سالنګ کې د وارداتي برښنا دوې پایې په بمونو الوځول شوي

458

دعوت میډیا ۲۴ ( شنبه/۱۰ ثور/۱۴۰۱): د افغانستان برښنا شرکت وايي، په پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د ازبکستان وارداتي برښنا دوې پایې په بمونو الوځول شوي دي.

برښنا شرکت نن شنبه اپرېل ۳۰ (غوايي لسمه) په یوې خبرتیا کې ویلي چې د برښنا یادې پایې د جنوبي سالنګ په «تاغمه» کې سیمه کې تخریب شوي چې له امله یې د کابل په ګډون پر لسو ولایتونو برښنا قطعه شوې ده.

یاد شرکت ویلي:”د روښنایۍ دښمنانو د پروان ولایت اړوند سویلي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوې پایې په ماینونو نړولي چې له امله یې د کابل او ۱۰ ولایتونو برېښنا پرې شوې.”

د افغانستان برښنا شرکت زیاتوي چې تخنیکي ټيمونه سیمې ته د تجهیزاتو په انتقال سره د یادو پایو د بیرته رغولو هڅې پيل کړي دي.

باختر دولتي خبري آژانس بیا د پروان ولایت د برښنا شرکت د رئیس له قوله ویلي چې د دغه دوو تخریب شوو پایو بیرته رغول به درې ورځې وخت ونیسي. نوموړي زیاته کړې چې کابل او ګاونډیو ولایتونو ته به د نن ورځې تر پایه برښنا په موقت ډول وصل شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په «اهنګرانو» سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برښنا دوې پایې په ماینونو والوزول شوې.

د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس د وارداتي برښنا پر پایو د ماین چاودنو له امله برښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.