پښتوژبلار د ښونځي لپاره – ۸مه برخه

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

981

اتریبوت ( پژندنخښو) سره بېلګې:

 نارینه: زوړ چینار. د زاړه چینار. له زاړه چینار څخه. زوړ چینار.

ښځینه: ځوانه ونه. د ځوانې ونې. له ځوانې ونې څخه . ځوانه ونه

 

Der Konjunktiv

کونیونکتیو یا کنجنکشن
Der Konjunktiv I

کونیونکتیو ۱ تړنویی ۱

۱ – کونیونکتیو زیات یوه هیله، یوه غوښتنه یا (یوڅه) رابلنې ته وایي (افاده کوي).

دا چې ویل کیږي، لا تراوسه رښتیا شوي یا کړل شوي نه دي، بلکه د ویونکي له خوا څخه  داسې غوښتلکیږي.

بېلګه: – هوښ ولره

        – سړی دې دوه هګۍ واخلي

       – هغه دې صبر وکړي.

۲ – له کنجنکشن ۱  سره ناسیده/ نه وییزې (نه ور غږیزه) ویناوي جوړیږي.

بېلګې: ځوان وایي، هغه هره ورځ خپله د خوښې مړۍ خوري.

پلار وایي، هغه دې پیسې سپما کړي.

Konjunktiv II (Möglichkeitsform II)

کونیونکتیو ۲ ( شونتیابڼه) تړنوییز ۲ :

۱ – کونیونکتیو ۲ یو څه وایي چې په خیال کې وي، خو عملي شوي نه وي.

بېلګه: که شونتیا یې وی یا که کېدی شي یا که کېدونکې وي، هغه به هره ورځ خپله د مینې مړۍ خوري.

   ما به داسې نه وی کړي.

زه به داسې څه هيڅ (وخت) ونه کړم.

کونیونتیو ۲ زیات وخت د درنښت له امله هم کارول کیږي.

بېلګه: ما به هیله لرودی، چې تا دې یو ه غزل ویلې وی.

ما به تاته مشوره درکړې وی، چې دا کتاب دې ولولې.

۳ – کونیونکڅیون ۲ کارول کیږي، هغې پسې چې یو څه ته لاسرسی شوی وي.

بېلګې: نو دا به وو.

د ازموېنې لومړی پړاو به تا اوس سرته رسولی وي.

۴ – کونیونکڅیون ۲ کارول کیږي، چې یو څه تېر او سرته رسېدلي وي.

بېلګه:که بس په خپل وخت راغلی وی، زه به په سم وخت ښونځي کې وی.

۵ – کونیونکڅیون ۲ کارول کیږي، که یو څه همدا اوس پېښېدلی.

بېلګه: که ما په همدې وخت کې پیسې لرودی، زه به له تاسره سینما ته لاړ شم.

۶ –  کونیونکڅیون ۲ کارول کیږي، که یو څه لا نه وي پېښ شوي.

بېلګه: که موږ د ښونځې کار دا اوس نه لیکلی، زه به نېکمرغه وی.

Konjugation im Konjunktiv I

بدلون په تړنویونو ۱ کې

اوسمهال

زه ځم                  زه وایم             زه خبرې کوم

ته ځې                  ته وایې                ته خبرې کوې

هغه، هغوي ځي      هغه، هغوي وایي   هغه، هغوي خبرې کوي.

موږ ځو                موږ وایو             موږ خبرې کوو

تاسو ځۍ              تاسو وایۍ         تاسو خبرې کوۍ

هغوي ځي            هغوي وایي       هغوي خبرې کوي

Perfekt پایشوی راتلونکی

زه دې تللی وم     ما ویلي دي   ما خبرې کړي

ته دې تللی وې   تا ویلې دي    تا خبرې کړې دي
هغه، هغوي تللي دي   هغه هغوي ویلي دي   هغوي خبرې کړي دي

