ژبې ته اړیینه پام لرنه

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

678

و ژبې ته اړیینه پام لرنه.

هغه ډېرې پښتو سر د موږ ستونځې او که د پښتو ستونځې په حالتونو کې دې. پر حالتونو باندې مو خبرې کړي. اوس یواځې داستونځې ، چې ولې دې دا لږ روښانه کوو.

په نورو ژبو یا چې زه پرې پوهېږم، الماني یا انګریزي کې د نومځاینیوي بڼه بدلیږي. په پښتو کې بڼه بدلېدنه نه شته، نو باید یو بل ژبنیز یا ژبلاریز څه وي، چې ځان د هغه حالت سره برابر کړي، چې ستونځې همدا پیدا کوي.

موږ زه او ما لرو، چې دا یواځې له کړنوییونو څخه روښانه کېدی شي، چې کړونی دی او که پرېکړونی.

که ولرو: ،، ما کور ،،، خو له دې څخه څه نه پوهېږو، ځکه ما کړونی دی او دلته د کور سره څه نه کیږي، نو که له پیداېښت څخه راسره مل ،، د ،، له ،،ما،، څخه د مخه ورزیات شي، نو دا به،، د ما کور،، شي. له دې امله ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم بلل کیږي او دا د نه کړوني یو حالت روښانه کوي.

که و ګورو ،، له ما څخه،، ، نو دلته درې څه لرو: له، ما او څخه.

،،ما،، خو کړونی دی او دلته څه نه کړل کیږي، دا په دې پوهېدنه، چې دا ،، ما ،، له نه کړونی حالت سره باید سر وخوري.

دلته نو څه کیږي؟

دلته دا ،، له ،، چې ورسره مل شوی او دا ناخپلواک مورفېم دی اودنده یې دا ده، چې د بل ورسره مل ویي پوهېدنه بدلوي او دا ،، ما ،، د کړوني حالت څخه د ،، له ما،، سره   ونه کړوني حالت ته راځي، نو ،،له ما،، د نومځاینیوي پوهېدنبدلون دی، چې ،، له ما څخه،، کیږي او څخه خو پوهېږو، چې پسېځاینیوی یا پوستپوزېشن دی.

دا نور، په، پر، و ، تر هم همداسې مورفېونه دي، بې له خپلواکې پوهېدنې سره او د ،، ما ،، پوهېدنبدلون له امله، لکه پورته. دا پورته ټول پرته له ،، د ،، څخه د داتیو حالت یا د پسېځاینیوو حالت اړونده مورفېمونه دي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.