او پینځه ویشت یې په پېښور کې پاتې شول. له دې ډلې څخه اته یې د مقاومت په اداري برخو کې بوخت پاتې شول. د دې لیکنې پر مهال ځینې یې متحده ایالاتو ته تللي دي او ځینې نور توقع لري چې ولاړ شي. دیارلس استادانو په پېښور کې د افغان مهاجرینو لپاره د لویدیځو هېوادونو د بشري مرستو له ادارو سره لنډمهالې دندې تر لاسه کړي دي خو په عین حال کې منتظر دي چې په کوم لویدیځ هېواد کې به یې د پناه غوښتنې قضیې ومنل شي (Majrooh and Elmi, 1987). څلور استادان د هېواد په داخل کې له وسلوال مقاومت سره یو ځای شوي دي. درې یې وژل شوي دي او یو استاد (عبدالرحمن چې په ارواپوهنه کې دوکتورا لري) لا هم په هرات کې جنګېږي. هغوی چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي یا خو تقاعد شوي دي او یا هم عمرخوړلي دي او نه شي کولای له افغانستان څخه بیرون نوی ژوند پیل کړي. یو شمېر هغه فرصت طلبه د استادانو مرستیالان چې له حکومت سره همکارۍ ته پاتې دي، دوی یا له مقاومت سره اړیکې نه لري او یا هم د وتلو لپاره کوم فرصت.

روڼآندي او مقاومت

د تره کي او امین د رژیم (له ۱۹۷۸ – ۱۹۷۹ پورې) ترورونو او د شوروي اتحاد نظامي‌ یرغل له ۱۹۷۹ز کال راهیسې د تعلیمیافته خلکو د سترګو پر وړاندې له انقلاب نه پرده پورته کړه. خو زیاتره لا هم نه پوهېدل چې څه باید وشي. یو لږ شمېر خلکو په کابل کې په پټه د مقاومت ګروپونه رامنځته کړل، زیاتره یې ونیول شول او ځینې نور لا هم پټ فعالیتونه تر سره کوي.

په جلاوطنۍ کې یوازې هغه روڼآندي چې د اسلامي مقاومت خوځښتونو غړي وو او یا یې هم ورسره اړیکې درلودې، په ځانګړې توګه له اسلامي انقلابي سازمانونو سره، دوی پاتې شول او په جهاد کې یې فعالانه ونډه واخیسته، دوی په جلا وطنۍ کې یا د افغان سیاسي ګوندونو اداري کارمندان شول او یا هم د افغانستان په داخل کې د مجاهدینو قومندانان. هغه روڼآندي چې آزادفکره وو او یا هم په لویدیځ کې روزل شوي وو، هغوی په پاکستان کې په پاتې کېدو سره له جدي ستونزو سره مخ شول، دوی نه شول کولای چې د مقاومت له ځوځښتونو سره ځانونه مدغم کړي. دا چې ولې دغو روڼآندو ونه شول کولای چې د ملي خپلواکۍ په هڅو کې د رهبرۍ او یا هم لږ تر لږه فعالانه رول ادا کړي، په دې اړه داخلي او بهرني دلایل شتون لري.

دا چې هغوی د ځان لپاره د اهمیت یو ځانګړی احساس درلود نو د دغه احساس او بل د شخصي خوندیتوب لپاره یې کابل پرېښود. ځکه چې په لومړي قدم کې مارکسستي رژیم د لوړو زده کړو درلودونکي اشخاصو ته کوم اهمیت نه ورکاوه. د دې لپاره چې یو شخص په کابل کې ژوند کړی وای او یا هم په دې خاطر چې یو مقام و موقف یې تر لاسه کړی وی، نو هغه اړ و چې نورو نویو اصولو ته یې غاړه ایښې وه،‌ هغه اصول چې د زده کړو له کچې سره یې هېڅ اړیکه نه درلوده. د بېلګې په توګه هغه باید د حاکم سیاسي ګوند غړی شوی وای او په دې ډول هغه باید د ګوند د مشرانو له نیمه زده کړو څخه دوباره زده کړې تر لاسه کړې وې، هغه باید احکامو ته غاړه ایښې وای او جدي دیسپلیني اصول یې باید رعایت کړي وای. د یو روڼآندي د ایګو لپاره دا چارې تر سره کول سخته وه. پر دې سربېره، هغه په فزیکي ډول ځان په خطر کې احساسوه، د هغه کور شونې ده چې هر وخت د شپېې له خوا تالاشي شوی وای او د هغه اسناد او کتابونه مصادره شوي وای. دا هم شونې وه چې هغه او د هغه د کورنۍ نور غړي دي په ظالمانه ډول نیول شوي وای، شکنجه شوي وای او پر اوږده حبس مجازات شوي وای.

