پښتو افغان- او د باندني پښتو پوهان

ډاکتر ماخان مېږی شینواری   

701

له پیل څخه څو اړیینې یادوني:

 ۱ – یو هیواد او ښه یې د یوه هیواد وګړي، چې وروسته پاتې وي، نو هغه په پوهنه او هره پوهنه کې هم وروسته پاتې وي. موږ ژبه هم –لکه څنګه چې ده – د ژبلارې له لارې څخه بېرته داسې نه ده ورکړې لکه چې لارې ورته لرو.

۲ – موږ د خبلې ژبې هر اړخیزه ودې لپاره – لکه څنګه په نورو پوهنو کې – هم له نورو  ژبو څخه ګټه اخستلو ته پوره اړ یو، خو په یو څه باید ډاډه وو، چې موږ په خپله ژبه باندې له هغوي ( د نورو ژبو له پښتو پوهانو) څخه ښه پوهېږو، موږ چې له هغوي څخه زدکړه کوو او باید ویې هم کړو، هغه د ژبلاریزو کلمو د پېژندونو دي، چې هغه باید له هغو راواخلو او خپله ژبه ورسره، د خپلې ژبلارې په لار سنبال کړو.

موږ خپله ژبه هم بې له دباندنۍ ژبې مرستې څخه پرته و مخ ته نه شو بیولی، که څوک غواړي، په خبله ژبه باندې و بوهیږي.

اوس به و خپلې موخې ته راشو:

دېر واره افغان پښتوپوهان، چې خپلې لیکنې باوري کوي، نو د دباندنیو پښتوپوهانو لیکنې راوړي. ما د ډېرو د باندنیو پښتوپوهانو لیکنې په ویکیپېيدیا او نورو  د پښتو لپاره  لیکنو کې وکتلې او دا پوره د ځوښۍ ځای دی، چې ډېرې دي.

دوي دواړو ډلو ناسمونونه کړي او یا نه پوهیږي ( که نادرنښت وي، د دې ډېره بخښنه غواړم، دا ځکه لیکم، ژبپوهان دې ته راوهڅوم، چې د ما په دې هکله لیکنې رد کړي)، چې  د ژبې جوړښت سم بېرته ورکړي یا سم ورکړي. زه هم  نه شم ویلی، چې دا ناسمونونه چا له چا څخه رانیولي او په دې ناروغۍ موږ ټول اخته یو.

زه  دلته یواځې هغه ناسمونونو ته د ګرانو لوستونکو پام رااړوم.

د موږ ستونځې چېرته دي؟

و به ګورو، چې د موږ ډېرې ستونځې په حالتونو کې دي، چې څو لیکنې په لرم او دابه دلته لنډ بیا د دوي د لیکنو په بنسټ وڅېړو. هغه د هوښیارو خبره، چې موټی د خروال نمونه ده.

ما داسې لږ څه د یوې پښتو لیکنې څخه را کاپي کړې، چې داسې څه ترې راواخلو بسیابه وکړي. دا غونډله به راوړو:

بېلګه: د ،، په،، سره لیکو چې ،، په لار،، یا په لاره: لاندې الماني او پښتو یې:

„auf dem Weg“ په لار یا په لاره

بېلګه یې له پیل څخه راوړې، چې د ،،په لار،، لپاره ،،په لاره،، هم لیکلی شو

دا غونډله نو باید د الماني غونډلې پر بنسټ باندې لیکل شوې وي، نو بسیا کوي، چې د لیکونکي له خوا یې د پښتو انډول  وڅېړو.

د الماني غونډله کې و موږ ته د خبروauf دی، چې څه ترې پوهېږو.

په پورته لیکنه کې د الماني auf د پښتو په ،، په ،، زباړل شوی او همدا رنګه یې په لار یوه ه ورزیاته کړې او لاره یې ورڅخه جوړه کړې، چې په دواړو کې د الماني auf پوهېدنه سمه نه ده ورکړ شوې. له  بلې لور څخه ،، په،، له داتیو حالت سره راځي، چې خپلواکه پوهېدنه نه لري، نو داسې لیکل یې ناسم دي.

د دې لپاره بېلګه: په کور کې. بل ډول دا غونډله نه راځي یا یې په بل ډول راوړل ناسم دي.