موږ دې تللي یو        موږ ویلي دي           موږ خبرې کړي دي

تاسو دې تللي وۍ    تاسو دې ویلي وي    تاسو خبرې کړي دي

هغوي دې تللي وي  هغوي ویلي دي   هغوي خبر کړي دي

Futur I راتلونکی ۱

زه به لاړشم      زه به ووایم         زه خبرې وکړم

ته به لاړ شې       ته به ووایې      ته به خبرې وکړې

هغه، هغوي به لاړ شي   هغه، هغوي به ووایې    هغه، هغوي به خبرې وکړي

موږ به لاړ شو      موږ به  ووایو ،          موږ به خبرې وکړو

تاسو به لاړ شۍ   تاسو به ووایۍ    تاسو به خبرې وکړۍ

تاسو به لاړ شۍ  تاسو به ووایۍ    تاسو به خبرې وکړۍ

هغوي به لاړ شي  هغوي به ووایي    هغوي به خبرې وکړي

Futur II راتلونی ۲

زه به تللی وم  مابه ویلي وي  ما به خبرې کړې وي

ته به تللی وې تابه ویلي وي   تا به خبرې کړي وي

هغه، هغوي  به تللي وي  هغه، هغوي به ویلي وي   هغه هغوي به خبرې کړې وي

موږ به تللي وو    موږ به ویلي وي    موږ به خبرې کړې وي

تاسو به تللي وی    تاسو به ویلي وي   تاسو به خبرې کړي وي

هغوي به تللي وي   هغوي به ویلي وي   هغوي به خبرې کړي وي.

Die direkte Rede

سیده ویناوې یا – خبرې یا ګړېدل(؟)

یادونه: ما پورته د هغه اړوند وي دوه ډوله پرېپوهېدنې لیکلي. دا توپیر لری. د سم اند له مخې وینا یو څه او خبرې بل څه دی. وینا یو رښتیا ارزښت لري او هغه باید وښوول شي، چې داوینا رښتیا او که نارښتیا ده او خبرې دا نه وایې. دا به داسې ووایو، چې ټول هغه ویل، چې دا د وینا پېژند نه لرې، خبرې دي.

سیده خبرې د یوې غونډالې برخه ده، چې  ویونه بېرته ورکوي، کوم چې ویل شوي وي.

دا ویل شوي چې په نخښه کړو، د نخښوننخښو منځ کې ځای په ځای کیږي.

شونتیاوې:
پلار وویل: ،، نن موږ یو چکر وهو.،،

،،نن موږ یو چکر وهو،، ، پلار وویل.

،، نن،، ، پلار وویل، ،، موږ یو چکر وهو،،.

،، ایا نن یو چکر وهو؟،، ، سپین وپوښتل.

،، موږ نن یو چکر وهو!،، ، سپین غږ کړ.

Rede die indirekten ناسیده خبرې

په ناسیده خبرو کې ( نه وییزې خبرې) دا ویلشوې  وییونه  بېرته نه ورکوي، بلکه په یوه وییزه خبرې خبر ورکول کیږي.

سړی دبېلګې په توګه په کار اچوي، که سړی د یوه بل  یوه وییزه خبره یو دریم ته ورکوي.

ناسیده خبرې دې په کونیونکڅیون ۱ کې ځای په ځای وي.

سپین ماته وویل، هغه نن د فوتبال ( پښو غونډوسکې) لوبغالي ته ځي.

 سپین ماته وویل، چې هغه نن د فټبال( پښو غونډوسکې) لوبغالي ته ځي.

لوبغاړی په اند وو، هغه په ښه حالت کې دی.

ناسیده خبره په کونیونکڅیو ۲ کې ده، که کونیونکڅیون ۱ څخه یواځنی روښانه وي:

سپین وویل، که د هغه مورپلار نن یو نوی موټر اخستلی وی. ما به هیله لرلی وی، چې هغوي نن دلته راغلي وی.
ناسیده خبرې زیات په ایندیکاتیو وي، که روښانه وي، چې یوه ناسیده خبره مخ ته پرته وي، په ټوله کې يه یوه غونډاله کې له یوه پيلويي سره .

سپین وایي، چې هغه د کورکار کوي.

موټروان په اند دی، چې دی مختګ لري یا —-،–لومړیتوب لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.