له بلې خوا روڼآندو باور درلود چې که له مقاومت سره یو ځای شي، نو د هغوی د ځان درناوي او شخصي خوندیتوب احساس به په بشپړه توګه احیا شي. د همدغه ساده باور پر اساس، دغو افغان روڼآندو توقع درلوده چې په جلاوطنۍ کې دغه د مقاومت سیاسي سازمانونه به دوی ته غېږه پرانیزي او دوی ته به د درناوي وړ او د ښه معاش درلودونکي دندې ورکړي. دوی فکر نه کاوه چې د مقاومت د نظر له زاویې دوی هم د هغوی په څېر چې په داخل د هېواد کې د نظام تر چتر لاندې پاتې وو، دوباره نویو زده کړو ته اړتیا لري، د دې لپاره چې د مقاومت د حالت د بیاارزونې او له نویو شرایطو سره د مطابقت وړتیا پیدا کړي.

په واقعیت کې هغوی د غبرګوني رد له پدیدې سره مخ شول: لومړنی رد د هغوی په اندرون کې و چې خپل ځان رد کړل او دویمی یې بهرنی رد و چې بهرنيو قوتونو ونه شول زغملای.

ښاري روڼآندو په اروايي او ټولنیز لحاظ د اطرافو له خلکو سره کوم مشترکات نه درلودل، کله چې دوی د مهاجرینو او د مقاومت د جنګیالیو په منځ کې د عوامو منځ ته کېوتل، نو دا ورته ستونزمنه وه چې ځانونه دې له کروندګرو او کلیوالو سره د یو هویت تر چتر لاندې وګوري، په تېره بیا هغو کروندګرو او کلیوالو سره چې د جګړې د ډګر قومندانان شوي‌ وو. له بلې خوا دغو کلیوالو او کروندګرو په اتومات ډول دغه روڼآندي رد نه کړل، بلکې برخلاف دوی تمایل درلود چې د لوستو وګړیو په توګه د دوی درناوی وکړي او غوښتل یې چې په خپلو ګروپونو کې یې ځای پر ځای کړي،‌ په ځانګړې توګه د جګړې په کرښو کې د ډاکترانو،‌ سلاکارانو، تنظیموونکو،‌ روزونکو او نورو په توګه. که څه هم د روڼآندو لپاره ستونزمنه وه چې د دې دندو لپاره له خپل اندرون څخه ځان وهڅوي، ځکه چې له یوې خوا په دوی کې نه کوم نیشنلیستي او د هېوادنۍ مینې احساسات موجود وو او نه هم په کې دیني او کمونیست ضد احساسات. که ووایوو چې روڼآندي بې زړه او ډارن وو، د آزادۍ ټولې ادعا وې یې پرېښودې، هم شونې ده چې بد قضاوت نه وي. په بیروني اړخ کې دوی د ډېرو ځواکمنو ځواکونو په توسط رد شول.

دا چې روڼآندو نوي حالات په ښه شکل نه وو درک کړي، نو دوی ونه توانېدل چې هغه ځواکونه تحلیل کړي چې مقاومت یې احاطه کړی و. په همدې خاطر پایله دا شوه چې دوی ونه توانېدل چې ښکاره کړي دوی له مقاومت سره د څه ډول کاري‌ اړیکو جوړولو توانايي لري.

