ولسمشر غني طالبانو ته: سوله کول د تسلیمېدو په معنا نه ده

899

په افغانستان کې د اختر په درو ورځو کې د طالبانو له خوا په تیره اوونۍ کې اعلان شوی اوربند پیل شوی دی. خو له کندهاره رپوټونه وايي چې همدا نن په دغه ولایت کې پر ملکي خلکو د سړک غاړې ماينونو چاودنې شوي او مرګ ژوبلې يې اړولي.

په وروستيو کې د طالبانو له خوا د اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان سره سم د افغانستان ولسمشر هم حکومتي ځواکونو ته د اوربند د رعایت کولو امر وکړ.

خو له کندهار د دویچه وله خبريال وايي چې نن د اختر په لومړۍ ورځ، د سړک غاړي ماينونو په دوو بیلابیلو چاودنو کې ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ وايي په دغو چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوی او ۳ ټپیان دي. یوه چاودنه ‌د میوند ولسوالۍ په بازار او بله د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات په سیمه کې شوې ده.

ولسمشر غني نن د کوچني اختر په مناسبت د خپلې وينا پرمهال وويل: «طالبان باید یو انتخاب وکړي … او جګړه ستونزه نه شی هوارولی.» ځينو رسنيو تر دې وړاندې د طالبانو له قوله ويلي چې طالبان د اوربند د غځولو پلان نه لري.

روانه اوونۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته سفر درولود او له غني سره يې لیدلي وو. غني نن وويل چې باجوه ورته په بشپړ وضاحت سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اسلامي امارت احیا، د «پاکستان د ملي منافعو په ګټه نه ده.» طالبانو د اوربند په اړه اعلامیه کې ويل شوي چې د اوربند په درو ورځو کې دې د دوی جنګیالي د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته نه ځي او دغه راز دې حکومتي منسوبانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته راشي.

Afghanistan Toten nach einem Explosion in Provinz Wardakد اختر په لومړۍ ورځ د اروبند سره سره په کندهار کې ملکيان وژل شوي دي – د آرشيف انځور

د اخراج په اړه اندیښنې او د غني ډاډ

دا په داسې حال کې ده چې د روانې ميلادي مياشتې له پيل راهيسې له افغانستان څخه د وروستيو بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده. له دې سره ځينې داسې انديښې هم ښودل شوي چې افغان ځواکونه به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو پر وړاندې ډير وخت مقاومت و نشي کړای.

د وتلو له پیليدو سره سم، طالبانو د هلمند او کندهار په ګډون د افغانستان په ځینو ولایتونو کې خپلې حملې شديدې کړې، خو د حکومتي چارواکو په خبره چې دغه حملې يې پر شا تمبولي دي.

غني په خپلو خبرو کې وويل چې د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان په معاصر تاريخ کې يو تر ټولو لوی فرصت دی او له دې سره افغانستان د نړیوالو اړيکو یو نوی فصل پيل کړی دی. غني زياته کړه: «داسې ورځ نه ده چې زه يا په تيليفون او یا په ارتباطاتو باندې د دوی [نړيوال] د ملاتړ ټينګ آواز وانه ورم.» غني ډاډ ورکړ چې د افغانستان د امنيتي ارګانونو پر ملاتړ باندې هم بشپړه اجماع موجوده ده.

Katar Friedensgespräche für Afghanistanغني نن وویل چې وروسته له دې به د سولې د پروسې مالکيت او مديريت په «مطلقه توګه ملي کيږي»

د امريکا د ولسمشر جو بايدن د اعلان مطابق په افغانستان کې میشت ټول امریکايي او د ناټو ځواکونه به د سپتمبر مياشتې تر يولسمې له افغانستان څخه ووځي. په عین وخت کې د افغانستان د سولې مذاکرات هم له څه مودې راهيسې په ټپه ولاړ دي او راتلونکی برخلیک يې هم نه دی څرګند.

د سولې مذاکرات

غني نن وویل چې وروسته له دې به د سولې د پروسې مالکيت او مديريت په «مطلقه توګه ملي کيږي» او ټول عمده تصميمونه به د سیاسي اجماع پر اساس او د ولس په اراده نيول کیږي.

غني زیاته کړه چې سیاسي اجماع هم موجوده ده او پر جمهوریت ېې ټينګار وکړ. هغه وویل د دې له پاره ملي اجماع جوړه شوې ده او اوس د دې وخت دی چې طالبان د افغانستان ولس ته خپل نیت ښکاره کړي. چې آیا هغوی «سوله غواړي که بربادي. دا جنګ نه دی بربادي ده.»

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د می پر لسمه خپل د اختر پيغام خپور کړ چې په هغه کې يې پر سياسي جوړجاړي ټينګار کړی دی. دغه پيغام چې پر ټيوټر خپور شوی په يوه ځای کې يې راغلي: «مذاکرات او تفاهم زموږ له پاره لومړيتوب لري. د همدې له پاره مو يو قوي ټيم موظف کړ تر څو مقابل لورو سره بین الافغاني مذاکرات مخته يوسي.»

Nato Truppen verlassen Afghanistanغني: د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان په معاصر تاريخ کې تر ټولو ښه فرصت دی

پر يو بل تورنه

خو د طالبانو مشر د خپلو خبرو په ادامه کې افغان حکومت په دې تورن کړی دی چې له مختلفو لارو يې هڅه کړې او اوس هم هڅه کوي تر څو روان سیاسي بهير سبوتاژ کړي.

افغان حکومت هم پر طالبانو دې ته ورته تورونه لګوي چې په وینا يې دغه ډله د تاوتريخوالو په ډيرولو سره غواړي د سولې راوان بهیر سبوتاژ کړي.

د می پر اتمه نيټه په کابل ښار کې د سید الشهدا ښوونځي مخې ته په درو چاودنو کې شاوخوا يونیم سل کسانو ته مرګ ژوبله واوښتنه چې ډيری ېې د ښوونځي نجونې زده کونکې وې.

ارګ د پيښې په سبا په یوه اعلاميه کې وويل چې طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو سره يو ځل بیا وښودله چې دوی د افغانستان د کشالې د سوله ايز او اساسي حل اراده نه لري، «بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې له پاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.»

په ۲۰۱۸م کال کې هم طالبانو د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړی وو چې پرمهال یې طالب جنګيالیو او افغان امنيتي ځواکونو له يو بل سره کتلي وو.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.