ناسمونونه دواړه ډلې کوي او دا غوره نه ده، چې څوک دا ناسمونونه کوي، خبره داده، چې موږ باید یواځې په ځانونو باور پیدا کړو، نور د موږ لپاره ژبه نه شي ښه یا سمه کولی. وبخښۍ ژبه خو سمه ده، خو ژبه دسمې ژبلارې میندنه ده

دوی هم په خپله ژبه کې یو څه لري هغه ګوري او زه یې د ده په ژبه کې هغه اړیین څه ګورم، خو زه یې بیاپه خپله ژبه له ده څخه ښه باید ولیکم او اوس یې له اولس کاله وروسته یا هلو ځلو ښه لیکم او باید ښه یې ولیکم، چې ور باندې یا پر دې باندې باوري یم.

دوی لیکي، چې دا ستونځې یواځې په څرکوم پوزېشن ،،په… کې،،  او همداسې په له … څخه، له … سره، ټر … پورې، پر … باندې  او نورو کې دي. رېښتیا وایي، ستونځې رېښتیا همدلته دي، خو دوي لا تر اوسه پورې په دې نه دي پوه شوي، چې ولې او څنګه دا ستونځې دي؟

لنډ سمون: په پښتو کې موږ یوآځې پوستپوزېشنونه یا پسې ځاینیوي لرو، نو دا هېڅ ستونځې نه دي.

د داتیو حالت جوړښت

له هر څه څخه به لومړی دا ووایو، چې پښتو یواځې پوستپوزېشنونه یا پسېځاینیوي لري او بس.

نو و الماني لیکنو ته: دوي دباندني او افغان ژبپوهان ستونځې یا ځانګړتیاوې په ،، په … کښې، ،،  او همداسې ټولو نورو د داتیو حالت پسېځاینیوو او حالت مورفېمونو کې ګوري، دا د موږ ستونځې هم دي.  دا ما په خپلو لیکنو کې تر هغې پورې، چې په دې حالت داتیو سم نه وم پوه شوی لیکل. نو اوس ګورو، چې دلته د رېکتوس ستونځې نه شته، ستونځې دا دي، چې موږ په ځانګړې توګه د ژبلار حالتونه  نه دي پېژندلي او د ژبې هغه لویه برخه ستونځې مو دلته دي

بېلګې یې :.

 زمونږ کره ځو. سم یې: له موږ کره ځو:

دا به لږ روښانه کړو ، چې ولې:

لومړی: ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی، چې بیا باید ولیکل شي: د موږ کره ځو.

دویم: کره خو! څښتن نه لرې.

دریم: موږ په پښتو کې تکیه اړ نومځایونه لرو، چې له هغې سره یې تللی ( چې دا سې ویینه به سمه وي او که ؟ فکر به ورته وکړو). کور: کور مې په کابل کې دی، خو نه شو لیکلی، چې کره  مې.

لیکلی شو: راکره، خو نه شو لیکلی را کور…

که دلته له هرکوم تکیه اړ نومځاینیوي سره سم راته، خو بیا د همهغې ډلې دی.

همداسې په لاندې کې: ته و یو چاته لیک استوې او نه یو چا ته. په دې هکله د ما دا اخرنۍ لیکنې کتلی شۍ.

دی عبدالرحمن‌ ته لیک وراستوی. سم یې

دی وعبدالرحمن‌ ته لیک وراستوی

— له ،، د ،، سره د خاوندوالي یا جینیتیو جوړښت هغه وییونه، چې د خاوندوالي مورفېم ،، د ،، یې ومخ ته نه راځي. ،، د ،، پرېپوزېشن .. . دا ناسم دي. سمونونه به یې د الماني په برخه کې ولیکو ، دا به دلته ووایم، چې ،، د ،، پرېپوزېشن نه دی. ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی. الماني، پښتو

د دې لپاره دوي لیکي:

 Handbreit, Spanne، لوېشت ( دلته د خاوندوالي څه نه شته)

د الماني انډول پر سمه پښتو باندې: د لوېشت سور، غزونه ( سور)

Reihe, Serie. لړ:

دا یواځې نومونه دي او بس. که یو څه په یوه لړ یا لړۍ پورې اړه ولري یا د لړ یا لړۍ وي، نو لیکو: د لړ … یا د لړۍ….بېلګه: ګورۍ، چې ژباړه یې یو پر بل باندې ناسمه کړې.  دلته د خاوندوالي څه نه شته، چې ،، د ،، ورسره راشي. دوي لیکي:

jene Gruppe von Wissenschaftlern

د دوی لخوا یې پوهېدنه: هغه ډله پوهان

له پورته پښتو څخه یې سمه الماني:

 jene Gruppe der Wissenschaftger

له الماني څخه یې سمه پښتو: له پوهانو څخه هغه ډله یا هغه ډله له پوهانو څخه. دلته پښتو، الماني یو په بل ناسم ورکړل شوي.

 Zu mirدا د الماني داتیو حالت دی

 او پښتو پوهېدنه یې. ،،وما ته،، ده. دلته وما د mir په پوهېدنه او دzu

پوهېدنه ،، ته ،، ده او په څټ.

ولې وما؟

ما  کړوني دی، چې دلته نه شي راتللی، ځکه چې دا پښتو کې داتیو یا د پسېځاینیوو حالت دی، دا ،، و ،، د اړونده حالت یو مورفېم دی، چې پخپله خپلواکه پوهېدنه نه لري،  خو له ،، ما ،، سره یوځای د داتیو حالت نومځانیوی دی. دا په دې پوهېدنه، چې ،، وما،، = ،،  mir ،،

پسې: ich habe dich geschlagen

پښتو انډول یې: ما ته ووهلې. دلته ،، ما ،، کړونی دی او ،، ته ،، پرېکړونۍ دی، چې د الماني اکوزاتیو د پښو په پرېکړوني واوښت. او په یاد دې وي، چې  dich  په الماني کې د اکوزاتیو نومځاینیوی دی.

دوی لیکي:einer von anderen; von einander

دوی د پښتو انډول لیکلې: ،، یو له بله،،.

په دې هکله مې لیکنه کړې، چې په پښتو کې له وییونو څخه تېرېدل ناسم دي، ،، یو له بله ،،  ناسم دی او سم یې یو له بل څخه دی.

د الماني پښتو انډول:  له یو بل څخه بېل شو. یو له بل څخه بېل شو.

د پښتو نومځاینیوي او حالتونه:د یو ګړو لپاره: زه، ما د کړوني او پرېکړوني ځانیز نومځاینیوي دي، خو په بدله بڼه کې او دا په لاندې ډول:

کړونيحالت یا ترانزیتیو حالت کې: زه وهم، ما وواه

کړوني حالت یا اینترانزتیو حالت کې: زه ځم، زه لاړم.

پرېکړونی – یا اینترانزتیو حالت کې:  ما وهي، زه ووهلم

د ډېر ګړو لپاره په دواړو حالتونو کې همهغه موږ، تاسو، دوي….. دي.

اوس پرېکړه لږ ستونځمنه کیږي، چې ایا دا اوس دواړه په رېکتوس او اوبلیکوس کې یو یا یو ډول وګورو او که د یوګرو لپاره چې توپیر په کې شته سره بېل وګورو. دما اند خو دا ده، چې دا په یوګونو کړونو کې بېل دی، نو سره بېل دي.

په الماني ژبه کې د حالتونو سره نومځاینیوي بدليږي، خو په پښتو کې نومځاینیوي نه بدليږي. په پښتو کې د حالتونو او په خاوندوالي او داتیو حالت کې د اړونده حالت او د داتیو حالت کې د  پسېځاینیوو اړونده مورفېمونه د ځانیز نومځای نیوي ،، ما ،، سره ور زیاتیږي او د دواړو ګډه لیکنه د پسېځاینیوي اړوند پوهېدنه بدلوي، د الماني حالتنومځاینیو په څېر.

په بخښنه داسې لږ دې دما نه، خو د لیکنو لږ ستایېنه وي:د ما لیکنې یواځنۍ دي، ځکه په پښتو کې په دې هکله لیکنې نه شته او که ما سهوه کړي وي، خوښ به شم او راته و یې لیکي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.