لاروف: تاجکستان کې د طالبانو د احتمالي بریدونو لپاره نظامي اډه جوړو

697

روسیې ویلي، چې افغان پولې ته نږدې په تاجکستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه نظامي اډه جوړوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی اوس مهال په یاده سیمه کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ۷ زره سرتیري لري خو غواړي چې نظامي اډې هم جوړوې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده اډه کې به دوی خپل زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي او له افغانستان څخه به دوی ته د پېښدونکو خطرونو مخه شنډه کړي.
لاروف ویلي، چې دوی به ژر تر ژره له تاجکستان سره په یاده برخه کې هوکړه لاسلیک کړي.
دغه راز امریکا هم ویلي، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه به په سیمه کې نظامي اډې جوړې کړي.
امریکا او ناټو ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به هم دوی د تروریزم پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.