په مقاومت کې دوه اسلامي ګروپونه ځواکمن وو. دودپالان او انقلابیان او دا دواړه په بنسټیزه توګه د سیکولر ذهنیت لرونکي روڼآندو مخالف وو. دودیز اسلامي مشران لکه ملایان، دیني عالمان له هماغه پیله د نوي تعلیمي سیسټم مخالف وو او اوس یې د اوسنیو شرایطو په اړه هغوی چې د دغو نوي‌ تعلیمي سیسټم له لارې یې زده کړې کړې وې، تورنول. دوی فکر کاوه چې همدغو د نوي‌ تعلیمي‌ سیسټم زده کړیالانو هېواد ته کمونیزم او نور د اسلام ضد نظریات راوړل. کله چې روڼآندي واک ته ورسېدل،‌ په ځانګړې توګه کله چې کمونیستانو واک واخیست او شوروي اتحاد یرغل وکړ، نو دیني مشرانو فکر کاوه چې له ماډرنیزم سره د دوی له سلګونو کلونو راهیسې مخالفت اوس په قوي استدلال ثابت شو چې سم و. له بلې خوا دا چې روڼآندو ته هم ستونزمنه وه چې بیا د کمونېزم درسونه له بې عقلو او مغرورو کمونیستي مشرانو څخه پیل کړي، نه یوازې دا، بلکې حتا دا هم ورته ستونزمنه وه چې د هغوی د هغو حکمونو اطاعت وکړي چې له تنګنظرۍ یې سرچینه اخیسته، لکه د ملایانو له پامه غورځول، نو دوی له هماغه پيله پوهېدل چې د دودپالو له خوا به رد شي. یو څو محدودو کسانو دومره توره وکړه چې د مقاومت له نسبتاً منځمهاله ادارو سره پاتې شول او کار یې ورسره پیل کړ، خو د دوی کاري اړیکې جوړول هم له دغو دودیزو دیني عناصرو سره اسانه نه وې. د دوو یا درېوو کلونو په تېرېدو سره دوی ستړي شول او زیاتره یې متحده ایالاتو ته لاړل، ځینې لویدیځې اروپا ته او ځینې هم نورو هېوادونو ته لاړل.

انقلابي اسلامي عناصر چې بنسټپاله هم ورته ویل کېدل، هم د رد یوه سخته رویه غوره کړه. دوی نوی روڼآندي یا په کمونیزم تورنول او که کمونیستان به یې ورته نه شول ویلای، نو د لویدیځ په ډول د ژوند لپاره پر فکر یې تورنول. د ملت، ولسواکۍ، فردي آزادۍ، د ښځو حقوق او …‌په اړه د روڼآندو نظریات او کار کفایت کاوه چې دوی دې یې له امله د اسلامي‌ انقلاب دښمنان ګڼل شوي وای. له ۱۹۸۰ز کال راهیسې دغه ډول روڼآندي له خپلو کورنیو سره پېښور (پاکستان) ته راغلل او هڅه یې وکړه چې د مقاومت لپاره کار وکړي. خو کله یې چې له افغان سیاسي مشرانو سره ولیدل، نو شکونه یې تر منځ راپورته شول. په جلاوطنۍ کې د لومړۍ میاشتې په جریان کې به دوی له نامعلومو ادرسونو څخه له غوسې ډک لیکونه تر لاسه کول او دوی ته به یې ویل چې ژر تر ژره پاکستان پرېږدي او لویدیځو هېوادونو ته لاړ شي. ورپسې به په فزیکي ډول هم تهدیدیدل، د دوی لپاره دندې نه وې، د راتلونکې لپاره یې کومې هیلې نه وې،‌ د دوی د ماشومانو لپاره تعلیمي اسانتیاوې نه وې. پر دې ټولو سربېره فزیکي خطر به هم ورته متوجه وو، نو دوی بله هېڅ کومه لار نه درلوده، پرته له دې چې په لویدیځو هېوادونو کې پناه وغواړي.

