د پښتو څلور حالتونه او هیله

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

808

 پښتو ژبې حالتونو په هکله داسې لږ نورې روښانونې هم. داځل د پوښتنوییونو ( یاپوښتننومځاینیوو) سره، خو له دې څه د مخه:

څه وخت د مخه مې دا حالتونه د رېکتوس او اوبلیکوس لاندې څېړلي وو یا دي. دا هم د ژبلار سره په مخامخوالي کې نه راځي، خو هلته بیا اوبلیکوس د نه کړوني حالت په څېر باید په درې برخو ووېشو او هلته بیا هم باید د څلورم یا د اوبلیکوس له مخې څخه په نورو برخحالتونو هم ووېشل شي، چې دا ټول په دې څلورو حالتونو کې هم دي، نو ښه دا ده، چې په دې باید باوري، شو، چې پښتو د رېکتوس او اوبلیکوس پر ځای باندې دا څلور حلاتونه لري.

داسې و مخ ته ځو:

د دې څېړنو لپاره کلیتیکي یا تکیه اړ نومځاینیوي هم اړیېن دي، چې یو ځل یې بیا دلته هم و فکر ته راوړو.

دا دوه ډوله دې

اینکلیتیکي یا و مخ ته تکیه اړ  نومځاینیوي، دا دمخه تکیه اړ نومځاینیوي  د حالتوییونو یا پسېځاینیوو و مخ ته راځي، چې ،، را، در، ور ،، دي ، چې دا به پوره څېړو او دا و مخ ته تکیه اړ نومځاینیوي، ځنو یا ښه  یې د خوزنده کړنوییونو ومخ ته هم راځي، چې دا کړنوییونه لوریزوي یا لوریزه دي. بېلګې یې: وړم، درځم  او نور .

بل ډول یې: د پوستپوزېشن و مخ ته راځي، چې حالت هم ورڅخه روښانه کیږي، لکه: (را،در، ور)( څخه، سره، کې، باندې، پورې…).

او پسې تکیه نومځاینیوي، چې د یو څه پسې راځي. لکه کور مې …. دا هم دوه پوهېدنې لري، که کړنوی پسې وو،  هغه کړنه ده: ما کور واخست او که پسې ولرو: که خوي وی پسې راشي، نو بیا دا مې د خاوندوالي مورفېم دی، لکه کور مې سپین رنګ لري او یا نورو ته یې خپله فکر وکړۍ.

په پښتو کې له حالتپېژندنو څخه د مخه نور څه پېژندل شوي؟

— پر دې باندې( د مخه مې لیکلي ،،په دې،،، چې ناسم دی) وپوهېدو، چې پښتو یواځې پسې څاینیوي لري.

— وپوهېدو، چې د حالتونو، په ځانګړې توګه له څلورم حالت څخه، چې نږدې ټول پرته له ،، د ،، څخه  اړونده مورفېمونه دا دي: له، تر، په، پر، و، ….

د موږ خارجې ژبپوهان هم کله ناکله دا پسېځاینیوو سره بدلوي، چې له امله یې دا لاندې لښتکی د لا ښه پوهېدلو لپاره راوم:

غونډلې سم انډول ناسمپوهاوی الماني، انګر.
له مېز څخه

له مېز سره

تر مېز پورې

په مېز کې

پر مېز باندې

څخه

سره

پورې

کې

باندې

له

له(د سره?)

تر( جنجالي)

په

پر(باندې)

von, from

mit; with

bis; untill,

in;in

auf, of?

یادونه: د دې پوهېدنې لپاره دا بسیاکوي.

 داسې و مخ ته ځو:

۱ ۱ – د کړوني حالت: زه خورم.  ما وخوړه.

۱ ۲ – په پوښتنو کې: څوک خوري؟ ، چا وخوړه؟

۱ ۳ – څه خوري؟ څه (شي) وخوړه.

۲ ۱ – پرېکړونی: هغه ما وهي. هغه زه ووهلم.

۲ ۲ – په پوښتنو کې: څوک څوک وهې؟ څوک چا ووهلو؟

۲ ۳ – څه وهي؟ څه ووهل شو.

یادونه: پښتو په رېښتیا یوه هکپککونکې ژبه ده. په پوښتنو کې د کړوني حالت د ،،ما،، چې چا یې بولو په پرېکړوني حالت کې پوښتنې یواځې په ،، څوک،، کېږي.

۳ ۱ – د ما کور کوچنی دی.

۳ ۲ – د چا کور کوچنی دی؟

دا لاندې څلورم حالت دی، هغه ډېر ناسمونونه د موږ د ژبپهانو او لیکوالانو دلته راځي، خو زه یې همدا یو راوړم، ناسمونونه هم ورسره پورهزیات دي.

۴ ۱ –  تر ما پورې.

۴ ۲ – تر چا پورې؟ یا همداسې

۴ ۳ – تر څه پور؟

په پورته  له  ۱ ۱ – څخه تر ۲ ۲ – پورې کې ما یا چا کړن –  یا پرېکړننومځاینیوي دي.

په دې نورو کې به نو دا ،، ما ،، او همداسې ،، چا ،، څنګه له کړننومځاینیوو څخه و وځې او نه کړنحالت به غوره کوي؟

دلته هغه بنسټخبرې دي:

ګورو، چې دا کار په پورته کې د خاوندوالي مورفېم ،، د ،، او دې بل څلورم حالت یا د پسېځاینوو حالت کې دا دنده ،، تر ،، و سر ته رسولې.

ګومان مې دی، چې دا روښانونه به بسیا وکړي.

ډېرو ګرانو ژبپوهانو او ژبمینه والو!

باور وکړۍ، چې دا حالتونه د ژبې یوه بنسټیزه موضوع ده او په ژبه کې همهغه له پیل څخه د ناسمونونو مخه نیسي، او له دې امله مې هیله باید وي، چې و پوهنې ته د درنښت او او اړتیا  له امله ورته جدې پاملرنه وشي

تاسو د ژبپوهانو او پوهانو په څېر یوه پوهنیزه لیکنه او شننه، چې رېښتیا په تاریخ کې لومړني او بنسټیزه  لیکنه وي، وهغې ته د یوې پوهنیزې لیکنې په څېر وګورۍ او همهغسې یې ومنۍ.

که چېرې تاسو له دې کار څخه ډډه کوۍ، نو دا درې لامله به وي:

۱ – زه به درته هسې لیونی او ځانپالی برېښم، چې لیکنه مې باید دومره ارزښت ونه لري او بېځایه نور ستړي کوم او یا

۲ – لیکنه یوه ژبپوه نه ده کړې، نو تاسو به ورسره لږ حساسیت ولرۍ او

۳ – ناسمه ده، چې په دې حالت او آن په ټولو حالتونو کې یې ناسمونونه وښایۍ.

که دا کار له دې څخه د مخه شوی وي، – زه سل په سلو کې ډاډه یم، چې نه دی شوی، چې هغه پرېکړه د موږ د ژبپ،هانو او نورو لیکوالانو له لیکنو څخه کولی شم- نو هم هیله ده چې ومې پوهوۍ.

له دې سره باید موږ بلد یو یا ځانونه بلد کړو، چې په پوهنه کې داسې پېښې د سمې لارې د میندنو سره سملاسې پېښيږی، چې ځنو کارونه  یا دلته میندنې په پېړیو کې نه وي شوي او سملاسې هغه لار ومیندلشي، خو د سیستماتیکو هلو ځلو له امله  یو کس پرې بریالی شي، چې هغه لار ومومي، هغه لار وي، خو نه وي میندل شوي.

ژبه مو پوره ځوانه رسمي میدان ته راوتلې او دموږ ژبپوهانو تر اوسه پورې ډېر کار کړی. باور وکړۍ، چې د ما کار هم په دې اولسو کالو کې یې کوم کم نه دۍ، که د ما ټول د ژبې په هکله لیکنو ته هم پاک وکړۍ.

زه په رېښتیا نور ستړی هم یم، له ما سره مرسته مه کوۍ، خو د پوهنې – او له دې لارې د ولس او د ولس له ژبې سره مرسته وکړۍ.

له ټولو په ځانګړې توګه د ژبپوهانو څخه مې هیله ده، چې پوهنې ته په درناوي، د احساساتو څخه کا ر مه اخلۍ، د دې لیکنې، چې هرو مرو هراړخیزه څېړنه مو یې په پام کې نیولې، مرسته وکړۍ، چې دا د ژبې ستونځې مو ور سره بنسټیزې اوبی کیږي.

که دا کار اوس ونه شي، نو یو وخت به د اوس وخت شاګردان موږ  هر یو لږ تر لږه په زړونو کې محاکمه کړي.

د اړیکو لپاره مې برېښناپته

smakhan1946@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.