********

دغه لنډه مقاله د افغانستان په داخل او له افغانستان نه بېرون د افغان روڼآندو تراژیدیک بدمرغه حالت تشریح کوي. د افغانستان په داخل کې له ۱۹۷۸ز کال راهیسې افغان روڼآندي د کمونیستي رژیم لاندې دومره وځپل شول څومره چې نور عام افغانان ځپل شوي‌ دي، خو له افغانستان بېرون په جلاوطنۍ کې یې نورې سختۍ وګاللې، په ځانګړې توګه کله چې د مقاومت له جبهو وشړل شول. په داسې حال کې چې پخواني روڼآندیو (هغه یو څو یې چې ژوندي دي) د مجاهدینو او مهاجرینو په منځ کې د قدر وړ ځای پیدا کړ، خو افغان معاصرو سیکولر روڼآندو په دې منځ کې ځانونه په انزوا کې لیدل. افغان روڼآنديو د خپل اندروني تضاداتو او ټولنیزې او کولتوري مخینې له امله د دې توانايي نه درلوده چې له خپلو مخالفو قوتونو سره مخ شي، هغه قوتونه چې د دوی په مقابل کې له ۱۹۷۸ز کال راهیسې جوړ شوي او راپورته شوي وو. د مقاومت په برترۍ کې واقع مذهبي مشرانو (دودپاله او انقلابیان دواړه په مساوي ډول) د افغان روڼآندو لپاره په هر لحاظ دا ناشونې کړه چې د خپل اشغال شوي هېواد لپاره په درد وخوري. خو بیا هم له ټولو هغو شخصي ستونزو سره سره، افغان روڼآندي بیا هم له مسوولیت څخه نه دي خلاص. له دوی تمه کېده چې د لویدیځ په لور به د جلاوطنۍ اسانه لار ونه نیسي، بلکې له خپلو خلکو سره د پاتې کېدا سخته لار به انتخاب کړي، له خپلو خلکو سره به د جګړې له امله وران شوي هېواد کې واوسېږي،‌ له خپلو خلکو سره به په بدمرغیو کې شریک شي،‌ نوښتونه به وکړي او په دې ډول به په لویه او یا هم کوچنۍ سطحه د خپلو خلکو لپاره ځان ګټور ثابت کړي. په دې ډول نویو روڼآندو کولای شول چې بېرته خپل ځان و مقام ومومي او بېرته له خپلو خلکو او وطن، کولتور او تاریخ سره خپلې شلېدلې اړیکې پیوند کړي. په دې برخه کې افغان مقاومت دوی ته یو تاریخي فرصت ورکړ، خو داسې معلومېږي چې دوی دغه تاریخي فرصت له لاسه ورکړ. اوس پوښتنه دا ده چې:‌ کله افغانستان بیا آزاد شي، آیا هغوی چې له خپلو کورنیو سره په لویدیځ کې مېشت شوي دي، بېرته به هېواد ته راستانه شي او د ملي بیارغونې په سترې ننګونې کې به ونډه واخلي او که نه دوی به بیا د خدمت فرصت له لاسه ورکړي؟

 

 

 

 

Reference:

Arnold, Anthony. Afghanistan’s Two Party Communism: Parcham and Khalq. Stanford, California: Hoover Institution Press, 1983.

 

Dupree, Louis. Red Flag over the Hindu Kush. Part I: Leftist Movements in Afghanistan, American Universities Field Staff Reports, No. 45, Asia, 1979.

 

______. Afghanistan. Princeton: Princeton University Press, 1980 (pp. 437-40, 494-98).

 

Dupree, Nancy Hatch. “Afghan Literature,” in Encyclopedia of World Literature in the 20th Century, New York: Frederick Ungar Publishing Co., 1981.

 

_______. “the Conscription of Afghan Writers: An Aborted Experiment in Socialist Realism,” Central Asian Survey, 4 (4): 69-87, 1985.

Majrooh, Sayed Bahaouddin and S.M.Y. Elimi. The Sovietization of Afghanistan. Peshawar: Afghan Jehad Works Translation Center, 1987.

 

 

[1]  د میوندوال د وژلو په اړه لا هم ضد و نقیض معلومات خپرېږي. ښايي سردار محمد داود خان د هغه په وژلو کې ښکېل نه وي او ښايي هغه د کی جی بي د پیسو په زور د کوم افغان پولیس افسر په توسط وژل شوی وي.‌ لیکوال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.